شاه نواز خټک په فلسفه باندې د ليکوال ډاټ کام دپاره د خپل کالم ليکلو پېل کړے دے وخت په وخت به د فلسفې په اړه خپل ليکونه مونږ سره شريکوی خپل اولنے کالم ې د Thales څخه کړے دے چې د فلسفې ابتدا ترې شوې ده.
زمونږ هڅه ده چې خپلو مينه والو ته په بيئلا بئيلو موضوعاتو ليکنې راوړو مونږ د شاه نواز خټک په قلم لوستونکو دپاره د ځانګری عنوان د فلسفې په اړه د ليکونو مننه کوو. ,اداره،
ليک: شاه نواز خټک
د نړئ ړومبنے فلسفی Thales
فلسفه (Philosophy) د فکر او اندېښنې یوه علمي او منطقي څېړنه ده چې د ژوند، نړۍ، حقیقت، معرفت (پوهه)، اخلاق، هنر، سیاست او نورو بنيادي مسلو په اړه پوښتنې کوي. د فلسفې کلمه د یوناني ژبې څخه راځي چې د “فیلو” (مينه) او “سوفیا” (پوهه) څخه جوړه شوې، يعني “د پوهې مینه” معنې لري.
د فلسفې ابتدا د تاليز (Thales) نه کيږي .ھغه د ميليتي (Militus) چې کاروباري ښار ؤ اوسيدونکے ؤ . په دغه وخت دې ښار کښې د غلامانو يو ستر تعداد موجود ؤ . د نمر د تندر په حقله چې هغه کومه پيشبيني کړي وه هغه ټيک ثابت شوه . د تالیز (Thales) مشهوره پیشبینی د نمر تندر (Solar Eclipse) په حقله وه چې د یوې جګړې پر مهال راغے او تاریخي پام یې ځانته اړولی . دا تندر د
دا دنيا د څه جوړه ده د تاليز دا خيال ؤ چې دا هر څه د اوبو نه جوړ دی او دا زمکه د اوبو دپاسه ګرځی روستو بيا نورو فلسفيانو نور شيان د کائنات د جوړيدو بنيادي عنصر وګرځول |
Medes(مادان) او Lydians (لیدیان) ترمنځ د جنګ Battle of Halys پر مهال راغی. دا دوه ډلې د اوسني ترکیې په سیمه کې په سختې جګړه کښې ښکیلې وې . تالیز مخکې نه وئيلي ؤو چې په ۲۸ مئ ۵۸۵ ق.م به نمر تور شي. کله چې دا پېښه راغله، دواړو لورو دا د خدایانو غصه وګڼله او جګړه یې ودروله .- دې پېښې ثابته کړه چې طبیعي پېښې د خدایانو له خوا نا، بلکې د طبیعي قوانینو له مخې رامنځته کېږي
تاليز چې د کوم رياست اوسيدونکے ؤ د هغې مصر سره ښه تعلقات لرل . دا وئيلی شي چې دے ھلته تللے ؤ او د ھغه ځاې نه يې د جيوميټري علم ذدهکړه کړې وه .د جيوميټري يو تهيورم د تاليز په نوم ياديږي . دا هم وئيلی شي چې هغه په سمندر کښې د بيړو او په زمکه د دوو ځايونو تر مينځه فاصله ناپ کولو طريقه دريافت کړې وه . د مينار د سېوري نه د مينار اوچتوالے معلومول تاليز ته منصوب

کيږي خو په مصر کښې دا علم موجود ؤ .د څيزونو حرکت او د روح په حقله د ده خيال ؤ چې هر هغه شے چې په خپله فيصله کولے شي او دا صلاحيت لري چې حرکت اوکړي نو په ده کښې روح وي . د مقناطيس په اړه ده وئيل مقناطيس حرکت کولے شي نو ده کښې هم روح دے
تاليز Thales چې د کوم رياست اوسېدونکے ؤ د هغې مصر سره ښه تعلقات لرل دا وئيلی شی چې دے هلته تللے ؤ او د هغه ځاې نه ې د جيوميټرئ علم زدهکړه کړې وه د جيوميټرئ يو تهيورم د تاليز په نوم ياديږی |
دا دنيا د څه جوړه ده د تاليز دا خيال ؤ چې دا هر څه د اوبو نه جوړ دي او دا زمکه د اوبو د پاڅه ګرځي . روستو بيا نورو فلسفيانو نور شيان د کائنات د جوريدو بنيادي عنصر اوګرځول . فلسفه کښې دا ضروري نه ده چې هره راې حتمي يا صحيح وي . اول مفروضه جوړيږي بيا هغه په دلائلو سره ثابتوي . تاليز باور درلود چې اوبه د هر شي اصلي ماده ده دا حتمي خبره نه ده. خو د کائنات په حقله د غوروفکر نه کار واخست. د روايتي خيالاتو په ځاے او په عقلي بنياد يې خپله رائې ورکړه .ده تيګه کيښوه او پسته بيا نورو فلسفه رده په رده پورته کړله چې د علومو مور ګڼلې شي