پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

نهمه برخه

د قران شریف لومړۍ ژباړه او تفسیر په پښتو ژبه په کال 1794 کښې لیکلې شوی دی –
دا تفسیر د “ تفسیر افضالیه “ په نوم یادیږي چې د پیښور د هزارخوانئ اوسیدونکي مولوي رکن الدین مومند لیکلې دې-

بیا ورستو په پښتو ژبه د قران شریف نور تفسیرونه هم لیکلي شوي دي چې د مولوي دوست محمد خټک تفسیر “ تفسیر بدرالمنیر” ( کال 1896 ) ، د مولوي مراد علی تفسیر  “ تفسیر یاسیر “( کال 1893 ) ، د مولوي عبدالودود سرحدي تفسیر “ ظهیرالتفسیر“  ( کال 1943 ) ، او د مولوي عبدالروف کاکړ  تفسیر “ تفسیر افغاني “  ( کال 1942  ) شامل دي –

د قران شریف په پښتو کښې لومړې منظومه ژباړه د سید جعفرحسین ریښتوني ژباړه شمیرلې کیږي چې هغه په کال 1968 کښې لیکلې وه-

د قران شریف په کوردۍ ژبه کښې ژباړه او تفسیر  په لومړی ځل محمد جلیل زاده (1876 – 1943) لیکلې دې چې د “تفسیر کوردي”  په نوم پیژندلې کیږي –

د ایراني کردستان په همدان ښار کښې لومړۍ اسلامي مدرسه په کال 950 کښې جوړه شوې وه  – په دې مدرسه کښې به د تفسیر ، حدیث ، فقه ، منطق ، قانون ، ریاضي ، فلکیات ، طب ، او فلسفې زدکړې کیدې – دا دې مدرسې ټول نصابي کتابونه په عربي ژبه کښې وو او د فارسۍ او د کوردۍ ژبې په ژباړه به وئیل کیده –

د عربي ژبې د لیکدود 29 توري دي  چې ځینې پوهان یې د یو توري په اضافه دیرش شماري او په ځینې عربي هیوادونو کښې د یو توري په کمي 28 شمارلې کیږي- لکه د  “ لا “ توري اوس ځان ته بیل تورې نه شې ګڼلې – داسې په ځینې عربي هیوادونو کښې د “ء “ او “ ی “ او د “ ے” شمار هم بدل دې – د “ء “ تورې هم  ځان ته تورې نهٔ شي کڼل –

د فارسي ژبې د لیکدود 32 توري دي – فارسۍ ژبې 28 توري د عربي ژبې نه په پور اخستي دي او څلور اضافي توري د فارسۍ خپل دي- د څلور توري  پ ، چ ، ژ او ګ دي –

د کوردۍ ژبې الفبا دوه قسمه 
دی ، لومړی ته حوار الفبا واي چې په لاطینې رسم الخط کښې لیکلې کیږي – لاطیني رسم الخط او رومن رسم الخط یو دې – د حوار الفبا 31 توري دي چې 26 د لاطیني ژبې نه په پور اخستي شوي دي او 5 ورسره نور اضافي کړي شوي دي – د لاطیني ژبې او د انګریزي ژبې 26 توري یو دي-
د لاطیني الفبا نوې لیکدود په کال 1932 کښې خپل کړې شوې دې او د کردو کرمانجي او ذاذاکي لهجې په دې رسم الخط کښې لیکلې کیږي – د رسم الخط د ترکیه او سوریا په کردستان کښې رائج دې

دویم قسم یې د کوردي عربي الفبا دي  – د الفبا دغه  قسم  34  توري لري – د عربي ژبې او د فارسي ژبې ټول توري یې په پور اخستي دي او دوه اضافي توري یې خپل دي- د کوردۍ ژبې سوراني لهجه په دې رسم الخط کښې لیکلې کیږي –  دا رسم الخط د ایران او عراق په کردستان کښې رائج دې-

د پښتو د لیکدود د تورو شمیر 45 دې – ځینې پوهان یې 44 او ځینې یې 46 شماري  –  د عربي ژبې نه یې ټول 28 توري په پور اخستي دي –  د فارسي ژبې نه یې 4 توري په پور اخستي دي او 13 یې خپل دي- د دیارلس توري دا دي – ټ ، څ ، ځ ، ډ ، ړ ، ږ ، ښ ، ڼ، هٔ ، ي ، ې ، ۍ  او  ئ – 

بیا داسې توري چې د پښتو مکمل مخصوص  توري دي  هغه  – ټ ، ډ ، ړ ، څ ، ځ ، ږ ، ښ او ڼ

دی د پښتو د لیکدود موجد بایزید انصاري پیر روښان ګڼلې کیږي – د بایزید انصاري پیر روښان “ خیرالبیان “ د پښتو وړمبې مکمل کتاب ګټلې شي  چې په کال 1651 کښې په څلورو ژبو  پښتو ، عربي ، فارسي او اردو (پنجابی ) کښې لیکلې شوې دې – د خیرالبیان په لومړي سر کښې هغهٔ د پښتو د لیکدود د تورو تفصیل او  طریقه ښودلې ده – ځکه بایزید پیر روښان د پښتو لیکدود موجد ګڼلې شي –

پوهان واي چې د خیرالبیان نه مخکښې د پښتو د مخصوصو اوازونو د پاره څه منلي شوي علامات نهٔ وو –

د پښتو داسې اوازونو ته توري او علامات جوړول چې په عربي او فارسي کښې نشته دبایزید انصاري پیر روښان لوی کمال دې او د علم او پوهې پوخ ثبوت دې –

اخوند درویزه بیا د بایزید انصاري  پیر روښان په لیکدود کښې څه ترمیمات وکړل او دوه توري یې په بدل شکل کښې ولیکل – لکه د “ د” په ځای یې “ږ” او د “ ږ” په ځای یې “ ژ “ لیکلې ده –

او “ ڼ” یې د الفبا نه  وویستلو –

د اخوند “ مخزن الاسلام “ د خپل وخت مشهور کتاب وو –

خوشحال خان بابا هم په څه لږ زیات ترمیم سره بل رسم الخط خپل کړې وو –

دا یقیني ده چې د خوشحال بابا د نظر نه د پیر روښان او د اخوند درویزه رسم الخط تیر شوې وو ځکه چې په خپل کلام کښې یې د دواړو ذکر کړې دې –

اکثر پښتانه اوس هم د بایزید انصاري پیر روښان  په لیکدود کښې لیکنې کوي خو دا  لیکدود ورستو د پښتو اکیډمۍ پیښور په اهتمام په باړه ګلې مرکه کښې نور هم چاڼ شو او صفا شو – په دې مرکه کښې د لیکدود د پاره اصول او ضوابط ولیکلي شو او د باړه ګلۍ د لیکدود په نامه مشهور شو –

په کال 1990 کښې په باړه ګلۍ هزاره کښې د کوزې او برې پښتنونخواه یو سل پنځهٔ دیرش پوهان، د لسانیاتو ماهرین ، شاعران او ادیبان د پښتو د یو مشترکه رسم الخط د وضع کولو پاره راغونډل شول – د مرکې پوهانو د پښتو د لیکدود په اړه درې ورځې تفیصلې مرکې وکړې او د پښتو په لیکدود کښې یې ډیرو مسایلو  ته ممکن حل راویستو – د پښتو لیکدود مشترکه رسم الخط د وضع کولو د پاره دغه پوهانو اوولس فیصلې وکړې چې د باړه ګلۍ د مزاکرې د فیصلې په نوم یادیږي –

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!