د هند ، پاکستان جګړه
لیک: جوهر لونګين کنېډا
د هند ، پاکستان جګړه – سېمه اېز او نړېوال سیاست ، د پاکستان محکوم قامونه او اسټېبلشمنټ !
د هند او پاکستان تر مېنځ دغه څو ورځني پوځي جنګ په سېمه اېز او نړېوال سیاست ژور اثر کړی دی. دغه شخړې نهٔ يواځې د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدې مودې راهسې دښمني بيا راتازه کړه، بلکې د پاکستاني اسټبلشمنټ دپاره یې داسې سازګار حالات برابر کړل چې خپل داخلي مزاحمتي قوتونه یعنې محکوم قامونه یې یو ځل بیا تر فشار لاندې راوستل.

د پاکستان اسټبلشمنټ چې د دغه ملک د ژوند زياته برخه یې د پوځي امريت د بوټ لاندې ساتلې ده ، ادارې یې کار ته نهٔ دی پرېښودي او جمهوريت ( ولسواکي ) یې پیزواني ساتلي دی ، له ډېر وخته راهیسې دا هڅه کوي چې صوبو له اختیار ورنهٔ کړي او دغسې مرکزي حاکمیت برقرار وساتي ، قومونه محکوم وساتي او دا کار د تيرو ۷۵ کالو راهسې د زور او جبر له لارې په ځانګړې توګه د پښتنو، بلوڅو، سندیانو او شیعه اقلیتونو پر ضد عملي شوې دی
خو
پاکستاني اسټبلشمنټ زر دا هڅه وکړه چې له دې حالاتو څخه دا ګټه واخلي چې د “ پاکستاني ملي یووالي” په نوم د خپلې کنټرول مېډيا په زور د ملک دننه د ټولو قامونو پام دې ته راوګرځوي او هند د ملکي نهٔ بلکې د مذهبي دښمن په شکل ښکاره کړي |
خت په وخت محکومو قامونو د دغې خلاف خپل مزاحمت کړې دی . د تيرو څو کالو راهسې دغه مزاحمت په خصوصي توګه په بلوڅو او پښتنو کې په يو نوي شکل کې رامخ ته شوې دی چې د ځوانانو او جونو لخوا دوام لري.
په بلوڅو کې د پيغلې ماه رنګ بلوچ ، سمي بلوچ او په پښتنو کې د پي ټي ايم چې منظور پښتون ، علي وزير او محسن داوړ سره د زرګونو پښتنو ځوانانو پيل کړې دی
د پښتنو او بلوچو دغه تحریکونو روانې مبارزې که څهٔ هم د خپلو اولسونو لخوا د کلک يا ډېر ملاتړ نهٔ دې ترلاسه کړې او دغه تحریکونه غېر پارلېماني دی خو ولې پاکستاني اسټبلشمنټ یې په نړېواله کچه لغړ کړې دی
ځکه پاکستاني اسټبلشمنټ د دغه تحریکونو په مشرتابه او کارکنانو کريک ډاون شورو کړو ، تشدد، جیلونه او هر هغه لاره یې اختيار کړه چې دغه تحریکونه دباؤ او اواز یې خاموشه کړي. خو د مزاحمت غږ څوک په ظلم او زولنو خاموشه کولې شي.
کله چې د هند او پاکستان ترمېنځ جنګ ونښت نو د پاکستاني اسټبلشمنټ ژر دا هڅه وکړه چې له دې حالاتو څخه دا ګټه واخلي چې د “ پاکستاني ملي یووالي” په نوم د خپلې کنټرول مېډيا په زور د ملک دننه د ټولو قامونو پام دې ته راوګرځوي.
دغې جګړې په سېمه اېزه کچه، چین، ایران او افغانستان هم د خپل اغېز لاندې راوستل. |
او هند د ملکي نهٔ بلکې د مذهبي دښمن په شکل ښکاره کړي
سېمه اېز او نړېوال سیاست

دغې جګړې په سېمه اېزه کچه، چین، ایران او افغانستان هم د خپل اغېز لاندې راوستل چین چې د CPEC لويه پروژه د بلوچستان په خاوره لري به هم دا غواړي چې په پاکستان کې امنیت استحکام ولري ، که څه هم دا استحکام دې د زور د لارې ولې نهٔ وي خو چې دغلته stability وي.
دغسې په نړېواله کچه، امریکا او اروپایي هېوادونو د جنګ د ختمېدو هرکلی کړې دی خو د دې سره سره د نړۍ پام د افغان مسئلې، روس ، یوکرائن جنګ، او د مېنځي ختېځ د حلاتو څخه اوړېدلې دی دغسې د هند او پاکستان تر مېنځ دغه جنګ که څهٔ هم یوه لنډمهاله جګړه وه.
د دې سېمه اېز حالاتو به په محکوم قامونو لوئ اغېز وي نو ځکه زما په خيال محکومو قامونو ته يو ځل بيا د “ پونم “ په شکل کې اتحاد پکار دی |
خو د پاکستان د محکومو قامونو دپاره یې د ستونزو يوه نوې سلسله پيل کړه مقامي سياست په سېمه اېز سیاست پورې او سېمه اېز سیاست په نړېوال سياست پورې انښتې وي ، او د دغسې پېښو سره سیاسي منظرنامه بدلېږي ځکه د دې سېمه اېز حالاتو به په محکوم قامونو لوئ اغېز وي نو ځکه زما په خيال محکومو قامونو ته يو ځل بيا د “ پونم “ په شکل کې اتحاد پکار دی.