لیک: پروفېسر یاسین اقبال یوسفزی
یو قیصه کېږي چې پخوا یو مار و او وړو به کله په لښتو وهلو او کله به ئې کوڅو کښې په زمکه راښکلو او اکثر به ټول زخمي زخمي وـ د ده حال یوه ورځ یو بل مار ولید نو ډېر پرې خفه شو او ورته ئې وئیل چې ستا دا حال ولې داسې خراب دی ـ زخمي مار ورته وئیل چې ما د چیچلو نه سوګند خوړلی دی او د دې سوبه راباندې واړه لوبې کوي ـ دې بل مار ورته وئیل چې یا ظالمه د چيچلو نه دې که سوګند خوړلی دی نو د پرش نه خو دې سوګند نه دی خوړلی؟ پرش خو کوه کنه ـ مونږ چې د پښتنو د وسیلو حال ته وګورو نو داسې ښکاري چې مونږ د چيچلو او پرش دواړو نه سوګند خوړلی دی ـ د نړۍ د ټولو نه غټ د خټې ډېم به په صوابۍکښې وي خو واپډا هاؤس به لوې لاهور کښې وي، اباسین به پښتونخوا کښې بهېږي خو غازي بهروته به د بل چا زمکو ته ځي ـ کارخانې به ګدون کښې شورو شي خو څه موده پس به نورو صوبو ته لاړې شي ـ ډرائي پورټ به پېښور کښې وي خو څه موده پس به

بلخوا لاړ شي ـ دا هغه خبرې دي چې د هر قام د هر وګړي په زړه کښې وي خو د مفاداتو په غرض غږ نه کوي ـ که چرې دا قسمه خبرې د وروڼو یا د کلو او صوبو منځ کښې په انصاف فیصله نه شي نو بدنیتۍ او بعضې وخت د خپل منځي جهګړو سوب ګرځي او داسې قامونه یو بل ته مخلص نه وي او د پرمختګ په لار کښې د خنډانو سوب ګرځي ـ د خوږې وروولۍ تقاضه دا ده چې په مینه او اخلاص خپلو کښې کېښني او دا مسئلې حل کړي ـ
که تا یعنې غلام نظریه بدله کړه او یا دې د مشر په خبره مثبت تنقید وکړو نو ستا نه بل زیات بې وفا، قام خرڅی، قامي دوښمن او بې ایمانه نیشته
مونږ پخپله هم ګډ وډ يوـ یو خوا که زمونږ یو پښتون ورور د خپل حق تپوس کوي نو اواز ئې لا تر غاصبه نه وي رسېدلی چې مونږ ورله پخپله ګرېوان تار تار کړی وي ـ زمونږ به یا یو خبره خوښه وي او یا نه خو د یويشتمې صدۍ د تقاضو مطابق بل چا له کم از کم د رائې حق خو ورکول پکار دي ـ دغه رنګ که مونږ قام دوسته سیاستدانانو ته وګورو نو سیاست به د پښتون په نوم کوي او ملګرتیا به د هغه چا کوي چې دا پورته بیان شوي ظلمونه ئې پښتنو سره کړي دي ـ زه په دې پته پوهه نه شوم چې دې قام له دا افیم چا ورکړي دي او چا داسې هېپنټائيز کړي دي چې په خپلو مازغو سوچ نه کوي او پردو سندرو ته ګډېږي ـ چې چا شنې ګولۍ خوړلي دي هغوي ته صرف د شنې جهنډې د لیډر خبره ټهیک ښکاري، چې چا سرې ګولۍ خوړلې دي هغوي ته د سْرې جهنډې د مشر خبره سمه ښکاري او چا چې برګې ګولۍ خوړلي دي هغوي ته د برګې جهنډې د ليډر خبره وزني ښکاري او نور ټول ورته کنځل ښکاري ـ

او چا چې د هیچا ګولۍ نه دي خوړلي نو هغوي خو هډو د سره په سړو کښې هم نه شماري ـ بعضې ازاد خلق هم کېدېشي چې یو خپل سوچ لري او ښې خبرې ته ښه وائي او بدې ته بده ـ په هره خبره کښې نکتې رایستل او بې دلیله تنقیدونه کول د یو فرد یا ګوند په ښېګړه کښې نه ځي بلکه بدنامېږي پرې ـ هره ازاده رائې سپکه ګڼل خلق سپکوي ـ
که څوک د دې معدنیاتو د صحیح او ګټور استعمال خبره کوي نو هغه خبره په دې دلیل رد کوي چې مونږ له د استعمال چل د هرچا نه ښه راځي خو خبره د ملکیت ده ـ بغېر د څه شکه ملکیت لازمي دی خو ملکیت سره سره د صحیح استعمال لارې هم لازمي دي
بل خوا سیاستدانانو هم سوګند خوړلی دی چې هله به دې سړو کښې نه بلکه غلامانو کښې شماري چې د هغه جهنډه به لاس کښې ګرځوې او د هغه د پلار، نیکه او غُر نیکه منې ـ که تا یعنې غلام نظریه بدله کړه او یا دې د مشر په خبره مثبت تنقید وکړو نو ستا نه بل زیات بې وفا، قام خرڅی، قامي دوښمن او بې ایمانه نیشته خو که مشر دې نن سُور، سبا شین او بله ورځ برګ قمیص اغوستی وي یعنې نظریې یا پارټۍ ئې بدلې کړې وي نو دا د هغه دوراندېشي، قابلیت او حکمت دی ـ خدای دې وکړي چې زمونږ پښتانه خپل سوچ شورو کړي نو یو خوا به ئې د مازغو ورزش کېږي او بلخوا به په ړنده خره نه سورېږي او بیا بیا به په یو موګي ټکرې نه وهي ـ
د هرې خبرې ګڼ اړخونه وي ـ که مونږ د معدنیاتو میثال واخلو نو یو اړخ ئې ملکیت دی ـ زمونږ په صوبه د قام دوسته پارټو سرکارونه تېر شوي دي، د ترقي پسندو او مذهبي پارټو حکوتونه هم راغلي دي خو د ملکیت په حقله هيڅ چا عملي قدم نه دی اخېستی ـ ان که آصف علي زرداري د اتلسم ترمیم منظوري ورکړې ده نو سندهیانو او پنجابیانو د دې ترمیم ترمخه ورکړي شوي حقونه ترلاسه کړي دي خو پښتنو او بلوچو د دغه حقونو د پاره عملي ګامونه نه دي اخستي ـ او نن که څوک د معدنیاتو د ملکیت په حقله اواز راوچتوي نو بله ډله ورته وائي چې دا معدنیات تر اوسه تاسو سره وو نو تاسو ترې کومه ګټه اغستې ده او وائي چې پرېږدئ چې چا تکړه خلقو له ئې ورکړو او پېسې پرې نغدې کړو ـ خو دا دې هم هرچاته معلومه وي چې یا به پرې خرڅونکي هغه قرضونه خلاصوي چې د یو څو مشرانو د نااهلو او ګڼکپو د لاسه په ملک ختلي دي او دوي پرې یا عیاشۍ کړې دي او یا ئې پرې د ملکه بهر جائیدادونه او دولتونه جوړ کړي دي ـ که څوک د دې معدنیاتو د صحیح او ګټور استعمال خبره کوي نو هغه خبره په دې دلیل رد کوي چې مونږ له د استعمال چل د هرچا نه ښه راځي خو خبره د ملکیت ده ـ بغېر د څه شکه ملکیت لازمي دی خو ملکیت سره سره د صحیح استعمال لارې هم لازمي دي ـ
د معدنیاتو د صحیح استعمال لارې دا نه دي چې ګڼې چې ستا بل ورور ئې خرڅوي نو ته به ئې خرڅې کړې او خپل جېب به ډک کړې ـ
جاري دی