ليک : مشتاق علي شان فرانس
د افغانستان د ثور سوشلسټي انقلاب او د افغانستان د ډیموکرېټک جمهوریت یو نوموړی انقلابي شخصیت کامریډ جنرل محمد رفیع، تېره ورځ د جرمني په جلاوطنۍ کښې د ۸۲ کلونو په عمر د لنډې ناروغۍ وروسته وفات شو.
دا بېلتون یوازې د یو انسان نه، بلکې د یو پوره دور رخصتېدل دي؛ هغه دور چې نظریه، مبارزه او وطندوستي یو له بل څخه جدا کېدی نشي.
| په1986 کال کښې چې کامريډ ډاکټر نجيب ولسمشر شو،نو جنرل رفيع يو ځل بيا دفاع وزيرانو بيا روستو د افغانستان مرستيال ولسمشر وټاکل شو، ده د ملی پخلاينې تګلارې ټينګ ملاتړ کولو،د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته ې د يو خپلواک او آزاد افغانستان د دفاع په اهميت ټينګار کوو |
کامریډ میجر جنرال محمد رفیع یوازې یو لوړپوړی پوځي نه و، بلکې د مارکس، اینګلز، لینین او سټالین د انقلابي فکر په رڼا کښې روزل شوی یو باخبره، نظریاتي او ولسدوست جنرال و. هغه داسې شخصیت و چې نظامي مهارت، سیاسي بصیرت او د خلکو مینه یې سره یو ځای کړي وو.
میجر جنرال محمد رفیع په 1943 کال کښې د افغانستان د پغمان په یوه تعلیمیافته پښتنې کورنۍ کښې زېږېدلی ؤ لومړنۍ زده کړې یې د کابل په حبیبیه سکول کښې وکړې او بیا ې د پوځي پوهنتون کښې داخله واخسته ،د خپل زهانت او هڅې له امله د جديد عسکری تربيت لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو، چرته چې د مارکسزم ـ لینینزم فکري رڼا یې نظریاتي حدود نور هم پراخ کړل.
ده په 1960 لسیزه کښې پوځي خدماتو پیل کړو او ډېر ژر د نظم وضبط پېشه ورانه صلاحيت، او ولسي شعور له امله وپېژندل شو خو د هغه ریښتینې پېژندنه د ده سوشلسټي نظریاتي تړون ؤ. هغه د ظاهر شاه او سردار داودخان د دربار نه، بلکې د کارګر ولس او د هغوی د هراول ځواک، د افغان خلق ډیموکراتیک ګوند (PDPA)، وفادار و. ده د ګوند د پرچم ډلې سره تړاو درلود او د کامریډ ببرک کارمل او کامریډ ډاکټر نجیبالله له نېږدو ملګرو څخه شمېرل کېده.

په اویامه لسیزه کې هغه د څلورم زرهي لېوا قومندان و. د 1978م د اپرېل پر 27مه د ثور انقلاب پر مهال د هغه تر قوماندئ لاندې قطعاتو د سردار داودخان ماڼۍ محاصره کړه او د هغه واک ته یې پای ورکړ.
د ثور انقلاب وروسته هغه د تعميراتو چارو وزیر وټاکل شو. خو کله چې حفیظالله امین واک تر لاسه کړ او د پرچم ډلې پر ضد یې بریدونه پیل کړل، نو کامریډ رفیع هم له نورو انقلابي ملګرو سره یو ځای د پل چرخي زندان ته واچول شو.
په 1979 کال د شش جدې له پېښې سره چې کامریډ ببرک کارمل واک ته ورسېد، نو د امین له زندان نه خوشی شویو کسانو په منځ کې کامریډ جنرال محمد رفیع هم شامل و.
د کامریډ ببرک کارمل په رهبرۍ کښې له جوړې شوې انقلابي کابینې سره هغه د دفاع وزیر شو، او خپله ټول نظریاتي بصیرت او پوځي تجربه یې د افغانستان د پوځ او هېواد د خدمت لپاره وکاروله.
ده د افغان پوځ د بیا تنظیم، د شوروي اتحاد سره د پوځي اړیکو د پیاوړتیا او پوځ کښې د انقلابي نظم د ټینګښت لپاره تاریخي هلې ځلې وکړې.
| د کامريډ جنرال محمد رفيع مبارزه او ژوند دا حقيقت ثابتوي چې د کارګر اولس نه بغېر هېڅ وطن مکمل نه دی او د نظريې پرته هېڅ انقلاب نه کيږی |


