قاضي خیرالله چې د عیسائ چرچ پادري ؤ د خپل کتاب “ خیراللغات “ په سریزه کښې لیکی چې د پښتو د تورو موجد د سلطان محمود په زمانه کښې د هغه وزیر حسن میمندی او قاضي صیف الله دي -هغوي د پښتو د خاص اوازونو د پاره توري جوړ کړل- قاضي خیرالله دا توري داسې لیکلي دي – څ ، ځ ، ډ ، ړ ، نړ ، ږ ، ښ ، ګ دا خبره ځکه معتبره نه ده چې حسن میمندي د سلطان محمود غزنوي د پلار سبکتګین په وخت کښې د هوست والي وو – سبکتګین هغه د محمود غزنوي دسلطنت نه مخکښې په دار خیژولې وو او مړ کړې یې ؤ- د قاضي صیف الله هم څه ښکاره تاریخ معلوم نه دے- البته د حسن میمندي زوی احمد میمندي د محمود غزنوي په وخت کښې د لیکنو د څانګې مشر او وزیر ؤ-
احمد میمندي ډیر زیات مالدار ؤ او په عربي ژبه یې ښه عبور لرلو – هغه محمودغزنوي ته د دربار ژبه د فارسي نه عربي ته د بدلولو وړاندیز هم ورکړےؤ- محمود غزنوي هغه د لاس وهنې او د وسایلو نه د زیات مال جمع کولو په جرم کښې په هند کښې زندان ته اچولے ؤ – د احمد میمندي ټول جائیداد یې ضبط کړے ؤ –
شپږ کاله په زندان کښې وو او د محمود غزنوي د مرګ نه پس د سلطان محمود زوی مسعود غزنوي ازاد کړو او وزیر یې کړو – د احمد میمندي نه وروستو د هغه زامن او نمسي هم وزیران وو-
سلطان محمود غزنوي پښتون نهٔ ؤ ، د هغه د دربار ژبه فارسي وه او په پوځ کښې به ترکي ژبه هم وئیلې کیده – د دې دعوې چې د پښتو لیکدود ایجاد د محمود غزنوي په وخت کښې شوې ؤ، د ثبوت د پاره نهٔ څه مستند حواله شته او نهٔ څه کتاب لیکلے شوے دے-
دلته یو سوال پیدا کیږي چې “ پټه خزانه “ چې د پښتو د ادب یو مهم سند او زوړ موندلې شوی کتاب دے – د پښتو د اولني دور د شاعرانو تذکره او کلام مونږ د دې کتاب “ پټه خزانه “ په ذریعه پیژندلي دي- نو بیا د لیکدود او د تورو په حواله د هغې ذکر ولې نشته ؟
د پټې خزانې په اړه پوهان په دوه برخو کښې ویشلي شوي دی ، ځینې پوهان پټه خزانه یو مستند کتاب شماري او په صداقت یې باور لري – همدا پوهان پټه خزانه د پښتو د ادب یوه لویه خزانه او ماخذ شماري – پوهان واي چې پټه خزانه یو لوی تاریخي کتاب دے چې پښتو ادب د اسلام لومړي دور ته رسوي – په پټه خزانه نیوکې کول د پښتو ادب د بدنامولو حربه ګڼي – د دې پوهانو په فکر پټې خزانې د پښتو د ادب پټه ښکلا دنیا ته ښکاره کړه او هغه کلمات او لغات یې خوندي کړل چې اوس ورک شوي دي-
بل طرف ته ځینې پوهان په پټه خزانه سخت انتقاد لري – د کتاب د نوم د “ پټه خزانه “ نه واخله تر د سند پورې په هر څه نه صرف شکمن دي بلکې یوه ادبي غلا یې ګڼي –
دا پوهان ډیر داسې ایستدلالونه لري چې د هغې په وجه د پټې خزانې په صداقت شک پیدا
بیا دا انتقاد هم لري چې د دې کتاب حقیقي لیکونکې څوک دے او په کتاب کښې د ځینو تورو په استعمال نیوکې کوي –
دا پټې خزانې د پلټنې او څېړنې موضوع او مفصل بحث به ډیر ځای ونیسي –
د دې سوال لنډ ځواب داسې کیدې شي چې پټه خزانه په کال 1729 کښې محمد هوتک د شاه حسین هوتک په زمانه کښې لیکلې وه – د “ پټه خزانه” عبدالحئ حبیبي په کال 1943 کښې د علامه عبدالعلي خانوزي کاکړ په وسیله پیدا کړه او په کال 1944 کښې په کابل کښې چاپ شوه –
د قلمي یا لاسي نسخې یوه نقل شوې کاپي په کال 1975 کښې مخې ته راغله – ملطب دا چې پټه خزانه په شپاړسمه پیړۍ نه ډیره ورستو لیکلې شوې ده او په هغه وخت کښې د پښتو خپل الفبا موجود وو،چې لیکدود موجود وي بیا معلومات ، مسوده او کتاب په نوي ډول هم لیکلې کیدې شي –
علامه عبدالعلي خانوزي د کوزې پښتونخواه د پشین وو چرته چې د پښتنو قبیلې کاکړ ، ترین او اڅکزي اوسي – شاه حسین هوتک د میرویس خان ( 1673 – 1715 ) هوتک زوی ؤ – میرویس خان هوتک د ازاد افغانستان اولنې امیر چې د میر ویس بابا او میرویس نیکه په نوم پیژندلې کیږي – د میرویس نیکه په کال 1715 کښې د مر ګ نه پس د هغه ورور عبدالعزیز هوتک د افغانستان امیر شو- عبدالعزیز خان دوه کاله بادشاهي وکړه او په کال 1717 کښې خپل وراره د میر ویس نیکه زوی شاه محمود هوتک مړ کړو – شاه محمود هوتک پخپله د اتلس کالو په عمر کښې د افغانستان بادشاه شو – د عبدالغزیز خان زوی اشرف خان د شاه محمود هوتک په قید کښې ؤ – په کال 1725 کښې اشرف خان افغان افسرانو د زندان نه ازاد کړو او د شاه محمود هوتک په خلاف یې کودتا پیل کړه – په کودتا کښې محمود هوتک ووژلې شو او اشرف خان په تخت کښیناستو –
اشرف خان هوتک ته په کال 1730 کښې نادر شاه افشار شکست ورکړو او د سیستان پولې سره نزدې د بلوڅو یوې ډلې ووژلو چې د حسین هوتک لخوا لیږلي شوي وو – ځینې تاریخ پوهان واي چې د حسین هوتک زوی ابراهیم هوتک وژلې وو – حسین هوتک د خپل ورور شاه محمود هوتک په بدل کښې اشرف خان مړ کړو –
د شاه حسین بادشاهي د کندهار پورې محدوده وه ځکه چې د اشرف خان د مرګ نه پس زیاته علاقه د نادر شاه افشار د واکمنې لاندې وه – حسین هوتک شاعر هم وو او په کال 1738 کښې نادر شاه افشار اعدام کړو – د حسین هوتک د مرګ سره د هوتکي کورنۍ واکمني هم پای ته ورسیده او هغه افغانستان چې میرویس بابا ازاد کړې وو ، دهغې کورنئ بیا غلام کړو –
پټه خزانه دحسین هوتک په وخت کښې په کال 1728 – 1729 کئې محمد بن داود خان بن قادر خان هوتک لیکلې وه –
د پښتو د لیکدود په حواله پوهانو د پټې خزانې ذکر نهٔ دې کړې – وجه یې هم دا کیدې شي چې پټه خزانه د بایزيد پیر روښان د خیرالبیان نه ورستو لیکلې شوې ده ځکه د پټې خزانې اصلیت يا جعلیت د پښتو د تورو د ایجاد په سند څه اثر نه غورزوي –