پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

پنځلسمه برخه :

د پښتنو او د کردو د خپل وطن نه نورو هیوادونو ته د کډوالۍ او د مهاجرت د تاریخ تر مینځ یو عجیبه مماثلت دې – د تیرو دولسو سوو کلونو تاریخي پیښې دا مماثلت نور هم واضح کړي –

د لسمې او د یوولسمې پیړۍ  سلطنتونو  دوی د بهرنۍ نړۍ سره اشنا کړل -د لویو سلطنتونو بادشاهانو د دوی د مټو او د اوږو په زور خونړۍ جګړې وګټلې – دلویو سلطنتونو د جوړیدلو برخه وو – د لویو سلطنتونو عروج او زوال یې ولیدو او ورسره یې پخپله هم د خپلو کاروانونو او بهیرونو  د نیستئ نه هستتئ ته او بیا د هستئ نه نیستي ته د ارتقاي سفر مشاهده وکړه – هغه وخت یې هم ولیدو چې په پردي لښکر کښې به د اجرت پوځيان وو او بیا یې هغه وخت هم ولیدو چې د خپل وطن نه لرې په بل هیواد کښې د بادشاهۍ په تخت مسندنشین وو –

پښتانه  غلجۍ ، لودهی او سوري بادشاهان د هند په تخت او کرد ایوبي کورنۍ  د مصر او د شام په تخت ناست وو  –

اوس دواړه قومونه یو ځل بیا په پردیو جنګونو کښې بوخت دي – کرد د بې وطنۍ سره مخامخ دي او پښتانه د خپلې خاورې کړکیچنو حالاتو کنګس کړي دي –

 کردو او پښتنو دواړو د خپلې مورني خاورې نه لرې بهرنۍ نړۍ  په مختلفو لښکرو او د سلطنتونو په پوځ کښې د ګډون د لارې لیدلې ده –

غزنونیان افغانستان خراسان ته د بهر نه راغلي وو او سلجوق ایران ، عراق او ترکیه ته د بهر نه راغلي وو –

پښتانه د افغانستان خراسان په خاوره او کرد د ایران په لویدیځ ، د عراق په شمال او اناتولیه په ختیځ کښې په غریزو سیمو کښې د اول نه موجود وو  او د دې خاورې ځای خلک وو-

لکه څنګه چې غزنونیانو ته د ځای خلکو پښتنو مرسته پکار وه داسې سلجوقیانو ته د ځای خلکو کردو مرسته پکار وه –

د غزنویانو په کامیابي کښې د پښتانو ونډه زیاته ده ځکه چې پښتانه د سبکتګین د پوځ برخه وو –

د سبکتیګین او د هندوشاهۍ تر مینځ درې لوې جګړې سبکتګین د پښتنو په کمک ګټلې دي –

۱- د کال 977 د چرخ جګړه

۲ – د کال 987 د غوزک جګړه

۳ – د کال 991 د لغمان جګړه

مختصر تاریخ یې څه داسې دې –

په لسمه پیړۍ کښې دکال 977 نه تر کال 997 پورې شل کاله سبکتګین د غزني امیر و – سبکتګین د محمود غزنوي پلار وو – سبکتګین یو ترک غلام وو چې د خپل خسر الپ تګین په سرپرستئ کښې یې عسکري روزنه وشوه او په پوځ کښې د ترک غلامانو پوځیانو مشر شو –

د سبکتګین یوه ښځه د الپ تګین لور وه او د اسماعیل مور وه – د سبکتګین دویمه ښځه چې د محمود غزنوي مور وه د غزني د یوې شتمنې اشرافیه کورنۍ نه وه او د دې سیمې ځای ازاده ښځه وه  –

الپ تګین پخپله هم یو ترک غلام وو او د سامانیانو په دربار کښې لوی شوی و –  د سامانیانو په پوځ کښې د خراسان قوماندان و او بیا د خراسان والي شو – کله چې سامانیانو د خراسان د والي د دفتر نه معزول کړو نو بغاوت یې وکړو  – د سامانیانو حکومت یې پریښودو او د خپل پوځي لښکر سره یې کابل طرف ته مخه کړه -د هندو شاهۍ  بادشاه کابل شاه نه یې کابل او بامیان ونیو او په کال 963 کښې یې د لاوک کورنۍ نه غزني ونیو – الپ تګین د غزني امیر شو خو څو میاشتې وروستو مړ شو –

 د الپ تګین د مرګ نه پس د هغه زوی ابو اسحاق ابراهیم د غزني امیر شو-  د ابو اسحاق ابراهیم نه د لږ وخت د پاره لاوک کورنۍ غزني نیولې وو خو ابواسحاق بیرته د غزني په نیولو کښې کامیاب شو –

په کال 966 کښې ابو اسحاق ابراهیم  هم مړ شو او د هغې د مرګ نه پس بلغتګین امیر شو – بلغتګین نهه کاله د غزني امیر وو او په کال 975  کښې د لاوک کورنې ووژلو  – د بلغتګین د مرګ نه پس د غزني امیر بوریتګین شو چې د “پیرای “ په نوم هم پیژندل کیږي – د پیري د حکومت نه خلک ډیر تنګ وو او بغاوت یې وکړو او ابو علي لاوک ته یې د راتلو دعوت ورکړو – ابوعلي لاوک د ابوبکر لاوک زوی وو –  ابو بکر لاوک د غزني  پخوانې بادشاه وو او الپ تګین په کال 963 کښې غزني  د ابوبکر لاوک نه نیولې وو –

ابوعلي لاوک  پوځونه د خلکو په غوښتنه د غزني لوري ته راروان شو – د ابوعلي لاوک پوځونه چې کله په کال 977 کښې د لوګر سیند ته نږدې چرخ ته راوریسدل نو د سبکتګین لخوا پرې برید وشو – ډیر پوځیان یې  ووژل شول او ډیر بندیان شول – ابو علی لاوک هم ووژل شو – بوریتګین پیرای وشړل شو او د پوځ او د اشرافیه په صلاح سبکتګین د غزني امیر شو –

دلته یوه خبره مهمه ده چې د کابل هندو شاهي د ابو علي لاوک پلویان وو  – د ابو علي لاوک ښځه د هندوشاهي کورنۍ نه وه –

د هندوشاهي پوځونه هم د ابوعلي لاوک په پوځ کښې شامل وو – دواړو پوځونو ته سبکتګین د پښتنو په کمک په یو ځای شکست ورکړو –

په کال 978 کښې سبکتګین د ارغنداب او د هلمند سیند شاوخوا او بست لشکرګاه ته مخه کړه – او ورسره یې په شمالي بلوچستان او د هند د جیاپاله هندو شاهي کورنۍ په سرحدي کلاګانو بریدونو وکړل – د خیبر په لاره څو ځله راپورې وتو او د جیاپاله په سیمه کښې یې کلي ړنګ ویجاړکړل –

سبکتګین به د هندوانو درمسالونه سوځول ،  ړنګول او د هغې په ځای به یې جوماتونه جوړول-

دا پرمختک د هندوشاهۍ بادشاه جیاپاله  په واکمنۍ دروند ګوزار وو – جیاپاله د سبکتګین د مخنیوي د پاره افغان ځواکونه دملتان او د لغمان په سراي  کښې تعینات کړي وو چې دوی به د سبکتګین مخه نیسي –

په کال 986 کښې هغه  افغان پوځیانو خپله وفاداري د جیاپاله نه سبکتګین ته بدله کړه او د سبکتګین سره یو ځای شول –

 جیاپاله د هندوشاهي کورنۍ د کال 964  تر کال 1001 پورې بادشاه وو –  د لغمان نه تر کشمیر او د سرهند نه تر ملتان پورې د هندو شاهۍ کورنۍ واکمنې وه – د جیاپاله د هندوشاهۍ پلازمینه  “ اودابهنډاپور “ وه چې مونږ یې په صوابې کښې د اباسین په غاړه د هُنډ په نوم پیژنو  –

د سبکتګین اصلي هدف د کابل او د پیښور نه د هندوانو ایستل وو –  کابل او  پیښور په هغه وخت کښې د ګندهاره په نوم پیژندل کیده –

دا دې پاره سبکتګین په زرګونه پښتانه په خپل پوځ کښې شامل کړل –

جیاپاله د سبکتګین په سرحدي سیمو په تدریجي ډول قبضه کول او د درمسالونو د رنګولو په عمل ډیر غصه او اندیښمن وو – اخر د سبکتکین د مخنیوي او د بدل د اخیستلو په نیت په کال 987 کښې د غزني طرف ته د خوست په لاره د لوی لښکر  سره راروان شو –

 د غوزک په مقام د سبکتګین او د جیاپاله پوځونه د یو بل سره مخامخ شو – غوزک په خوست کښې د غزني او د لغمان په مینځ کښې یو ځای دې – لغمان ته به لمغان او لمعانات هم وئیل کیده او هند ته به کاروانونه د لغمان په لاره راتلل – دواړه پوځونه ډیر په نره جنګیدل او څو ورځې جنګ وشو – یو طرف هم ماتې نهٔ خوړه – داسې نهٔ ښکاریده چې یو طرف به هم تسلیم شي –

بیا ناګهانه یو طوفان راغې – موسم خراب شو ، تیز تندرونه ، بریښنا ، باد ، باران او ږلۍ ورځ په شپه کښې بدله کړه – د دواړو لښکرو په زرګو څاروی او پوځیان ووژل شول –

د جیاپاله هندوان پوځیان د دومره سخت موسم سره بلد نهٔ وو او د سبکتګین ترک او افغان پوځیان د غرونو د موسم سره بلد وو –

جیاپاله او د هغې لښکرو ماتې وخوړه او سبکتګین سره یې د توان او خراج په بدل موافقه لاسلیک کړه –

 محمود غزنوي د موافقې په حق کښې نهٔ و – هغه خپل پلار سبتکګین ته مشوره ورکړه چې جګړې ته دې دوام ورکړي تر څو چې د دښمن لښکر ختم شوې نهٔ وي –

جګړه د پښتانو پوځیانو په کمک سبکتګین وګټله – په تاریخ کښې دې جګړې ته د لغمان لومړۍ جګړه هم وئیلې کیږي –

 جیاپاله یې ازاد کړو او د جیاپاله څه خپلوان یې د ځان سره وساتل – شرط دا وو چې کله جیاپاله د معاهدې مطابق لس لاکهه شاهي درهم او پنځه سوه هاتیان ورکړي نو خپلوان به یې هم ازاد کړې شي – د جیاپاله سره یې خپل پوځیان ولیږل – جیاپاله چې بیرته خپل هیواد ته راغې نو د معاهدې نه یې انکار وکړو او د سبکتګین پوځیان یې هم بندي کړل –

کله چې سبکتګین ته دا خبر راورسیدو نو اول خو یې  باور نه شو کولې خو خبر ریښتبا وو –

سبکتګین ډیر په غصه او بیړه په لغمان او د هغې  ګاونډي ښارونه لوټ کړل – یو ځل یې بیا  درمسالونه او کورونه  وسوځول-

جیاپاله د هند په راجاګانو د مرستې غږ وکړو – جیاپاله په کال 991 کښې د راجاګانو د پوځونو سره غزني طرف ته روان شو – د سبکتګین او د جیاپاله پوځونه په کندي لغمان کښې یو بل ته مخې ته ورغلل – د جیاپاله لښکر ډیر لوی وو-  د سبکتیګین سره لښکر کم وو خو هغه د پنځو سوو په ډلو کښې وو یشلې وو – هرې ډلې به د مختلف طرف نه حمله کوله – دا جګړې د طریقه کامیابه شوه – دا جګړه چې د لغمان دویمه جګړه بللې کیږي هم سبکتګین وګټله – د لغمان او پیښور تر مینځ ولسوالۍ د غزني د ولایت سره یو ځای شوې- د پیښور ښار او د پیښور نه ښکته علاقه  له اوس هم د جباپاله سره وه –

سبکتګین په کال 997 کښې مړ شو خو د هغې پوځونو په شلو کلونو کښې ډیر جنګي مهارتونه حاصل کړل – د ټولو نه مهم اړخ دا وو چې د هغې ځواکونو چې پښتانه هم په کښې شامل وو د هند د تلو لاره ولیده –

نوربیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!