Skip to content
ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
دیارلسمه برخه
د حطین د جګړې د بریا په وجه د سلطان صلاح الدین نوم په نړۍ کښې داسې مشهور شو چې تر نن ورځې پورې یې خلک یادوي – لویه وجه یې د جګړې د ګټلو په حاصل کښې د بیت المقدس ازادي وه –
دبیت المقدس پخوانې نوم یروشلم وو چې اوس یو ځل بیا د اسرائیل د پلازمینې نوم دې –
دا ښار د شخړو او د جنجالونو یو اوږد تاریخ لري او تر نن ورځې پورې د فلسطین او د اسرائیل د شخړې مرکزي نقطه هم دا ښار دے –
اسرائیلیان او فلسطینیان دواړه متضاد دعوه لري چې دا ښار د دوی حقیقي پلازمینه او پلارنئ وطن دے –
یروشلم د نړۍ تر ټولو ښارونو نه زیات متنازعه ښار بلل کیږي ځکه چې تقدس یې د دریو لویو مذهبونو د پاره یو شان ؤ او د هر مذهب منونکو غوښتل چې حاکمیت یې د دوي په لاس کښې وي – د بیت المقدس د حاکمیت د پاره د دریو لویو مذهبونو په مینځ کښې جګړې صرف مذهبي او سیاسي نهٔ وې بلکې اصل حقیقت یې د وطنپالنې په ژوره مفکوره کښې پټ وو –

د یروشلم ټکي معنی په سامي ژبه کښې “ بنیاد” وه – ویلې کیږي چې دا ښار د یو نوي مذهبي تمدن د بنیاد او د امن د بنیاد په توګه مشهور وُ-
یو تاریخ یې د انجیل له مخې دا دے چې دا ښار چې کله داود علیه السلام فتح کړو ، دا یو قوي ښار ؤ- او د زرګونو کلونو نه اباد ؤ – د داود علیه السلام زوی سلیمان علیه السلام په دې ښار کښې د یوې لوی عبادت خانې بنیاد ایښې وو چې بیت المقدس یعني پاک کور به ورته وئیل کیده –
ځینې پوهان یې مختلف وضاحت کوي او واي چې شلم په کنعاني مذهب کښې د ماښام د خدای نوم وو – او یروشلم د خدای کور ته واي – په عبراني ژبه کښې د “شلوم” ټکي معنی “ سلامتي “ او “امن “ ده او وئیلې کیږي چې د عربي ژبې “ سلام “ ټکې د عبراني ژبې ټکي شلوم نه ماخوذ دے- د شلوم ټکي د امن د نسبت په وجه ورته د امن او د سلامتیا کور هم ویلې کیږي –
په تاریخ کښې چې څومره جګړې په دې ښار شوی دي پهٔ بل ښار نهٔ دی شوې – دا هم حقیقت دې چې په دې ښار څومره ځله بریدونه شوي دي ، ویجاړ شوے دے ، محاصره شوےاو نیولے شوے دے ، دومره د بل ښار سره نهٔ دي شوي-
بیت المقدس د عیسایانو ، یهودیانو او مسلمانانو دریو واړو د پاره یو برابر پاک ، سپیځلې او مقدس مقام ؤ ځکه د حطین د جګړې په نتیجه د ټولو یو برابر نظر ؤ –
د حطین جګړه په تاریخ کښې ډیره لویه او مهمه جګړه ده او په بریا یې نن هم هر مسلمان ویاړ کوي – دا جګړه د سلطان صلاح الدین ایوبي او د صلیبي دولتونو د لښکرو تر مینځ په کال 1187 کښې په موجوده اسرائیل کښې شوې وه-
د حطین غونډۍ په شمالي فلسطین کښې ده چې په موجوده وخت کښې د اسرائیل برخه ده-
پوره اته اتیا کاله پس بیت المقدس د عیسایانو د قبضې نه ازاد شوے ؤ –
پوهان واي چې د حطین جګړې سلطان صلاح الدین نړۍ ته ور وپیژندو – که چیرې د حطین جګړه نه وې شوې کیدې شي چې د سلطان صلاح الدین نوم به تر دومره لرې پورې نهٔ وو تللې –
د حطین د جګړې اصل او بنیادي ماخذ ( په کال 1071 کښې ) یو سل او شپاړس کاله مخکښې شوې د مانزیکرت جګړه وه – ( د ما نزیکرت د جګړې تفصیلي ذکر په یوولسمه برخه کښې شته ) –
د مانزیکرت د جګړې د لویې بریا خبر تر ډیره لرې ورسیدو او د کردو په زړورتیا یې د بهادرۍ مهر ولګوو – ځکه خو به کردو وئیل چې ترک ، عرب او فارسیان د دوی د لاس تر سیوري لاندې ژوند کوي – دوی د یو بادشاه د سر نه تاج راوخلي او د بل په سر یې کیږدي –
د دوی د اسونو په سرونو لاس کیښودل بادشاهان خپل عزت ګڼي او چې اسونه یې روان شي نو زمکه لړزوي –
دا هغه اعتماد ؤ چې کردو د خپلې تورې په زور حاصل کړې ؤ ځکه چې د مانزیکرت د جګړې بریا ترک سلجوقیانو ته د اناطولیا دروازه پرانیسته او د اناطولیا زرګونه کلن تاریخ او تمدن یې بدل کړو – د بازنطیني سلطنت د یوناني او رومي کلتور په ځای یو نوې کلتور مخې ته راغلو – په لږ وخت کښې د سلطنتونو په جغرافیه او سیاست کښې ډیر بدلون راغلو –
اناطولیا د څوارلس سوه کلونو نه زیاته د بازنطیني سلطنت پهٔ حاکمیت کښې وه –
دا دې جګړې په حاصل کښې که یو خوا سلجوقیانو ته د اوسیدو د پاره د اناطولیا پراخه زمکه په لاس ورغله بل خوا په بازنطیني سلطنت زمکه تنګه شوه –

سلجوقیانو صرف په اناطولیا اکتفا ونهٔ کړه بلکې د بازنطیني سلطنت نورو علاقو ته یې لاس ورغزول شورو کړل او تر شام او بیت المقدس پورې ورسیدل –
د سلجوقیانو پرمختګ د بازنطیني سلطنت نه وار خطا کړی وو – کله چې بازنطیني سلطنت په دې نتیجه ورسیدو چې د سلجوقیانو په یو صورت هم د زور مخه نه ویني بیا یې د پاپاې روم نه د پوځي امداد غوښتنه وکړه –
په کال 1095 کښې د رومن کیتهولک کلیسا لوی پادري پاپاې روم اربن دویم د بازنطیني سلطنت په غوښتنه صلیبي لښکرې جوړې کړې – چې په انګریزي کښې ورته “ کروسیډز “ واي –
دا صلیبې لښکرې د اروپا د عیسایانو دولتونو نه د مسلمانانو د پرمختګ د مخنیوي د پاره جوړې کړې شوې وې –
د صلیبي لښکرو جوړولو یو مقصد خو د سلجوقیانو نه د بازنطیني سلطنت ژغورل وو او بل لوی مقصد یې د مسلمانانو نه بیت المقدس بیرته اخستل وو –
یاد دې وي چې بیت المقدس په کال 70 کښې رومي بازنطیني سلطنت د یهودیانو نه نیولې وو او ښار یې مکمل ویجاړ کړې او ړنګ کړې وو –
بیا په کال 637 – 638 کښې د حضرت عمر فاروق په وخت کښې د ابو عبیده په مشرۍ کښې بیت المقدس مسلمان پوځ محاصره کړے ؤ – او د بازنطیني سلطنت نه یې نیولے ؤ او په رسمي توګه بازنطیني سلطنت تسلیم شوے ؤ
په کال 1073 کښې سلجوق کماندان اتسیز یواک د فاطمي سلطنت نه یروشلم ونیو –
په کال 1098 کښې فاطمي خلافت د سلجوق سلطنت نه واپس واخستو –
په کال 1092 کښې چې کله سلجوق سلطان او د الپ ارسلان زوی ملک شاه مړ شو بیا په سلجوقیانو کښې د تخت د پاره کورنئ جګړې شورو شوې او سلجوق یې کمزوري کړل – فاطمي خلافت دا موقعه غنیمت وګڼله او یروشلم یې ونیو – دا فاطمي خلافت او د سلجوقیانو په مینځ کښې هم پخه دښمني وه –
سلجوق سني او فاطمي اسماعیلي شیعه وو –
په کال 1096 – 1099 کښې لومړۍ صلیبي جګړه وشوه – صلیبي لښکر په خپل لوی مقصد کښې کامیاب شو او د فاطمي سلطنت نه یې بیت المقدس او د یروشلم ښار نور مقدس مقامات قبضه کړل –
دا بریا د مسلمانې نړۍ په مخ څه معمولي څپیړه نهٔ وه بلکې داسې ګذار ؤ چې د فاطمي خلافت سترګې یې ټیټې کړې او د خلافت ملا یې ماته کړه –
دا دې جګړې په نتیجه کښې نهٔ صرف په بیت المقدس باندې د مسلمانانو څلورنیم سوه کاله حاکمیت پای ته ورسیدو بلکې د فاطمیانو د واکمنۍ پای ته د رسیدلو لامل هم شو –
په دې جګړه کښې که یو خوا په زرګونو مسلمانان او یهودیان وژل شول بل خوا یې د مسلمانانو خلافت او سلطنت ته د ماتې شرم ور په برخه کړو – او بیت المقدس د عیسایانو په قبضه کښې راغې –

دلته د کردو اهمیت زیات شو او د اقسنقر الحاجب په پوځ کښې کرد بهرتي کیدل شورو شول – اقسنقر د سلجوق سلطنت په عراقي پوځ کښې یو منلے شوے کماندان ؤ چې د موصل د عطا بیګ په لقب به یادیدو –
پوره نوم یې ابو سعید اقسنقر الحاجب ؤ – د زیږون نیټه یې نهٔ ده معلومه او په کال 1094 کښې مړ شوے دے –
اقسنقر الحاجب د حلب شام والي ؤاو د زنګي خاندان بینسټ ایښودونکې وُ – د زنګي کورنۍ په موصل عراق ، شام او دمشق کښې نن هم د خپل زرین حکومت ، انصاف او غوره انتظام په وجه یادیږي –
سنقر الحاجب د عمادالدین زنګي ( 1084 – 1146 ) پلار وُ- د پلار د مرګ نه ورستو عمادالدین زنګي د سلجوق سلطنت د موصل والي شو – دعمادالدین زنګي په پوځ کښې په ګڼ شمیر کښې کرد بهرتي شول –
د عمادالدین زنګي زوی نورالدین زنګي ( 1118 – 1174) هم په تاریخ کښې ډیر لوی نوم لري – نورالدین زنګي هم د سلجوق سلطنت د شام والي وُ –
نورالدین زنګي په څو حوالو مشهور دې –
یو خو د نورالدین زنګي د خوب لیدلو واقعه مشهوره ده –
دهٔ درې ځله پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په خوب کښې لیدلے ؤ چې د دهٔ نه یې د قبرمبارک د ژغورلو غوښتنه کوله –
په اول ځل دهٔ د صلیبي لښکرو په ضد د ټولو مختلفو مسلمانانو ځواکونو د یو ځای کیدو خبره کړې وه- د دهٔ دا خواهش ؤ چې د نیل او فرات پهٔ مینځ کښې ټول مسلمانان سره یو ځای شي –
بله دا چې نورالدین زنګي د صلاح الدین ایوبي لارښود ؤ او د صلاح الدین روزنه د دهٔ په پوځ کښې شوې وه –
د نورالدین زنګي په پوځ کښې دوه کرد اعلی چارواکی وروڼه ډیر مشهور وو – یو اسدالدین وُ چې د شیر کوه په لقب مشهور وُ او د پوځ کماندان وُ او دویم د شیرکوه ورور ایوب نجم الدین چې د دولت اعلی چارواکی او د قلعه سرپرست وُ – د دواړو عزت ځکه زيات ؤ چې دوی د نورالدین زنګي د پلار عمادالدین زنګي په پوځ کښې هم پاتې شوي وو – نجم الدین په یوه موقعه باندې عمادالدین زنګي د مرګ نه ژغورلې ؤ ځکه به دواړو وروڼو ته د احترام پهٔ نظر کتل کیده –
نورالدین زنګي په شیرکوه ډیر باور لرلو او د دهٔ په صلاحیتونو او کرد ځواکونو یې ډیره تکیه کوله –
اسدالدین ته به یې شیر کوه ځکه ویل کیده چې کرد ؤ او کرد د غرونو خلق بلل کیدل –
شیرکوه د نورالدین زنګي په وخت کښې د بعلبک او دمشق والي پاتې شوے دے –
د شیر کوه په کمان کښې دوه زره پیاده ، اته زره سواره او پنځه سوه سرتیري کرد وو-
نورالدین زنګي چې کله په مصر حمله کوله نو مصر ته یې پوځونه د شیر کوه په مشرۍ کښې لیږلې وو –
د نجم الدین په کور کښې په تکریت عراق کښې په کال 1137 کښې یو ماشوم پیدا شو چې نوم یې ورباندې صلاح الدین یوسف کیښودو – په کردي ژبه کښې اوس هم د سلادین په نوم یادیږي او دنیا یې د صلاح الدین ایوبي په نوم پیژني –
نور بیا
error: Content is protected !!