ليک: اکبر سيال
خانه خبره واوره
ګرانه خبره واوره
زما نه زړه چرته لوېدلے
تا ليدلے که نا !
تا ليدلے که نا !
زما زړګے زما لالے ورک دے
زما ګلاب زما سپرلے ورک دے
زما سنګار زما غمے ورک دے
په دې کوڅو کی غورزيدلے
تا ليدلے که نا !
د وږمو ډکه مې غنچه ورکه ده
زما د لاسو نه ګجره ورکه ده
زما سکون زما مزه ورکه ده
د غاړې هار مې دے شليدلے
تا ليدلے که نا !
زما خمار او زما خوب جانان
زما نشه د پېغلتوب جانان
زما مستي د لېونتوب جانان
خدای خبر چرته به وي تللے
تا ليدلے که نا !
هغه د غرونو غرڅنے هم و
ښه د نامې جامې سړے هم و
خلکو به وې چی لېونے هم و
چا به په کاڼو وي ايشتلے
تا ليدلے که نا !
سياله په مينه نه پوهيږي
سياله دا خلک څه پوهيږي
سياله يو زړه په زړه پوهيږي
د درد ټکور مې دی بايللے
تا ليدلے که نا !
سياله بېلتون ارې ارې کړم
سياله دې غم ايرې ايرې کړم
سياله خپل زړه زرې زرې کړم
سياله په اور مې دې نيولے
تا ليدلے که نا !
تا ليدلے که نا !