که د زلمو نه پوره نشوه

د ملک نصير  د رهايئ دپاره په جمرود کښې د ښځو احتجاج
پاک افغان شاهراه بند

د جمرود مقامی رهنما ملک نصير اپريدی د رهايئ دپاره په وړومبی ځل د علاقې ښځو په احتجاجی توګه پاک افغان شاهراه بنده کړې ده د مظاهرينو مطالبه ده چې د څو مياشتو راسې ملک نصير اپريدی د دروغو په مقدمو کښې بندی ساتلے شوے دے. زر تر زره دې رها کړے شی.

پوليس لخوا مقامی مشرانو سره خبرې اترې پیل کړې چې زنانه دې احتجاج ختم کړی خو مزاکراتی عمل کښې شريک دوه کسان پوليسو نه يوازې ونيول بلکې تشدد ې پرې هم وکړو او جمرود تاڼه کښې ې بند کړل.

علاقې په سطحه د ملک نصير. د رهايئ قائم کميټئ ممبرعدنان اپريدی هم پوليس وړاندې ګرفتار کړے وو.خو  ښځو پرې سخت عکس العمل څرګند کړو نو عدنان اپريدے ې زر رها کړو

دا ټولې ګرفتارئ په ځان کښې د مقتدره ادارو هاغه ناخوښه عمليات لری چې هغوی ې د رياست په ضد عوامل ګڼی.

ده د خپلې ګرفتارئ په حواله ووې چې زه جمرود بازار کښې ووم جمرود تاڼې ايس ايچ او راته کال وکړو چې د نورو مشرانو سره زر تر زره د احتجاج ځاې ته راشه چې پرامن طريقې سره دا احتجاج ختم کړو مونږ ورغلو مظاهرينې زنانه مو يو خواته سېوری ته کېنولې مزاکراتو عمل جاری وو دغه وخت پوليس زه او نور مشران په زبردستئ په ګاډی کښې جمرود تاڼې ته راوړو ده ووې چې زنانو د ملک نصير او زما د رهايئ په يقين دهانئ احتجاج ختم کړو خو د خېبر ضلعې ډپټی کمشنر سره د مشرانو مزاکراتی عمل روان دے د احتجاج په مقام سماجی کارکن نعمت الله هم موجود ؤ. د ده وېنا ده چې پوليس په زبرد ستئ د ښځو احتجاج ختم کړو او مقامی خلقو ته ې د ګرفتارئ دړکې  ورکړې چې هغوی احتجاج ونکړی.

ده ووې چې پوليس د ملک نصير. د رهايئ وعده کوی خو عمل پرې نه کوی ده ووې که د اتوار ورځې پورې ملک نصير .رها نشو نو نور په سختئ سره به احتجاج کوو

پوليس حکامو وايس پښتونخوا ته ووې…

چې مونږ ډېر په عزت احترام زنانو سره د مزاکراتو په عمل کښې بنده لاره پرانستې ده دا مو ورته ووې چې عامو خلقو ته ډېر تکليف دے او د پاکستان څخه افغان کډوال چې وطن ته ځی زنانه ماشومانو ته هم تکليف دے په دغه کډوالو کښې د ګرمئ په وجه د مرګ پورې خطرې شته. د حکامو وېنا ده چې زنانو زمونږ خبره ومنله خو دوه کسان داسې وو چې مظاهرينې زنانه ې ولمسولې پوليس په دغه وجه هغوی باندې دباو واچولو مونږ په چا جسمانی تشدد کړے نه دے نه مو زنانو سره د ملک نصير د رهايئ څه وعده کړې ده ځکه چې دغه مقدمې په عدالتونو کښې دی فېصله به عدالت کوی

ملک نصير هاغه وخت په خلقو کښې نامه وموندله چې د تيراه بې کوره شوو خلقو پنځلس کاله پس واپسئ دپاره ې د دوو مياشتو پورې پرلت ووهو پاک افغان شاهراه ې بنده کړه

د مقامی خلقو لخوا د زنانو تصويرونو اخستو او ويډيو جوړولو باندې پابندی وه پوليس مظاهرينې زنانه په عزت احترام ګاډو کښې خپلو کورونو ته اورسولې.

په تېرو وختونو کښې هم زنانو د ځينو مطالبو دپاره پاک شاهراه بنده کړې ده احتجاج ې کړے دے. په ډېر عزت احترام د زنانو هره غوښتنه اوريدلې شوې ده.

ملک نصير د نورو قبايلی مشرانو سره د علاقې شاه کس د ضلعی پوليس افسر په دفتر کښې په تېر کال 24 دسمبر هغه وخت ګرفتار شوے وو چې هغه پوليس افسر دفتر ته د خبرو اترو دپاره تلے ؤ.

اوسه پورې ملک نصير په اتلسو مقدمو کښې عدالتونو ته پېش شوے دے.اخری پېشی ې يوه اونئ وړاندے په نهمه مئ واقعې کښې درج يو ايف ای آر کښې د پنډئ د انسداد دهشتګردئ په عدالت کښې پېشی شوې وه.هلته نه اټک جېل ته وليږلے شو وکيلانو د ضمانت دپاره درخواستونه کړی دی خو څه پته ې لګېدلې نه ده.

د ملک نصير د رهايئ دپاره د مقامی مشرانو جرګه د څو هفتو راسې مشاورتی عمل کښې مصروفه ده.خو د اتوار پورې د ملک نصير خاندان د وړاندې لائحه عمل دپاره په دويم ځل مهلت غوښتے دے د ملک نصير د رهائ دپاره اوسه پورې ډېر احتجاجونه شوی دی خو رهای ې نه ده شوے.

د ملک نصير هاغه وخت په خلقو کښې نامه وموندله چې د تيراه بې کوره شوو خلقو پنځلس کاله پس د واپسئ دپاره د دوو مياشتو پرلت وو چې پاک افغان شاهراه ې بنده کړې وه. تېر کال د اکتوبر پښتون قومی جرګې په لړ کښې ې هم ښکاره کردار ادا کړے دے.

د پښتون قومی جرګې مرکزی ترجمان حاجی برکت خان اپريدی وايس خېبر پښتونخوا ته وئيلی دی چې  پښتون قومی جرګه د صوبای او مرکزی مشرتابه په رضامندئ سره شوې وه خو د دې باوجود پشتون تحفظ مومنټ د نوموړو مشرانو ملک نصير اپريدی،صمد خان،نجيب مجبور،حقيار محسود، او علی وزير خلاف مقدمې جوړې شوې او هغوی ې ګرفتار کړل.

دا ټولې ګرفتارئ په ځان کښې د مقتدره ادارو هاغه ناخوښه عمليات لری چې هغوی ې د رياست په ضد عوامل ګڼی اوس دا د مقامی خلقو احتجاج شکل نور نور سخت کېدې خو شی خو مقامی انتظاميه په دې لړ کښې د رهايئ څه فېصله نشی کولې ځکه د مظاهرينو وېنا ده چې د بيا بيا يقين دهانئ باوجود د ملک نصير او نورو بنديانو رهای ممکن کيږی نا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!