“ چالدران” د ایران په لویدیځ اذربایجان ولایت کښې یو ولسوالي ده – په دی ځای کښې په کال 1514 کښې د دوو لویو سلطنتونو جګړه شوې وه- دا جګړه په تاریخ کښې د “ چالدیران جګړې “ په نوم یادیږي – دا دوه ستر سلطنتونه د عثمانیه سلطنت او صفوي سلطنت وو – دا جګړه په تاریخي حوالو سره یوه لویه مهمه پیښه ده – په هغه وخت کښې اسلامي نړۍ د دریو لویو سلطنتونو د ولکې لاندې وه –
1 – عثمانیه سلطنت په قسطنطنیه ، بلکان او اناتولیا حکمراني کوله –
2- صفوی سلطنت په ایران، اذربایجان او د افعانستان خراسان په څه برخه حکمراني کوله –
3- مملوک سلطنت په مصر ، شام، لبنان ،اردن اسرائیل او د حجاز په مکه او مدینه حکمراني کوله –
عثمانیان او صفویان ګاونډیان وو-او د یو بل د لاندې کولو هڅې به یې کولې – د دوی د اختلاف لوی سبب یو خو د یو بل نه سیمې نیول وو ، په سیمه کښې مداخلت کول وو او بل اختلاف یې مذهبي وو- د عثمانیه سلطنت واګې د سلطان سلیم او د صفوي سلطنت واګې د شاه اسمعیل په لاس کښې وې-
د عثمانیه سلطنت سلطان سلیم په تاریخ کښې د یو سخت ، زورور او د نهٔ بښونکي سلطان په نوم یادیږي – خلکو به ورته “ یاووز” ویل چې معنی یې سخت ده یا د کلکې ارادې خاوند هم ورته واي – سلطان سلیم د خپل پلار بایزید دویم نه په کال 1512 کښې د پوځ په امداد سلطنت ونیو او خپل پلار یې جبري معزول کړو- وجه یې دا وه چې بایزید خپل بل زوی احمد د وارث په توګه غوره کړې و –
دا د عثمانیه سلطنت په تاریخ کښې اول ځل ؤ چې یو ځوی د خپل پلار په خلاف د فوج په امداد بغاوت وکړو او د خپل پلار نه یې سلطنت په زور ونیو- او خپل پلار بایزید یې جلا وطن کړو او پلار یې د جلا وطنۍ په حالت کښې مړ شو-
سلطان سلیم د تخت دعویدار خپل ټول وروڼه ، وریرونه او ځینې خپل ځامن هم ووژل – د تخت په دعویدارو شل کسانو کښې نهه وروڼه ، اووه وریرونه او څلور ځامن شامل وو- د ټول شل کسان یې ووژل – خپل یو ځوی سلیمان یې ژوندې پریښې وُ چې د سلیم نه ورستو سلطان شو او شپږ څلویښت کاله یې حکومت وکړو –
سلطان سلیم څلویښت زره قزلباش شیعه چې د سلطان اسمعیل ملاتړي وو ، ووژل – خپل وزیران به یې هم نه بخښل او په وړو وړو خبرو او تیروتنو به یې وژل – خلکو به چې یو بل ته ښیرې کولې نو ویل به یې چې خدای دې د سلطان سلیم وزیر کړه-
شاه اسمعیل د صفوي سلطنت اولنې شاه او بنسټ ایښودونکې وو- د شاه اسمعیل د پلار نیکه کورنۍ تعلق د ایراني کردستان سره وو او وروسته ازربایجان ته لاړه – شاه اسمعیل غوښتل چې د ایران نه یو قوي شیعه سلطنت جوړ کړي – شاه اسمعیل د قزلباشو په مرسته د ایران ډیره برخه ونیوله- او د اثنا عشري شیعه مذهب یې د ایران رسمي مذهب په توګه اعلان کړو- دا یو ډیر مهم بدلون وو چې ایران یې د سني مذهب نه شیعه مذهب ته بدل کړو – او دویم چې کله یې د عباسي خلیفه ګانو ، امام ابو حنیفه او شیخ عبدالقادر ګیلاني مزارونه ړنګ کړل – نو د عمل په شیعه او سني فرقه ایز نفرت کښې بدل شو-
د صفوي سلطنت دولتي مذهب شیعه اسلام وو او د عثمانیه سلطنت دولتي مذهب سني اسلام وو- صفوی سلطنت د خپل سلطنت د وسیع کولو د پاره د ایران سره عراق او دیار بکر ته لاس وغزول او د دې سره سره یې په عثمانیه سلطنت کښې هغه قبایلي خلکو سره اړیکې ونیولې چې کوم شیعه وو- قزلباش په عثمانیه سطنت کښې شیعه وو او د صفوي سلطنت پلویان او ملاتړي وو- صفوي سلطنت د کردو سره هم اړیکې ونیولې –
دکردو اکثریت شافعي مذهبه سني مسلمانان دي ـ ځینې قبایل پکښې اثنا عشري شیعه دي- په کردو کښې عیسایان، علوي ، زرتشتي ، یهود او یزیدي هم شته – ټول کرد په یو مذهب نه دي بلکې د مختلفو مذهبونو منونکي دي- صفوي سطنت کردو ته پشکش وکړو چې د اتحاد په صورت کښې به کردو ته مالیه معاف وي او خپلواکي به هم ورکولې کیږي – کرد رضا شو او د صفویانو سره اودریدل –
د عثمانیه سلطنت سلطان سلیم په صفویانو نظر وو او دوی به یې د یو لوی خطر په توګه کڼل – د عثمانیه سلطنت د پاره د صفوی سلطنت د توسیع منصوبه یوه لویه سرخوږي وه –
د صفویانو پیشقدمي ، د عثمانیه سلطنت د خلکو سره اړیکې او دهغوي مذهبي تبلیعاتو ته به یې په ښه نظر نه کتل – سطان سلیم د شاه اسمیل په خلاف د جنګ اراده وکړه او په کردو یې په جنګ کښې د شمولیت او د ملا تړ د پاره غږ وکړو – د کردو د طرف نه ادریس بتلیسي د کردو ټولو ولایتونو ته او هرې قبیلې ته لاړو او هغوی یې د مذهب په نوم د عثمانیه سلطنت په مرسته رضا کړل- ادریس بتلیسي یو دیني عالم وو او هغه د سلطان سلیم د واکمني تاریخ “سلیم شاه نامه “ هم لیکلې ده – سطان سلیم په هغه اعتبار کولو او ادریس بتلیسي ته یې دا دنده سپارلې وه چې د کردانو حمایت د عثمانیه سلطنت په لور راواړوي – کردو خپله وفاداري د صفویانو نه عثمانیانو ته بدله کړه – د کردو ځینې شیعه قبیلې د صفویانو سره اودریدې خو اکثریت د عثمانیه سلطنت سره ولاړې وې- کردو د ادریس بتلیسي په مشرۍ کښې په جنګ کښې برخه واخیسته او د صفوي سلطنت نه یې دیار بکر او د ختیځ اناتولیه نورې برخې په نیولو کښې ډیر په مړانه کردار ادا کړو او جنګ یې وګټو – د جنګ د ګټې په خوشالۍ کښې د عثمانیه سلطنت سلطان سلیم کردو ته مالیه هم معاف کړه – او په پوځ کښې د لازمي کار او حاضرۍ نه هم خلاص کړل او په خپلو وړو وړو ولایاتونو کښې یې خپلواکي هم ورکړه-
د ادریس بتلیسې په مشرۍ د کردو او د سلطنت معاهده وشوه چې کرد به د سلطنت سره ولاړ وي او کردو ته به بدل کښې خپلواکي ورکولې کیږي- د دې تړون په وجه به کردو د ضرورت په وخت سلطنت ته پوځیان ورکول او په بدل کښې به یې په خپل میراث خپله حکمراني کوله-
د کرد ولایتونو ته به یې د کردستان ایالت ویل – دې جګړې نړۍ ته د کردو بهادري او مړانه څرګنده کړه خو ورسره ورسره د هغوۍ بې اتفاقي هم ښکاره شوه- کرد په قبیلو خو ویشلې شوې وو اوس په شیعه او سني کښې هم تقسیم شو-
دا جګړه ګټل د عثمانیه سطنت د عروج سبب وګرزیده -په دې جګړه کښې عثمانیانو د بارودو استعمال کړې وو او صفويانو په روایتې انداز کښې جنګ کولو-ځکه په تاریخ کښې عثمانیه سلطنت د “بارودو سلطنت “ په نوم یادیږي- په دې جګړه کښې سلطان سلیم دشاه اسمعیل دوه خزې او د حرم ټولې زنانه هم ونیولې – جګړه د سطان سلیم په فتح ختمه شوه او د صفوي سلطنت شاه اسمعیل ځان د خپل محل پوري محدود کړو او د حکومت د کارونو نه یې لاس واخسیتو- د شراب نوشۍ په وجه یې صحت رو رو خراب شو- او په کال 1524 کښې مړ شو- او کردو په خپلواکو او نیم خپلواک وړو وړو ولايتونو کښې په عثمانیه سطنت کښې ژوند کولو- د خپلواک او نیم خپلواک ولایتونه به د کردو هغه مشرانو په مشرۍ کښې وو کوم به چې عثمانیه سلطنت سره نزدې وو- مطلب دا چې په کردو باندې د خپلو امیرانو او مشرانو د لارې د عثمانیه سلطنت حکمراني وه – د عثمانیه سلطنت او د کردو تر مینځ د واکمني د نسخه کامیابه وه او د دوۍ تر مینځ د څه وخت پورې امن قایم وو-