پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

دولسمه برخه

د سلجوق سلطنت او د بازنطیني سلطنت تر مینځ د مانزیکرت د جګړې ځینې اړخونه داسې دي چې د  هغې پلټنه ضروري ده – او همدارنګه د دې جګړې په رڼا کښې د پښتنو ، کردو او ترکو ځینې مشترک کلتوري دودونه هم په نظر کښې ساتل مهم دي –

د مانزیکرت د جګرې د اهمیت اندازه د دې نه کیدې شي چې په ترکیه کښې یې د بریا  ورځ لا تر اوسه هر کال په پوځي او کلتوري جشنونو سره لمانځل کیږي – د ترکو او کردو هره یوه قبیله په دې فخر کوي چې د دوی نیکونه او قبیلې په دې جګړه کښې جنګیدلي دي او بریا یې تر لاسه کړې ده – په ترکیه کښې دا د ملت د تاسیس د ورځې په توګه لمانځل کیږي او دا شمارلې کیږي چې په دغه  ورځ  د ترکیه د هیواد بنسټ کیښودل شوې وو-

د مانزیکرت د بریا نه وروستو ترک سلجوقیانو ته د اناطولیه لاره ازاده شوه او په لږ وخت کښې ډیر ترک دلته راورسیدل او اباد شول- اناطولیه څوارلس سوه کاله د سلطنت روم او د بازنطیني سلطنت د حاکمیت لاندې وه – د مانزیکرت د جګړې نه وروسته په اول ځل ترک کوچیانو ته یو مستقل وطن په لاس راغې-  بازنطینې سلطنت د دې جګړې له ګذارونو نه وروستو بیا په پوره قوت سره د ودریدو توان ونهٔ لرلو-د منزیکرت په جګړه کښې ماتې بازنطیني سلطنت  ډیر کمزورې کړو او دغه شکست یې د زوال اولنۍ  سبب  وو –

محمود غزنوي په کال 1030 کښې مړ شو – هغه  د چغری بیګ او طغرل بیګ ترهٔ اسرائیل په کالینجر قلعه کښې بندي کړې وو او په زندان کښې مړ شو- د محمود غزنوي د مرګ نه پس چې د هغه زوی مسعود بادشاه شو نو چغري بیګ او طغرل بیګ سره د سلجوق پوځیانو په خراسان کښې خواره شول – په هرات ، نیشاپور او مرو کښې د دوئ جګړې وشوې خو لویه جګړه په دنداناقان کښې په 1040کښې وشوه چې په هغې کښې مسعود ماتې وخواړه او چغري بیګ او طغرل بیګ خراسان ونیو- خراسان په  ایران ، ترکمانستان او شمالي افغانستان  مشتمله یوه  لویه علاقه وه- چغری بیګ د خراسان والي شو –

د خراسان د ځینې برخې له نیولو وروستو غزنویانو د غزني د تخت نه د فارس او د پنجاب په نورو سیمو حکومت کولو – د غزنویانو د  کورنئ حکومت کمزورې شو خو  تر کال 1186 پورې قایم وو –

الپ ارسلان د بادشاهي نه مخکښې د خپل پلار  د مرګ نه پس د پلار په ځای د خراسان والي وو –

د  میکائیل د مرګ نه پس د هغه  ښځه د میکائیل رور اسرائیل ته واده شوې وه – د چغری بیګ د مرګ نه پس د هغه  یوهٔ ښځه د چغري بیګ رور طغرل بیګ ته واده شوې وه  – د طغرل بیګ د مرګ نه پس د هغه  یوهٔ ښځه د طغرل بیګ وراره الپ ارسلان ته واده شوې وه –

په کردو او پښتنو کښې د ورور د مرګ نه پس د لیور د خپلې کونډې ورندارې سره د واده  کولو رواج شته دې –  او داسې هم کیږي چې کله د سړي ښځه مړه شې بیا هغه د خپلې ښځې د خور  خوښینه (ښینه)  سره واده وکړي-

کرد ، ترک او پپښتانه په بدل هم ودونه کوي – کرد ورته په کوردي ژبه کښې “ بردل “ واي ، ترک ورته په ترکي ژبه کښې “ بردل “ او “ بدل “ واي او په پښتو کښې هم ورته بدل واي- د بدل واده په اصل کښې د ناوې تبادله وي – وروڼو  ته د خور په بدل کښې خور او زامنو ته د لُور په بدل کښې لُور واده شي- د ترکي ژبې ټکي “بردل“  دوه معنې لري – یو معنی یې هغه هم ده کومه چې په پښتو کښې د “ سوره” د پاره استعمالیږي –  د سوره رسم کله چې دوه کورنۍ د سولې د پاره د تاوان په توګه د لُوڼو او د خوئیندو ودونه کوي- په کردو ، ترکو او پښتانو کښې د ملګرتیا په بنیاد هم د زامنو او د لوڼو د ودونو رواج وو-

د هلک او د جینۍ د زیږون نه مخکښې یې ملګري پلارونه د یو بل په نوم  کړي –

په کردو او ترکو کښې هم د ولور  ( د مهر پیسې) رواج شته دې- په پښتانو او په کردو کښې د دښمنۍ سوله یا د مړو جوړې جاړې (روغې جوړې)  په نناواتې او یا د پیسې په بدل کیږې – د مړي د بدل نه اخستو په استثنا کښې پیسې اخستلو ته په پښتو کښې “ نیکه یا نکات “  یا “تاوان“ او په کوردي ژبه کښې ورته “بیژ” واي- په کوردي ژبه کښې ولور (د مهر پیسې) ته  “ نخت “  واي- د ولور ټکې  د لُور بیه اخستلو  ته اشاره کوي  – کرد ، ترک او پښتانه خپلې خور او لُور ته په میراث کښې ملکیت نه ورکوي-  ځکه خو د نخواله پهٔ طنزیه پیغورژن انداز کښې ویلې کیږي جې پښتانه نیم قران مني – په کردو کښې هم د تښتونې د شخړې  حل هغه دې کوم چې په پښتو کښې دې- کله چې هلک د پلار د کور نه جینۍ وتښتوي نو په قبیلو کښې دښمني پیدا شي –  په داسې صورت کښې د هلک خور د جینۍ رور ته واده شي او شخړه حل شي- اکثر شخړې د مذهبي احکاماتو پر ځای د روایتي کرد او پښتون رواج د لارې حل کیږي- د پښتنو رواج ته “ نرخ” هم واي-

په کردو او پښتنو کښې په خپله قبیله کښې د ننه د واده کولو رواج وو- په کردو کښې د ترهٔ د زامنو او لوڼو سره واده کول غوره ګڼل کیږي – پښتنو به اکثر ودونه په خپلوانو یا په خپل کلې کښې کول-  بل طرف ته په هندوانو کښې دا رواج نشته – په هند کښې  د کونډې د ستي کولو رواج وو  چې د مړ خاوند سره به یې ځان سوځوو – په دې حواله خوشحال بابا يو شعر کښې دا رسم داسې بيان کړے دے،

هندوان د ترهٔ د لوڼو او زامنو سره هم ودونه نهٔ کوي – مطلب دا چې د پښتنو دودونه ، رسمونه ، کلتوري او رواجي اړیکې د هند په ځای د اریایي قومونو سره ډیرې نزدې دي-

د الپ ارسلان وزیر نظام الملک طوسي وو – د نظام الملک طوسي کتاب “سیاست نامه “ او د هغه  تعلیمي نظام ډیر مشهور دې -د لوړو زدکړو د پاره په اول ځل مدرسې نظام الملک طوسي جوړې کړي وو چې نظامیه مدرسې به ورته ویل کیده- په بغداد ، اصفهان ، نیشاپور، موصل ، بصره ، هرات او نورو ښارونو کښې یو شمیر مدرسې وې – په اسلامي نړۍ کښې عمومي او په ترکیه ، عراق، ایران  او افغانستان کښې خصوصي د تعلیمي نظام سرچینې نظامیه مدرسې وې- نظامیه مدرسې د انتظامې چارو ښودنې کولې خو د مذهبي ښودنې رنګ په ټولو زدهٔ کړو  غالب وو- نظامیه مدرسې خلک د  فارسۍ او د عربۍ  ژبو سره  اشنا کړل-

امام غزالي په کال 1085 کښې د نظام الملک د عدالت سره منسلک شو او بیا وروستو په کال 1091 کښې د بغداد په نظامیه مدرسه کښې په ډیر معتبر حثیت د درس و تدریس استاد شو –

په پښتنو او کردو کښې دا خبره هم مشترکه ده چې ذاتي ملګرتیا او ذاتي دښمني د زړه نه کوي- یا به دې غوره ملګرې وي ، سر به درنه قربانوي او یا به دي د وینې تږې دښمن وي ، سر به دې وهي – د پښتون مزاج هم د زړه په خبرو کښې د سر خبرې نه مني- پښتون په یوهٔ پوهیږي – هر فکر اول د جذباتو او احساساتو  په تله تلي او دهغې نه وروستو یې بیا د عقل په پیمانه ګوري- د سړې ګټې په ځای یې ګرم تاوان خوښ وي –

په قامي او لویو جګړو کښې شرایط بدل وي – د هندوستان په بریدونو کښې د محمود غزنوي سره  ترک او پښتانه دواړه وو – ترک غلامان وو خو پښتانه ازاد وو- پښتنو به د مذهب په نوم، د وطن په ننګ  او یا په اجرت کار کوو-

بلکې میاں سیدرسول رسا د ارمغان خوشحال  په مقدمه کښې لیکي چې “ د غزنویانو د پاره هم په هر میدان کښې توره غلجیانو کړې ده “ –

داسې کردو هم د سلجوقیانو سره د مذهب په نوم ، د وطن په ننګ او په اجرت کار کوو- اکثر ترک پوځیان به غلامان ترک وو خو کرد به ازاد وو- کردو او پښتنو  په خپل ازاد حثیت کښې کمک کړې دې خو غلامي یې نه ده کړې-

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!