پېشمرګه، بې وطنه کرد او ګنګس پښتانه

دریمه برخه

دا “ ناموس ” ټکي معنی او مفهوم په پښتو او کوردي دواړو ژبو کښې یو دې – ناموس هغه اخلاقي فرض ته واي چې د قام یو فرد د خپلې کورنۍ او د خپل قام د درانوي ، وقار او د عزت د ژغورنې پابند کوي – په خپل قوم ننګ کولو ته میړانه واي او “ میړني “ ټکې په پښتو او کوردي ژبه کښې یوه معنی لري-

لکه څنکه چې په پښتنو خپل ننګ او ناموس ګران وي  داسې کرد هم د خپل ناموس خیال ساتي – غیرت ، قدر ، خیال او فکر  د کوردي ژبې او دپښتو شریک ټکي دي  چې د فارسۍ ژبې نه یې پور اخستي دي –

د حیرانتیا خبره دا ده چې د داوړو قومونو خلک  ډیر په ګرانه په یوه خبره یا مسله متفق کیږي خو د روایاتو په ساتنه کښې د دواړو قومونو د خلکو یو غیر ارادي اتفاق وې – کرد او پښتانه د خپل قام د وګړي دروندوالې او سپکوالې د دود دستور په تله تلي – پښتانه هر هغه کس ته د درانوي په سترګه ګوري او دروند او “نر” یې بولي څوک چې د روایاتو پالنه کوي هغه یې که دښمن ولې نه وي – او  هر هغه کس چې روایات ماتوي ، ته په سپک نظر ګوري او سپک یې بولي هغه یې که خپل زوی ولې نه وي – مطلب دا چې  پښتانه  هغه کس ریښتونې پښتون شماري  چې څوک پښتونولي پالي –

په پښتو ژبه کښې “ نر ” ټکې د نارینه او د تکړه بهادر دواړو د پاره استعمالیږي – د “نر” ټکې پښتو ژبې د اویستا ژبې نه اخیستې دې – په اویستا ژبه کښې “نر” بهادر او جنګیالي ته واي- مختصر تفصیل یې دا دې چې د زرتشتي اویستا ټولنه په دریو ډلو کښې ویشلې وه – اذر وان ( اتروان، مذهبي ملایان ، یا مذهبي ډله ) ، شپانه ( څاروي څرونکي ، کر کرونده ګر )  او نر ( جنګیالي  او دفاع کونکي) درې ډلې وې-

دا خبره د فکر وړ ده چې د “ نر” ( جنګیالي بهادر ) ټکې چې د پښتنو سره خپل یو نر (نارینه ) ټکې هم شته څومره د پخوانئ زمانې نه امانت  تر دې وخت پورې رارسیدلی دے او ژوندے دے – دا د مشرانو د متلونو برکت دے – د پښتنو نه چې د وخت په اوږده  مزل کښې یو پور اخستې شوې ټکې نه دې ورک شوې  نو د روایاتو یو بشپړ نظام چې “ پښتو او  پښتونولي  “ ورته ویلې کیږي،  څنګه ورکیدې شي –

د پښتونولۍ ډیرې پوهې او دودونه د پلار نیکه نه نوي نسل ته د خبر اترو او د متلونو  د لارې انتقال شوي دي-

د پښتو او د کوردۍ ژبو ډیر دودونه د متلونو په لاره مونږ ته راسیدلي دي – 

د دې متلونه د لارې مشرانو د نوي نسل ذهن سازي او کردار سازي کړې ده  او نوي نسل ته یې  د ښهٔ او  بد معیارونه مقرر کړی  دې  –

دا متلونه د کردو او د پښتنو د ټولنېیز ژوند یوه هنداره ده چې د دوی د عقلي سفر ارتقا او د کلتوري تکمیل تفصیل بیانوي – د پښتنو او د کردو رواجونه او دودونه دومره زورور دي چې ډیرې فیصلې اوس هم د رواج په نرخ دستور کیږي-  ویلې کیږي چې د پښتو رواج د پښتنو مزاج دے – د کردو او د پښتنو په مزاج کښې دخپل دود دستور کلتوري رنګ ډیر صفا ښکاري-د کردو په متلونو کښې د پښتو د متلونو په شان د نسلونو تجربې ،   درانې تللې ویناوې ، تلپاتې حکمت او د عقل او پوهې اوږدې قیصې په لنډو ټکو کښې بیان شوی دي- متل د یوهٔ قوم د ټولنیز ژوند د هر اړخیزو تجربو حاصل وي چې راتلونکو نسلونو ته د روزنې او د زده کړې لارې سموي –

د کردو او د پښتنو ډیر متلونه یو شان دي – دا  یو بل ثبوت دی چې دواړو قومونو د وخت په زانګو کښې ډیرې خوږې او ترخې  پیښې یو شان احساس کړي دي ، د ډیرو ستونزو نه یې یو شان  زدکړې کړې دي او بیا یې نوي نسل ته د متل د لارې د شخړو د حل د پاره  یو شان نسخې ښودلې دي –

په دواړو ژبو کښې ځینې متلونه د تیرو وختونو او د سختو یو شان انځور وړاندې کوي ځکه خو بیخي یو شان دي- د لاندیني شل متلونه په دواړو ژبو  کښې کټ مټ یو دي –

۱-  کانړې چې په ځای پروت وي دروند وي –
۲ –  چې څه کرې هغه به ریبې –
۳ –  پړک د یو لاس نه نهٔ خیژي –
۴-  په ورخ تیرې اوبه بیرته نهٔ راګرزي –
۵ – وروري خوري به کوو حساب تر مینځه-
۶-  لورې وایم تا ته ، اينګورې اؤره یې ته –
۷ –  ړوند څه غواړې ؟ دوه سترګې –
۹ –  مړي په ویر نهٔ ژوندي کیږي –
۱۰ –  دومره پښې اوږده وه چې څومره دې څادر وي-
۱۱ –  انګور تراوه دي –
۱۲ – مژک ( منږک ) په سوړه نه شو ننوتې په لکۍ  پورې یې چج هم وتړو-
۱۳ – لا سیند راغلې نه دې بډې یې ورته وړومبې وهلې دي-
۱۴ – په زمکه سیورې نهٔ لري او په اسمان ستورې-
۱۵ – د میږي چې اجل راشي وزر یې وه شي –
۱۶ – غر په غرهٔ نه ورځي خو سړې په سړي ورځي –
۱۷ –  سمندر د سپي په خوله نه جوټه کیږي –
۱۹ – مار خوړلې د پړي نه یریږي –
۲۰ – سپي غپیږي – کاروان تیریږي

د کوردئ ژبې متل “  ستړي لاسونه ، مړه (ډکه) خیټه “ او د پښتو متل “ چې خړ نهٔ شې غوړ به نهٔ شې” یو پیغام لري –

داسې په خبرو اترو کښې  دځینې  ټکو ، کلمو او اصطلاحاتو استعمال هم یو شان دې – لکه “ اوس د لیندې نه غشې وتې دې” یا “ د زړهٔ نه زړهٔ ته لار وي “ یا “ د نوک ځای بیا د څوک ځای “ یا  “د ولې (ویالی یا لخښي ) دواړه غاړې خوړل “  یا “ د وچو سره لمدهٔ هم سوځي “ یا “ سر د پاسه سر شته” –

کرد واي “ چې د یارانو سره مړ شې لکه نه مړ  “ او پښتانه واي “ چې د ټولو سره مړ شې لکه نه مړ “ د یو ټکي به بدلون متل یو دې-

په پښتو کښې متل دې چې “ جنګ سوړ شو موذئ تود شو “  او په کوردۍ کښې متل دې “ چې جنګ سوړ شو خو نرې هغسې په لښته پسې ګرزي “ یا  “ چی څه په زړه هغه په خله “ او داسې نور بې شمیره اصطلاحات یو شان دي-  

ځینې متلونه په فارسي ژبه او ترکي ژبه کښې هم د پښتو او د کوردۍ ژبې پشان دي – مطلب دا چې پښتنو د نورو قومونو سره ګډ  یو ځای ژوند او د کلتوري تکمیل سفر کړی دی –

نور بیا


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!