پروفېسر یاسین اقبال یوسفزی
زما د وطن د ډېرو سادګانو خیال دی چې ترقي یا پرمختګ ډېرې ډوډۍ، غټو غټو ګاډو او سپینو سپینو بنګلو ته وائي او دا معدنیات چې مونږ خرڅ کړو نو دا هرڅه به تر لاسه کړوـ خو پرمختګ دې ته نه وائي ـ که د عربو وسیلې قیمتي شوي دي نو هغوي بیا هم خپله خوښه نه شي کولی او په ډېرو قیصو کښې د پرمخ تللې نړۍ مختاجه دي ـ خپلې وسیلې د خپلې خوښې په قیمت نشي خرڅولی، د خپلې خوښې خارجه پالیسي نه شي لرلی او په قدم قدم د دغه خلقو تکنیکي، هنري او تحقیقي مختاجۍ لري ـ په معدنیاتو زیات غني وطنونه د افریقائي براعظم وطنونه دي ـ د هغوي نه دا معدنیات په رنګ رنګ طریقو تروړلی شي او په بدل کښې هغوي نور نور خوارېږي ـ لنډه دا چې معدنیات په چا خرڅول ستا وطن نور خوارولی شي لکه افریکایانو سره چې شوي دي او دا د بل په لاس رائیستل تا له ډوډۍ، بنګله او غټ ګاډي درکولی شي خو د غلامۍ نه دې نشي خلاصولی لکه عربیانو سره چې شوي دي ـ په دې لړ کښې نور مخکښې ځو خو وړومبی دا خبره ضروري ده چې مونږ پرمختګ وپېژنو چې دا څه شئ دی؟ تفصیل ئې ډېر اوږد دی خو په ساده ترینو او عام فهمه ټکو کښې ترقيافته وطن هغه وطن ته وائي

په معدنياتو زيات غنی وطنونه د افريقايي بر اعظم وطنونه دی د هغوی نه دا معدنيات په رنګ رنګ طريقو تروړلی شی او په بدل کښې هغوی نور نور خواريږې
- چرته چې امن وي ـ داسې امن چې د پردو وطنونو قیمتي انسانان، ځناور او ان چې مرغۍ هم د خپل پلار نیکه وطن پرېږدي او تاسره ژوند تېرول غوره وګڼي ـ ستا اقتصاد په بره بوځي، د جهان د بهترین اوستاد، ډاکټر او انجنيئر په حېث د خپلو خلقو په ځای ستا د ټولنې خدمت کوي ـ
- چرته چې د تعلیم اوچت معیار وي او نور قامونه خپل زلمي او پېغلې ستا تعلیمي ادارو ته رالېږي او یو خوا ستا د تعلیم نه صنعت جوړ کړي او ستا اقتصاد مضبوطوي او بلخوا ستا په سند فخر کوي ـ
- چرته چې د پردو قامونو مالدار د خپل وطن ډاکټران پرېږدي او تا له یو په سل او یو په زر پېسې درکوي او ستا وطن ته علاج له راځي او ستا په ډاکټر او ستا په دارو باور کوي او ستا اقتصاد او ادارې په بره بوځي ـ
- چرته چې بازار چې په نړيواله سویه ازاد وي، د هیچا نه ویره ترخه نهء لري او د هر ایجاد او د هرې کارخانې د هر جوړ څيز معیار ئې دومره اوچت وي چې نور قامونه خپل جوړ شوي څيزونه ناخلي او ستا د وطن جوړې دوایانې، سولر پېنلې، کتابونه، جامې پېزار او د الیکټرانک سامانونه اخلي ـ
- د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې ماحول ئې صحت افزا وي او د یو ښار نه بل ښار ته د دوو ګهنټو لار هر سړی په دوه ګنټې کښې ترسره کولی شي یعنې قامي قانون او اصول وي او خلق ئې د سړک په صحیح استعمال پوهېږي ـ
که دې خبرو ته مونږ وګورو نو ترقي یوازې په ډېرو پېسو یا بنګلو نه کېږي بلکه ژوندوسته رویو ته زیاته اړتیا لري ـ
اسو سوچ وکړئ چې يو وطن دومره لويه ابادی لری دومره ډېرې وسيلې لری، تعليمی او هنری ادارې لری او مونږ بيا هم د خپلو وسيلو په صحيح استعمال نه پوهيږو.
معدنیاتو له بیا راځوـ اوس که یو سړی تا له راشي او تاته ووائي چې زه خپله زمکه خرڅوم ـ نو ستا وړومبی سوال به دا وي چې اخر ولې؟ که هغه راته ووائي چې په ما قرض دی ـ نو زما بل سوال به دا وي چې تا دا دومره پېسې قرض اغستي دي نو په دې دې څه کړي دي؟ که هغه راته ووائي چې ما پرې لندن یا نیویارک کښې بنګلې اغستې دي او یو جهاز مې اغستی دی او سوونو کناله بنګلې مې پرې جوړې کړي دي ـ نو ته به ورته وائې چې ګوره وروره دغه څيزونه خرڅ کړه او دا قرض پرې خلاص کړه ـ او دا زمکه خپلو بچو له پرېږده او که خامخا دې د لندن او نیویارک ماڼۍ او جهازونه خوښ وی نو دې زمکه کښې محنت وکړه، وګټه نو دا زمکه به دې هم نه ځي او ارمانونه به دې هم پوره شي ـ او ځا نن دا زمکه شته نو خرڅه به ئې کړې ـ سبا چې قرضونه واخلې نو څه به خرڅوې؟
هغه سړی بیا غلی ودرېږي لکه چې ستا په خبره ئې سمی نه راځي ـ که تا ورته ووې چې زامن دې شته؟ هغه وائي، هاو د خدای مال دی دولس دي خو د کار پکښې یو نیشته ـ ته به ورته وائې چې زمیداري نشي کولی نو سبق خو به ئې وئیلی وي؟ هغه وائي او سبق ئې وئیلی دی خو تشې ګوټې رټې ئې لګولې دي او د څه کار روزګار نه دي ـ داسې کار شته نه چې ټک کار نه کوي او تنخا اخلي او نور هنر هغوي له نه ورځي ـ

که ته ورته ووائې، چې بل چا سره دې صلاح مشوره کړې ده ـ؟ هغه وئي هاو یو لېونی راغلی او دا به ئې وئیل چې خپلو وسیلو سره سمې ادارې جوړې کړئ چې هم مو دا معدني او زراعتي وسیلې قیمتي شي او هم مو دا بدني وسیلې قیمتي شي خو داسې ټول خلق دې خلقو لېوني کړل او دا وطن ئې پرېښودـ نو اوس تاسو سوچ وکړئ چې یو وطن دومره لویه ابادي لري، دومره ډېرې وسیلې لري او دومره ډېرې تعلیمي او هنري ادارې لري او مونږ بیا هم د خپلو وسیلو په صحیح استعمال نه پوهېږو او د خرڅولو بندوبست ئې کوو چې عیاشو اغستي قرضونه پرې خلاص کړو نو دا مونږ کوم خوا روان یو؟
«نور بیا»