“ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو يوه نماينده افسانه

ړنده کهاته د افتخار ساحل افسانه ده اول زه غواړم چې ددې افسانې مرکزي خيال وړاندې کړم چې د هغې په اساس تنقيدي جاج په پوهيدو کښې اسانه شي .
“ړنده کهاته” یوه ټولنیزه افسانه ده چې د غربت، مجبورۍ او انساني دردونو تصویر وړاندې کوي. د افسانې مرکزي کرکټر شمشېر دے هغه یو غریب سړے دے چې د سرکاري اوړو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو په اوږد قطار کښې ولاړ دے . شمشېر د اوږدې مودې راهسې انتظار کوي خو قطار نه خوزي . د انتظار په مهال هغه د خپل ژوند، د کور حالاتو او د خپل ناروغ زوي په اړه فکرونه کوي. د هغه ذهن د اندېښنو او سوالونو نه ډک وي. په قطار کښې نور خلک هم ولاړ وي. ځینې سپین ږیري، ځینې مزدوران او ځینې نور بې وزله کسان. هر څوک د خپل ضرورت له امله دلته راغلي وي. د خلکو خبرې، د بازار شور او د قطار ګډوډي د ټولنې د غربت او اقتصادي ستونزو انځور وړاندې کوي.
شمشېر کله ناکله د خپل زوي د ناروغۍ په فکر کښې ډوب شي او زړه ئې له اندېښنې ډک شي. د انتظار، ستړیا او بې وسۍ دا حالت د هغه په ذهن کښې داسې انځور جوړوي لکه د هغه ټول فکرونه هم د قطار په شان سره ولاړ وي. په همدې حالت کښې د انسان د ژوند سختۍ، د غریب انسان مجبورۍ او د ټولنې بې عدالتي څرګندېږي.
په آخره کښې افسانه دا پیغام ورکوي چې غربت یوازې اقتصادي ستونزه نه ده بلکې د انسان د ذهن او احساساتو ژور امتحان هم دے . لیکوال د یو عادي انسان د ورځني ژوند له لارې د ټولنې د غربت او محرومیت ژور حقیقتونه څرګند کړي دي.

ادبي ادراکيات د معاصر ادبي تنقید هغه نظریه ده چې د ادب مطالعه د انسان د ذهن، ادراک او احساس له زاویې کوي. دا مقاله د افسانې “ړنده کهاته” ادراکي تحلیل وړاندې کوي او ورسره ئې د غربت د ادبي بیان له نظره د چارلس ډکنز د افسانوي نړۍ سره مقایسه کوي. څېړنه ښائي چې دا افسانه د لوږې او بې وسۍ د ټولنیز واقعیت تر څنګ د انسان د داخلي شعور ژوره تجربه هم بیانوي.
غربت د نړۍ په ادبیاتو کښې یو اهمه موضوع ده. د لوږې، بې عدالتۍ او ټولنیز ظلم کیسې په مختلفو ادبي روایتونو کښې بیان شوې دي. په پښتو افسانه کښې هم دغه موضوع د ژور انساني احساس سره وړاندې شوې ده.
افسانه “ړنده کهاته” د ټولنیز ژوند هغه منظر وړاندې کوي چې په کښې یو مزدور د سرکاري اوړو د قطار په منځ کښې ولاړ دے خو دا یوازې اقتصادي کیسه نه ده بلکې د انسان د ذهن، اضطراب او داخلي درد کیسه هم ده.

د ادبي ادراکيات نظریاتي بنياد:
ادبي ادراکيات د ادراکي علومو او ادبي تنقید له تعامل نه رامنځته شوې ده.
د ادبي ادراکياتو يو نقاد پيټر سټاکويل (Peter Stockwell) لیکي چې
“Cognitive poetics is the application of cognitive science to literary reading.”
Stockwell, Cognitive Poetics: An Introduction (2002)

ادبي ادراکيات هغه طریقه ده چې د ادراکي علومو نظریات د ادبي متن د لوستلو لپاره کاروي.

د ادراکي تنقید اهم تصورات:
ادبي ادراکيات څو اهم تصورات او مفاهیم لري:
Theory of Mind
Mental Simulation
Cognitive Emotion
Conceptual Metaphor
Embodied Cognition

د Theory of Mind په اړه Lisa Zunshine لیکي چې
“Our engagement with fiction depends on our ability to attribute mental states to fictional characters.”
Zunshine, Why We Read Fiction (2006)
لوستونکي د افسانې د کرکټرونو ذهنی حالتونه درک کوي او له همدې لارے له متن سره اړیکه ټینګوي.

د افسانې ټولنیز پس منظر:
“ړنده کهاته” د غربت، لوږې او ټولنیز نابرابرۍ افسانه ده.
په دې افسانه کښې درې اهم ټولنیز عناصر موجود دي لکه
اقتصادي بحران ، ټولنیز طبقاتی فرق ، د مزدور ژوند اضطراب او د اوړو قطار د ټولنې د اقتصادي حالت یو سمبول ګرځي.

د کرکټر ادراکي تحلیل:
شمشېر د لوږې ذهنی تجربه:
شمشېر یوازې یو کرکټر نه دے بلکې د ټولنیز اضطراب یو نماینده ذهن هم دے. د هغه ذهن د درې دباو تر منځه بند دے لکه د کور غربت ، د کار د نايک وېره او د ماشوم ناروغي
دا درې واړه د انسان د شعور ادراکي دباو جوړوي.

داخلي مونولوګ او ذهني چلند:
افسانه کښې د شمشېر داخلي خبرې د ذهن چلند څرګندوي.
هغه له ځان سره داسې خبرې کوي لکه د نائک په اړه فکر ، د ماشوم د ناروغۍ وېره او د ټولنې د ظلم احساس چې دا د ادراکي تنقید له نظره د Stream of Consciousness مثال دے
.
د لوږې ادراکي استعاره:
افسانه کښې داسې جمله شته
“خلک لکه د ژوندو مړو ولاړ وو”
دا استعاره د لوږې د حالت ادراکي تصویر جوړوي.
د استعارې په اړه جارج لېک اف (George Lakoff) لیکي چې
“Metaphor is pervasive in everyday life, not just in language but in thought.”
Lakoff & Johnson, Metaphors We Live By

استعاره یوازې په ژبه کښې نه بلکې د انسان په فکر کښې هم موجوده ده.

د ټولنیز تضاد ادراکي تحلیل:
افسانه کښې یو اهم تضاد شتون لري لکه غربت او شتمني نتيجه ئي دا ده چې مزدور قطار کښې ولاړ وي ولے خان په موټر کښې اوړه اخلي . دا تضاد د ټولنیز نابرابرۍ ادراکي تصویر جوړوي.

جسماني ادراک:
ادبي ادراکيات وائي چې ذهن او بدن خپلو سره تړلي دي.
افسانه کښې څو جسماني حالتونه بیان شوي دي لکه ستړیا ، د مرۍ وچېدل او د بدن کمزوري کيدل . دا ټول د ذهن د اضطراب فزیکي څرګندونه ده.

د غربت ادبیات او د چارلس ډکنز نړۍ:
په نړیوال ادب کښې د غربت تر ټولو مشهور لیکوال چارلس ډکنز (Charles Dickens) ګڼلې شي. د هغه مشهور اثار
Oliver Twist
Hard Times
David Copperfield
دي چې پکښې د صنعتي انقلاب د غربت تصویرونه وړاندې شوي دي.

د اوليور ټويسټ او “ړنده کهاته” مقایسه:
په اوليور ټويسټ کښې د یتیم ماشوم غربت بيان شوے دے او په ړنده کهاته کښې د مزدور غربت بيان شوے دے . په اوليور ټويسټ کښې صنعتي لندن فضا جوړه ده او دلته د پښتني ټولنې فضا جوړه ده
هلته د يتيم ماشوم لوږه ده او دلته د ټولې کورنۍ لوږه ده چې شمشير ئي نمايندګي کوي . په دواړو کښې لوږه د انساني درد بنياد جوړوي.

د هارډ ټايمز او ړنده کهاته مقایسه:
په هارډ ټايمز کښې د صنعتي ښار مزدوران د اقتصادي نظام قربانیان دي خو په “ړنده کهاته” کښې مزدور د اقتصادي بحران قرباني دے او د ژوند عزت له خطر سره مخ دے .

ادراکي مشابهت:
د دواړو ادبیاتو تر منځه درې اهم ادراکي مشترکات شته لکه
لوږه د انسان ذهن بدلوي، ټولنیز ظلم ذهني اضطراب پیدا کوي. لوستونکی د کرکټر درد تجربه کوي.

د ادبي ادراکيات له نظره “ړنده کهاته” د انسان د ذهن د درد ژور تصویر وړاندې کوي. دا افسانه د لوږې، بې وسۍ او ټولنیز نابرابرۍ هغه ذهني تجربه بیانوي چې لوستونکي یې په خپل شعور کښې احساسوي.
همدارنګه د چارلس ډکنز د غربت ادبیاتو سره مقایسه ښائي چې د غربت درد یو نړیوال ادبي موضوع ده.

ماخذونه
Stockwell, Peter. Cognitive Poetics: An Introduction.
Zunshine, Lisa. Why We Read Fiction.
Lakoff, George & Johnson, Mark. Metaphors We Live By.
Oatley, Keith. Such Stuff as Dreams.
Dickens, Charles. Oliver Twist.
Dickens, Charles. Hard Times.

که دا افسانه د ادبي ادراکيات (Cognitive Literary Theory) له نظره مزيد وڅېړو نو مونږ به وګورو چې متن یوازې د غربت او لوږې کیسه نه ده بلکې د انساني ذهن، احساس او ادراکي تجربې بیان هم دے.

د ادبي ادراکيات بنيادي اصل:
ادبي ادراکيات وائي چې لوستونکي د متن لوستلو په مهال د کرکټر ذهني حالتونه درک کوي. د دې نظریې اهمه څېړونکې ليسه زونشاين (Lisa Zunshine) لیکي چې
“Our engagement with fiction depends on our ability to attribute mental states to fictional characters.”
Lisa Zunshine, Why We Read Fiction, Ohio State University Press, 2006, p. 6.
له افسانې سره زمونږ اړیکه د دې وړتیا پورې تړلې ده چې مونږ د افسانوي کرکټرونو ذهنی حالتونه درک کړو.
لوستونکي د شمشېر ذهن ته داخلېږي او احساس کوي چې
هغه لوږه تجربه کوي ، د ماشوم ناروغي ئې ذهن ته زور ورکوي
او د کار د نايک وېره لري
نو متن د لوستونکي په ذهن کښې ذهني تجربه جوړوي.

ذهني تمثيل (Mental Simulation)
ادبي ادراکيات وائي چې افسانه د ژوند ذهني تمثیل جوړوي.
د ادبي ادراکياتو يو نقاد کيتھ اوټلي (Keith Oatley) لیکي چې
“Fiction is a simulation of social experience.”
Keith Oatley, Such Stuff as Dreams, Wiley-Blackwell, 2011.
افسانه د ټولنیزې تجربې یو ډول ذهني تمثیل دے .
لوستونکي داسې احساس کوي لکه چې دوي هم د اوړو په قطار کښې ولاړ وي. د لوږې اضطراب تجربه کوي او د بې وسۍ احساس کوي . یعنې افسانه د لوږې ټولنیزه تجربه ذهن ته انتقالوي.
ادراکي احساسات (Cognitive Emotions)
ادبي ادراکيات وائي چې متن د لوستونکي احساسات فعالوي.
د ادبي ادراکياتو يو نقاد پيټر سټاکويل (Peter Stockwell) لیکي چې
“Readers construct mental representations of the fictional world.”
Peter Stockwell, Cognitive Poetics: An Introduction, Routledge, 2002.
لوستونکي د افسانې نړۍ په خپل ذهن کښې جوړوي.
لوستونکی ذهن کښې تصور کوي لکه د سرکاري اوړو قطار ، د خلکو بېوسي او د شمشېر د زړه اضطراب دا ټول ادراکي احساسات رامنځته کوي.

ادراکي استعاره (Cognitive Metaphor)
په افسانه کښې څو داسې تصویرونه دي چې د ادراکي استعارې مثالونه ګرځي لکه
“قطار کښې خلک لکه د ژوندو مړو ولاړ وو”
دا جمله د لوږې حالت داسې بیانوي لکه خلک چې ژوندی جسدونه وي.
د استعارې په اړه جارج لېک اف (George Lakoff) لیکي چې
“Metaphor is pervasive in everyday life, not just in language but in thought.”
George Lakoff & Mark Johnson, Metaphors We Live By, 1980.
استعاره یوازې په ژبه کښې نه بلکې د انسان په فکر کښې هم ژوره موجوده ده.

ادراکي تضاد (Cognitive Contrast)
افسانه کښې یو اهم ادراکي تضاد هم موجود دے لکه
شمشېر د اوړو قطار کښې ولاړ وي ولے خان په موټر کښې پيسې وشمېري او اوړه واخلي‌
دا تضاد لوستونکي ذهن کښې ټولنیز نابرابري روښانه کوي.

داخلي مکالمه (internal Monologue)
ادبي ادراکيات کښې داخلي مونولوګ ډېر اهميت لري لکه
شمشېر څو ځایه ځان سره خبرې کوي . . . د زوي د ناروغۍ فکر ، د نائک وېره د ټولنې بې عدالتي چې د ذهن داخلي چلند (stream of consciousness) ښائي.

جسماني ادراک (Embodied Cognition)
ادبي ادراکيات وائي ذهن او بدن دواړه خپلو سره تړلي دي.
افسانه کښې څو جسماني حالتونه دي لکه د شمشېر مرۍ وچېدل ، ستړیا او لوږه دا جسماني حالتونه د ذهن احساسات زیاتوي.

د افسانې ادراکي پیغام:
که دا افسانه د ادراکيات له نظره وګورو نو درې اهم پیغامونه لري لکه
لوږه یوازې اقتصادي مسئله نه ده بلکې ذهني درد هم دے .
ټولنیز ظلم د انسان په ذهن کښې اضطراب او سپکاوے پیدا کوي.
لوستونکي د افسانې له لارې د بې وزله انسان ذهني تجربه کوي.
د ادبي ادراکيات له مخې دا افسانه د ذهن داخلي چلند بیانوي . د لوستونکي احساسات فعالوي . د ټولنیز نابرابرۍ ذهني تجربه جوړوي
نو “ړنده کهاته” یوازې د غربت افسانه نه ده بلکې د انساني شعور او ادراکي درد افسانه هم ده.
.
د افسانې “ړنده کهاته” ادراکي سپړدنه
ذهنی فضاګانې (Mental Spaces)
د ادبي ادراکياتو يو مشهور نقاد ګايلز فوکونئير (Gilles Fauconnier) وائي چې ذهني فضاګانې هغه ورکوټي مفهومي چوکاټونه دي چې انسان د فکر او خبرو په مهال جوړوي. په افسانه کښې شمشېر د اوړو د قطار په انتظار کښې خپلې مختلفې فکري فضاګانې جوړوي لکه
د خپل د زوي ناروغۍ فضا دلته احساس د پلار او ماشوم د اړیکې وړاندې شوي دي .
د نائک د یاد فضا چرته چې د خپل زوي د خوندیتوب لپاره اندېښنه وړاندې کيږي .
د بازار خواؤشا چاپیرچل فضا لکه خلک، ګاډي، شور وغيره يوه ښکلي فضا جوړوي .
د ادبي ادراکيانو د نظريي په بنياد دا مختلفې ذهني فضاګانې د شمشېر د رواني حالت، ټولنیز تعامل او احساساتي دباو څرګندوي. د لوستونکي ذهن په دې سره د شمشېر داخلي نړۍ تجربه کوي.
د ذهن نظریه (Theory of Mind)
د ادبي ادراکياتو يو مشهور نقاد ليسه زونشاين وائي چې د افسانې لوستل د نورو ذهنونو د درک مشق ورکوي.
په افسانه کښې شمشېر په قطار کښې نورو خلکو ته ګوري، د دوي حالتونه تشریح کوي لکه سپين ګیري، توربخن سړے، نوې شنه ټوډي لرونکے کس وغيره . لوستونکي د دې له لارې د مختلفو ذهنونو افکار او احساسات درک کوي د خلکو ناخوشالي، عاجزي او بې وزلي.
دا د لوستونکي د Theory of Mind تمرین کوي، ځکه هغه د شمشېر او نورو شخصیتونو ذهني حالتونه په همزمانه توګه درک کوي.

احساسات او ادبي ادراک:
د ادبي ادراکياتو يو مشهور نقاد پيټرک هوګن وائي چې احساس د کیسې د جوړښت مرکزي عنصر دے . په افسانه کښې د شمشېر اندېښنه د خپل زوي د ناروغۍ لپاره، د اوږدې انتظار خستګي او د نورو خلکو حالتونه د احساساتو مرکزي محور جوړوي. لوستونکی په خپل ذهن کښې دا احساسات شریک کوي او د همدردۍ تجربه کوي.
د دې احساساتو د بیان له لارې، افسانه د لوستونکي د ادراکي او عاطفي مرحلې فعال کوي کوم چې د ادبي ادراکياتو شعريات (Cognitive Poetics) اساسي هدف دے.

استعاره :
جارج لېک اف او مارک جونسن وائي چې استعاره یوازې د ژبې مسئله نه ده بلکې د فکر یوه وسیله هم ده. په افسانه کښې
“هغه لکه د مېخ غوندې په خپل ځاے کلک ولاړ وۀ” د شمشېر ثابت قدمۍ استعاري بیان دے .
“د هغۀ ټول خيالونه، سوالونه، او سوچونه د هغۀ په ذهن کښې داسې قطار در قطار ولاړ وو، لکه د سرکاري اوړو د حصول په ټېل نا ټېل کښې دا قطار” د ذهن د افکارو استعاري دي .
دا استعاري ترکیب د لوستونکي لپاره د ذهن د پیچلتیا او د حالاتونو د تراکم په فهم کښې مرسته کوي.

کیسه ییز تخیل (Narrative Imagination)

مارک ټرنر وائي چې Narrative imagining د فکر اساسي وسیله ده. په افسانه کښې د شمشېر د رواني فعالیتونو، د زوي ناروغۍ، او د قطار پېښو کیسه لوستونکي د خپل ذهن په تخیلي نړۍ کښې داخلوي. لوستونکي د واقعیت او ذهن ترمنځ اړیکه په افسانه کښې تجربه کوي.
دا د Narrative Imagination واضح مثال دے ځکه لوستونکي د شمشېر دننني نړۍ تجربه کوي، د احساسات او افکار یې درک کوي او د متن سره فکري تعامل لري.

ادراکي تجربه او ټولنیز شعور:
د ادبي ادراکياتو يو مشهور نقاد کيتھ اوټلي وائي چې افسانه د ټولنیز تجربې ذهني تقلید دے .
په افسانه کښې لوستونکي د شمشېر د اضطراب، عاجزۍ او د نورو شخصیتونو د ټولنیز تعامل تجربه کوي. د لوستونکي په ذهن کښې د ټولنیز شعور فعاله برخه کار کوي د بې وزلو، عاجزو او مصيبت زده حالتونه درک کوي. دا د ادراکي تجربو یوه پیاوړې مثال دے ځکه افسانه د انساني تعامل او ټولنیزو حالتونو احساس ژوندي کوي.
د افسانې “ړنده کهاته” ادراکي سپړدنه دا ښائي چې افسانه د ذهني فضاګانو، احساساتو، او فکرونو یوه ژوره شبکه وړاندې کوي.
لوستونکی د Theory of Mind او Narrative Imagination له لارې د ټولو شخصیتونو رواني حالتونه درک کوي. استعاري ژبه د ذهن د عملونو فهم اسانه کوي. افسانه د اجتماعي او شخصي تجربو د ادراکي مرحلو مشق وړاندې کوي.
په ساده ډول “ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو یوه نمونه ده چې څنګه ادبي متن د لوستونکي ذهن فعالوي، احساسات او ټولنیز شعور ته تقویت ورکوي او د ادراکي مرحلو فهم ته وده ورکوي.
لنډه دا چې “ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو د نظريي په اساس يوه نماينده افسانه ده .

One thought on ““ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو يوه نماينده افسانه

  1. د فن کار خلک متاثره کول او د تنقيد وظيفه خلک پويول دي. زۀ دا خو منم چې ترکومه د پوهولو کار دے نو هغې کښې تا خپل ايمان په نره ښودلے دے. خو چې خپل فن ته ګورم نو اوس هم داسې محسوسوم لکه چې زما ګډو وډو کرښو ته چا د خدای نېک بنده هسې دا اعزاز بخښلے وي چې ګني په دې کښې پوره د ادراکياتو تنقيدي نظريه پټه ده يا دغه نظريه په دې منطبق کېدے هم شي.

    زما په دې افسانه ړنده کهاته باندې د دې نه وړاندې فاروق ځيګر رور مې هم د خپل فکر و نظر زور آزمائېلے وۀ، چې لوستونکو ورته په درنه سترګه کتلي وو. خو د هغه ليک په مقابله کښې ماته د ګل اکبر خان په دې ليک باندې په رايه ورکولو کښې دا مشکل دے چې د ادراکياتو د تنقيد يا د دې تېورۍ نوم هم ما په وړومبي ځل د کل اکبر خان رور د خلې نه واورېدو. نو په داسې حال کښې چې يو خوا زما د مطالعې لاسونه تش دي نو بل خوا راته دا خطره هم پېښه ده که ګوذار مې په نخښه ورغے نو يا بسم الله…. خو که د توت په ځاے مې بکياڼه کړه او يا مې د خر په ځای کولال وداغلو نو دا به ښۀ نه وي.
    بحرحال زه د ګل اکبر خان د دې موجوده تنقيد يو خو په دې هم شکرګزار يم چې په پښتو کښې ئې ورله زما په افسانه ستر مات کړو او بل خوا په دې هم مطمين يم چې دا يو داسې وخت دے چې هر سړے د چېټ جي پي ټي له برکته نقاد، دانشور او عالم دے خو زما رور ګل اکبر خان د سر وينې خپو له او د خپو سرله بوځي خو خپل عالمانه او تنقيدي فرايض ښۀ په نره پوره کوي.

    زما په خيال دا ډېره د خوشبختۍ خبره ده چې که مونږ هم په يو کټ پوزي خپل تخليق لرو نو ورسره تنقيد هم لرو.

    د ليکوال په خصوصي توګه مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!