سپين سنګ مرمر

بختو مېډم په عمر څلوېښت بهاريزه وه خو د مخ رنګ روغن کانټی او د وجود اونه ې داسې وه لکه سنګتراش چې سنګ مرمر تراشلی وی- د هغې دوه  لوڼه هم په کور وې چې لکه د مور پشان ې د نومونو سره د چا نوم ډېره موده مستقل نه پاتې کېدو دا د مور او لوڼو مشترکه مزاج هم عجيبه وو هغوی ته سړی د عرق انسا د درد پشان ښکارېدل سړی دپردو ښځو دپاره خادم انسا وی او د خپلو کورونو دپاره داسې وی لکه چې په پردی کټ کښې خوب کوی –

مېډم بختو او د هغې دواړو لوڼو سره هم دغه قيصه وه د ژوند معاملات ې دچا سره نه برابرېدل لکه د ازادو مرغو په هره څانګه عادت وې يو کور  ورته پنجره ‘ يو سړی ورته دجېل داروغه او يو حکم ورته

د غلام ګردش تصور ښکارېدو-

دا مور او لوڼه په ټوله محله کښې په ښايستونو نزاکتونو او خوش اخلاقۍ هم د هر چا خوښې وې په غريبانانو مسکينانو به ې خېراتونه زکاتونه وېشل د اختر شبقدر مزهبی رسومات خو ې تر لری لری ياديدل د لوې جومات مولانا صېب برخه د هرچا نه وړومبې وه په ډېرو موقعو به ې د کجورو په هډوکو سوا لکی ختم له جينکۍ راټولې کړې او يو جشن به جوړ شو- په اخره کښې به د مولانا صېب مېرمن اختتامی دعا وکړه پېغلو به خپل مرادونه دلته غوښتل- د مېډم بختو د سنګ مرمرو په سپين کور کښې به پړقا پړوقی وه –

د بختو د سپينو سنګ مرمرو کور ته مخامخ د تور حاجی د تور کاڼی لويه حويلی وه هغه د رنګه هم تور و او په تور حاجی هم يادېدو حويلی ې هم د تور کاڼی وه- دا سپين او تور کور تر لری لری مشهور وو- چې کله به د مېډم بختو يا د هغې لوڼه تور حاجی کره راغلې نو تور کور کښې به دا سپين مخونه داسې ښکارېدل لکه تياره کښې رڼا-

تور حاجی به کله کله دغه نظارې ته حېران شو چې دا سپين او تور د يوبل څومره ضرورت دی خو چې بيا به ې په دغه ضرورت فکر وکړو نو سپين سنګ مرمرو به ې سترګې کيرې بيرې وبرېښولې-

غريبو خلقو به د مېډم بختو سخاوت ته  کتل او په خيټه مړو او په کور پوره خلقو به د هغې د کور سپين رنګ کښې ژوند لټوو- تور حاجی د ټولو نه زيات د رنګ په تضاد ايينې سره په جنګ وو او چې کله به ې د سپينې ږيرې ويښتان باندې حضاب ولګول نو بيا د مخ د څرمنې او ويښتو فرق به ختم شو هغه به کله کله يو دوه کښې حېران شو که د مخ په توره څرمن سپين ويښتان نه توروم نو شپيته کاله مې څرګنديږی که ويښته توروم نو بيا تور حاجی په رښتيا تور وو- کله کله به ې زړه له راغلل چې دا توره حويلی تکه سپينه کړی -يو ورځ ې اراده وکړه چې د بختو نه دا يوه لور وغواړی او د کور دا توروالې بدل کړی خو دا اظهار ګران وو د ډېر سوچ نه پس ې د خپل جومات مولانا صېب ته ووې!!

ته به زما دپاره دا خدای کار کوې چې بختو ته زما د رشتې ووايه-

دا مشرۍ لور دې ماته په حقه حلاله په نکاح کړی-

مولانا صېب سترګې د حېرته بقې راوتې په دغه حېرانتيا کښې تور حاجی چې څه وليدل نو زر ې ووې!!مولانا صېب زمونږ خوږ نبی په ودونو کښې د عمر څه قېد نه دی ايښې- دا خواږه سنت دی نور ته زمانه ښه پوهېږې-

هاو تورحاجی ستا خبره په ګل بدله او دا خو د تورسرو پړده راوستل هم دی- مولانا صېب تاييداو تصديق وکړو  خان او ملا د يوبل د مفاداتو خيال ساتی ځکه نو نه د تور حاجی ژبه ونښته او نه مولانا صېب دا خبره رد کړه چې ويلی ې وو-

يه تور حاجی دا څه کوې د مېډم لور خو ستا د نمسۍ په ځاې ده- او تا خو څلور ښځې ژوندۍ دی پنځه مزهبه ناروا و مه کوه کنه-

د تور حاجی زړه تسلی شو په هر مونځ پسې چې به مولانا صېب دعا غوښته نو تور حاجی به ورته په سترګو سترکو کښې وکتل او امام صېب به ووې-!!

يا الله د هر چا کورونه اباد کړې او مونږ له د پېغمبر عليه السلام په سنتو د عمل کولو توفيق راکړې-

تور حاجی به په غړانګور اواز د امين ثمه امين غږ وکړو-

د مولانا صېب د دعا اثر چې اخر هم مېډم بختو ته اورسېد نو هغه حېرانه نشوه په شونډو ې يوه معنی خېزه مسکا چورلکونه ووهل-هغې د سړو دا عادتونه پېژندل چې د پرهېزګارۍ غوټه پرې راشی نو پېنسې بره کړی ږيرې اوږدې کړی خو چې د هوس پېريان پرې راشی نو ږيرې په ګېډو ومنډی او حرص ته  خواږه سنت وای- د مېډم د ژوند دا تجربه هم وه چې هغې به لوڼو ته وېل تاسو مخونه مه پټوئ سړی د مخ نه وړاندې د ښځو پوندو ته ګوری –

مېډم بختو  ته مولانا صېب په ډېر درناوی د تور حاجی خبره وکړه او هغې په خندا کښې ووې!!

مولانا صېب که زه يو خبره وکړم نو خاطر به نه درنوې-  تور حاجی دې ماسره نکاح وکړی زما د لوڼو به پلار شی-

چې تور حاجی ته دا خبره ورسېده نو هغه د مېډم په طنزيه انکار پوهه شو -ډېرې خبرې سر ې يو دا شو چې د تور او سپين اختلاف په سوړ جنګ بدل شو او سوړ جنګ چې تود شو نو  تور حاجی په سپين سنګ مرمرو تورې ګوتې راښکلې- تور تهمت شو تهمت الزام شو الزام د سنګ مرمرو سپين رنګ لکه د تور حاجی تور کړو په لږو ورځو کښې خلقو د سخاوت او خېرات دغه دروازې ته کتل ګناه وګڼله ځکه چې ټولو مشرانو سپين روبو د مولانا صېب په مشرۍ کښې اخر هم دا فېصله وکړه چې مېډم بختو به د دې محلې نه وباسو دلته فحاشی خوريږی زمونږ جينکۍ غلط اثر اخلی –

مېډم بختو او لوڼه ې حېرانې کېناستې چې دا په لږو ورځو کښې څه وشو-هغوی درېواړه سوالکی ختم ته يوازې ناستې وې- لوڼو به ې مور ته وېل-!!

مورې دا کور خو مونږ ډېر په خواروجوړ کړی دی دا به مونږ څنګه پرېږدو-دا کور زمونږ نه ولې اخلی-

په دغه ټولو سوالونو کښې يو جواب وو د تور او سپين جنګ-!!

يوه ورځ د تور حاجی په توره قلعه کښې جرګه راغونډه وه درانه مشران د سپينو پټکو ښاغلی- مولانا صېب د قران پاک ايتونه او ترجمه وشوه د پاکۍ او طهارت بيان وشو او بيا فېصله وشوه چې مېډم بختو به د دې محلې کلی او علاقې نه وباسو د دې کور به رقم ورکوو دا به د هغوی څادر وی-

دا فېصله د تور حاجی د طرفه د يوې دهمکۍ په انداز مېډم ته اورسېده او هغه په سپين مخ په تور څادر کښې د تور حاجی تورې حويلۍ ته راغله دا اجازت ې وغوښتو چې زه جرګې ته يوه خبره کوم بيا ستاسو فېصله چې هر څه وی–

ټولو مشرانو د صفايۍ موقعه ورکړه او هغه د سړو په جرګه کښې راغله د پرفيوم يوه هوا په ټولو خوره شوه تور حاجی په تور څادر کښې مېډم داسې محسوس کړه لکه چې د تورې حويلۍ په غېږ کښې سپين سنګ مرمر راغلی وی-

ټولو د مېډم مخ او خلې ته کتل چې دا به په خپلې صفايۍ کښې څه وای!!??

مېډم بختو په ټولو سړو نظر واچوو چرته پټکی چرته سپين څادرونه چرته سپينې او تورې وړې غټې ږيرې- په تور حاجی ې سترګې خخې کړې او د دواړو خاموش نظرونو سوال جوابونه وکړل-

په دغه وخت کښې د مولانا صېب جلالی اواز د مېډم توجه ځانته وګرځوله-

وايه ته په خپله صفايۍ کښې څه واې-جرګې فېصله کړې ده چې ته به دا کور دا محله او علاقه پرېږدې-

هغې د مولانا صېب په سترګو کښې د خپلو خېراتونو زکاتونو او صدقاتوسره د تور حاجی حرص او هوس ته وکتل چې نن ورته هغه بچې هم نه وای-

مېډم جرګې ته ووې!!

تاسو چې په ما کوم الزام لګوئ او ماته وايئ چې کور محله علاقه به پرېږدې ځکه چې ستاسو کورونو لوڼو خوېندو ته زمونږ نه پليتی درځی – بيخی زه به ستاسو فېصله وومنم خو ماسره به د هغه کورونو جينکۍ او ښځې هم د کورونو نه وباسئ چې ما سره زما لوڼو سره پليتې شوی دی ماته يوه يوه جينۍ ښځه هر څوک معلوم دی-

مولانا صېب سترګې واړولې غلی ې ووې–!!

استعفرالله

مشر او کشر حاجی سرونه ښکته کړل او دواړو ته لوڼه اودرېدې-

سپين ږيرو دپټکو خاوندانو په ږيرو کښې ګوتې ومښلې-

د ځوانانو په تندو خوله راغله-

تور حاجی ته دخپل تور رنګ کور کښې د مخونو رنګونه واوړېدل غلی اواز کښې ې ووې-!!

بی بی ته خپل کور ته لاړه شه!!

مېډم بختو په تور څادر کښې د تور حاجی د تور رنګ حوېلۍ نه روانه وه د سپين سنګ مر مرو دروازه باندې چې ننوتله نو تور څادر ې کوز کړو-نن ورته خپل سپين سنګ مر مر ډېر صفا او ښکلی ښکارېدل.