یا مست یا لیونی یم یا مې نهٔ زده کار د مینې ښکاره ښکاره ویل کړم د رازونو سارق نهٔ یم
دویم دلیل یې دا دې چې بابا طاهر یو درویش ، ملنګ او مجذوب و – د حقیقي ژوند په فکر کښې یې د دنیا عارضي ژوند او ځان ته پام نه وو – د بهرنئ ظاهري دنیا په ځای به په داخلي باطني دنیا کښې ورک وو-
بابا طاهر یو صوفي شاعر او د یارساني مذهب پیر وو – یارساني خلک چې ځان ته اهل حق واي د کردستان ځايي اوسیدونکي کرد خلک دي-
د بابا طاهر د زیږون او د مړینې دقیقه نیټه معلومه نه ده خو ویل کیږي چې هغه په کال 999 کښې په همدان ایران کښې زیږیدلې و او په کال 1065 کښې مړ شوې و –
کله چې په ایران کښې د سلجوق سلطنت سلطان طغرل بیګ بادشاه وو په هغه وخت کښې بابا طاهر په همدان کښې ژوند کولو – ویلې کیږې چې طغرل بیګ ورغلې وو او د دهٔ لاس یې ښکل کړي وو او دعا یې ترې نه غوښتې وه-
بابا طاهر د کوردۍ ژبې لومړې شاعر دې چې د کوردۍ ژبې په “ لوري یا لري “ او “ سوراني “ لهجه کښې یې بیتونه او رباعیات لیکلي دي –
عبدالله جعفر رودکی ( 858 – 941 ) په فارس ژبه کښې د رباعۍ موجد شمارلې کیږي – رباعي په څلورو مصرو مشتمله وي – په عربي کښې ورته رباعي او په فارسۍ کښې ورته دو بیتي واي- بابا طاهر د دوبیتۍ استاد ګڼلې کیږي-
شیخ احمد بوهتاني علی حریري د کوردۍ ژبې د کرمانجي لهجې اولنې شاعر شمارلې کيږي – علي حریري یو صوفي او د دیوان خاوند شاعر وو – علی حریري د کرمانحي لهجې اولنې نثرنګار او د د کلاسیکي صوفي ادب باني هم شمارلې کيږي – د حریري د ژوند ابتداي حالات معلوم نه دي او نهٔ یې د زیږون او د مرګ دقیقه نیټه معلومه ده – ویل کیږي چې هغه د کال 1009 نه تر کال 1079 پورې ژوند کړې دې-
علي حریري د خپلې صوفیانه شاعرۍ ، د کردستان د خلکو او د وطن سره د مینې په وجه د کردو په زړونو کښې ژوندے دے – کرد خلک د علي حریري مزار یو مقدس مقام ګڼي او زیارت له ورځي د محمد عبدالقاسم ( 1356 – 1431 ) “ ملا پریشان “ دیوان “ پریشان نامه “ د کوردۍ ژبې د ګوراني لهجې د ټولو نه زوړ کتاب شمیرلې کیږي ملا پریشان فارسي ، عربي او ترکي ژبه ویلې شوه ځکه د هغه په شاعرۍ کښې د فارسي او د عربي ټکي هم موجود دي- د ملا پریشان قلمي نسخه خوندي کړې شوې ده –
دا بابا طاهر د فارسۍ کلام ډیر مشهور دې او تر نن ورځې پورې یې خلک د ستار او شپیلۍ سره په ترنم کښې واي – د عقیدت د پاره د بابا طاهر د مزار زیات له اوس هم خلک ورځي د پال سمتھ په کتاب “ د صوفیانه شاعرۍ څلور باباګان “ کښې لومړنې بابا – بابا طاهر دې –
دویم بابا – بابا افضل دې – بابا افضل الدین مرقي کاشاني د فارسۍ ژبې ډیر ستر صوفي شاعر او فلسفي وو چې په کال 1186 کښې په کاشان اصفهان ایران کښې زیږیدلې وو او په کال 1256 کښې مړ شو – د بابا افضل مزار له هم خلک تر نن ورځې پورې زیارت له ورځي دریم بابا – بابا فرید دې – بابا فرید الدین ګنج شکر د پنجابۍ ژبې اولنې شاعر شمارلې کیږي-
د پښتو او د کودرۍ ژبې د پخوانیو شاعرانو په کلام کښې د تصوف رنګونه او دروحانیت انداز یو شان دي – د ظاهر او باطن ،مجاز او حقیقت ، عرفان او وجدان ، فنا او بقا د تصور وضاحتونه کم زیات یو شان بیان شوي دي –
د تصوف تصور د اسلام نه مخکښې هم په میییوپوټیمیا او د فارس په نورو مذهبو نو کښې موجود وو- ځینې صوفي مفکرین تصوف خالص د فارس میراث کڼي – دوي واي چې د ظاهر او د باطن د پاکۍ تصور د زرتشتي مذهب د مفکورې “ ښه فکر ، ښه ګفتار او ښه کردار” نه راوتې دې – دویمه دا چې د ښه او بد تر مینځ ابدي مبارزه هم د زرتشتي مذهب یو فکر دې- د ځان د ننه په ذهن کښې د مختلفو فکرونو جګړه او د نفس سره جنګ د هغې تصور یو عکس دې-
دریم دا چې د زرتشتي مذهب په منونکو کښې درویشان ملنګان هم وو چې دریګو او دریوش به یې ورته ویل – درګو په زرتشتي اصلاح کښې د معرفت طالب ته واي چې په پښتو او کوردۍ ژبه کښې ورته مرید واي – پیر په زرتشتي مذهب کښې مقدس ځای، پاک زیارت او د لوی مرتبې مقام ته واي – په فارسي کښې پیر مشر سړي او روحاني استاد ته واي-
ځینې محققین د افلاطون د امثال نظریهٔ او د حسن محض نظریهٔ د عجمي تصوف بنیاد ګڼي –
افلاطون به ویل چې یوه ظاهري مادي نیمګړی او بدلیدونکې دنیا ده چې کومه مونږ ته ښکاري او مونږ یې په حواسو احساس کولې شو- او یوه هغه پټه دنیا ده چې په سترګو نه ښکاري او هغې ته صرف د علم او وجدان د لارې رسیدل کیدې شي- مثال یې د ښکلا او د ښکلي دې – ښکلا د انسان په درون کښې یو نهٔ ختمیدونکې ابدي احساس دې او ښکلې یو بدلیدونکې او فاني وجود دې –