لیک: سليم شاه کاکاخيل
ورک شئ هغه دانشورو، شاعرانو
چې چاپلو سۍ او خوشامندو باندې
بره ختل غواړئ
د ریاست غلامان
د سیاست لیوان
ما لره مه راځئ
تاسو تمغو د پاره
د څو پیسو او د خپل نوم د پاره
د څه لقب د پاره
د څه عہدو د پاره
قلم
لکه چکله چلوئ
تاسو سپیځلي خو مجبوره الفاظ
دغه چکله کښې خرڅ کړئ
او بیا داد د اولس غواړئ
زه ځان ته ښه یم
د خپل ازاد قلم
او سپیځلي الفاظ
چې نه دي خرڅ د پاره
د اولس درد ستای
باغي د نظام
او خپل جانان ستای
ډیر په ما بد لګیږئ
زه د خوشال او چي ګویره د خیال
سره روان ښه یم
زه د اجمل سره ولاړ ښه یمه
زه د شیدا د مینې
نازک خاطر سره خوشال ښه یمه
یا تنها ځان له باغي ښه یمه
ورک شئ
یه چکله مارو
ما لره مه راځئ