ځان خوړونکی اژدها

په لرغوني مصري ,مغربي او یوناني افسانوي کردارونو کښې یو کردار “اوروبوروس” دې- په زاړه مصري ژبه کښې به ورته “ سد – ام – را “ ویل کیده چې معنی یې “ په خوله کې لکۍ “ ده
اوروبوروس یو داسې زورور اژدها وي چې د ژوند، ځواک، شتمنۍ او د قوت سمبول وي- څوک یې هم د زور مخه نه ويني خو د هغه یوه ستونزه وي او هغه د چې هغه  خپله لکۍ پخپله خوري- د دې  اژدها په فکر خپله لکۍ خوړل د زرغونتیا او شتمنۍ یو پیاوړې عمل وي او هم په دې فکر د لکۍ د طرف نه رورو خپل ځان خوري او مړ شي- خپل زور او طاقت  یې هم  د ورکیدو   نه ونه ژغوري- ځکه چې د هغې د وجود خپل  اندامونه د یو بل په ضد کار کوي

داسې په ایراني کلتور کښې هم “ضحاک” ، “ژهاک” یا “ اژدهاکه” د یو ځواکمن شهزاده یو افسانوي کردار دې- د شهزاده ځوان وي، ښکلې وي او ډیر زورور وي – هغه د خپل بادشاه پلار د تخت وارث وي – شهزاده که  پخپل شخصیت کښې ډیرې ځانګړتیاوې لري خو یو کمې هم لري او هغه دا چې دې په خوږو خبرو کښې زر ښکیل کیږي او په اسانه دوکه کیږي – د هغه واګې بیا د شیطان په لاس کښې وي – هغه د شیطان په خبرو کښې راشي او خپل پلار ووژني – هغه فکر کوي چې د خزانې مالک به وي – د خپل واک اختیار خاوند به وي او په ملک به په ارام حکومت کوي – خو د پلار په وژنه د هغې د لاسونو نه ماران جوړ شې – د شهزاده نه یو داسې رټلې شخصیت جوړ شي چې د اوږو نه یې ماران راپورته کیږي- دې د یو ظالم او وحشتناک شخصیت په توګه پیژندل کیږي او خلک ترې کرکه کوي-هغه خپل پلار هم بایلي ، خپل وجود او خپل شناخت هم بایلي او حکومت هم ترې پاتې شي – خلک ترې ډیر تنګ
شي او په اخر کښې یې  فریدون ژوندې په څرمن کښې وګنډي او ژوندې یې په یو غار کښې بند کړي

کله کله فکر کوم چې د پښتنو ښې او مثبت ځانګړتیاوې ډیرې دي او منفې کیفیتونه یې لږ دي خو بیا
یې هم وروستۍ پایله په ګټه نه بلکې په تاوان راځي-  د پښتانو هنرونه ډیر دي او عیبونه یې کم دي خو بیا هم بې وسه دي – پښتانه د وړو وړو انفرادي ګټو په لټون کښې لوي لوي فرصتونه له لاسه ورکوي- او د یو عام پښتون ژوند د هرې ورځې په تیریدو نور ګرانیږي بلکې پښتانه د غلامۍ ژرندې ته د دل کیدو د پاره لکه د دانې رو رو  ور روان دي-  په دې بربادۍ کښې د پردو سره سم یو شمیر خپل خلک هم ملګري دي – او لکه د ځان خوړونکی اژدها په څیر خپل ځان پخپله خوري

انګریزانو به چې په کوم هیواد د قبضې کولو اراده وکړه نو دوه کارونه به یې کول

اولنې کار – د هغه وطن مخاوریز خلق به یې ځان سره په زور یا په رضا ملګري کړل- نوابان ، چوهدریان، وډیره ، سردار ، مهتر ، ملا، خان ، ملک ، تجار ، سیاستدان او داسې نور – هغوې ته به یې د خدمت به بدل کښې مراعات او واکمني ورکوله- او هغوې به ځان معتبر ګڼلو – د انکار په صورت کښې به مالي زیانونه ، زندانونه او جسماني  سزاګانې ورکولې -او انګریز به د ځمکې یوازينې واکمن وو

دویم کار – هغوې به د قبضې د پاره یو اخلاقي جواز لټولو- د ترقۍ او د فلاح و بهبود په نوم به یې په خلقو راج کولو- هندوستان د انګریز د راتګ نه مخکښې هم یو ډیر مالدار ملک وو خو د قبضه کولو جواز دا وو چې دلته ترقي نشته- سړک ، ریل او نهرونه خو یې جوړ کړل خو د هندوستان انساني او مادي دولت یې د پښو لاندې کړو- د افریقې نه یې خلک د روزګار په جواز بوتلل او بیا یې غلامان کړل او د افریقې د سروزرو  په کانونو یې قبضه وکړه

نن سبا د پښتنو په خاوره هم څه داسې کاروبار روان دې- مخاوریز خللک هم د اغیارو هم غزي دي- میډیا هم خلکو ته د حالاتو د عکس یو اړخ ښایې او بل پټوي

په داسې حالاتو کښې یو عام وګړي ته ډیره ګرانه شي چي غل او مل وپیژني او د خپل حق تپوس وکړي  او نوره هم ګرانه هله شي کله چی د کور خلک د اغیارو په ډله شي – او د هغوې بیانیه ورته ریښتونې دلیل ښکاري- د پردو په خبرو کښې ښکیل شي – کله چې د قام پوهان خرڅ شي او شپه ورځ  د اغیارو قصیدې واي – کله هم چې د وجود اندامونه د یو بل په ضد کار کوي نو وجود نه پاتی کېږي- خداې پاک دې د پښتون وجود سلامت لري

که څه هم امکانات د پښتنو په حق کښې نه دي خو بیا هم دوی په خپلو لوړو حوصلو دې مخالفو امکاناتو ته ماتې ورکولې شي- د پښتانو نیکونو د “ اتفاق” نسخه ورته تجویز کړې دا د پښتنو مذهبې او سیاسې ګونودونه دې خبر وي چې وخت ډیر لږ دې او قامي ستونزې ډیرې زیاتې دي


error: Content is protected !!