ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
اومه برخه
د فارسۍ شاعرانو چې څومره په مهارت تاریخ او کلتوري دودونه د شعر په ژبه د یو بل سره تړلي دي هغه پخپله یو کلتوري میراث دے – دا یو داسې هنر ؤ چې په فارس کښې د ننه او د فارس نه بهر یې د خلکو په زړونو کښې ډیر زر ځای وموندو فردوسی په خپل کتاب “شاهنامه “ کښې چې څنګه د فارس د بادشاهانو قیصې په نظمونو کښې بیان کړی دي د هغې خبر او اثر هر کور ته رسیدلےدے- او د هغې د اثر نه پښتانه او کرد هم بهر نه دي – بلکې په شعر کښې تاریخي واقعات بیانول یو داسې نوې رجحان وو چې تر اوسه دوام لري-

د پښتو او د کوردۍ په شاعرۍ د فارسۍ اثر ډیر ژور دے – د فارسئ د شاعرئ نه دواړو ژبو د ګڼ شمیر رنګونو تر څنګ د تصوف رنګ هم خپل کړے دے – د پښتو او دکوردۍ ژبې په شاعرۍ کښې ډیر شریک ټکي د فارسۍ او د عربۍ نه راغلي دي
ساقي ، شراب ، میخانه ، ګلاب، بلبل ، حسن ، عشق ، عاشق ، محبوب ، هجر ، فراق ، هجران ، تقدیر ، تدبیر ، پروانه ، دیوانه ، پارسا ، مسیحا ، محبت ، چشمان ، جبین ، صبر ، بهار او خزان او داسې نور بې شمیره ټکي د فارسۍ او د عربۍ نه پور اخستي شوي دي-
کردو او پښتنو نه صرف د فارسۍ د شاعرۍ نه ټکي او لغتونه خپلې کړی دي بلکې اسلوب و قواعد ، د فکر سلسلې او صوفیانه اثر یې هم خپل کړے دے – د فارسۍ نه دواړو ژبو بحر، عروض ، کافیه ، ردیف ، مطلع ، مقطع ، استعارې او تشبیهې هم په پور اخستي دي –
| منصور به ویل چې دا کعبې د طواف په ځای دې خلک د خپل زړه اووه ځله طواف وکړي ځکه چې خدای په کعبه کښې نهٔ بلکې د خلکو په زړه کښې اوسیږي – |
د فارسۍ د بیت ، قطعه ، حمد ، نعت ، رباعي ، غزل ، نظم ، مثنوي ، قصیده ، مسدس او د نورو صنفونو په وزن په دواړو ژبو کښې صنف موجود دی- بلکې په پښتو او کوردي ژبه کښې د صنفونو نومونه هم د فارسۍ او د عربۍ نه خپل کړي شوي دی-
د داستان نوم د فارسۍ نه د شلو نه زیاتو ژبو خپل کړی دی
په تشبیه او په تمثیل په نزاکت کښې
عذوبت مې د خبرې چند در چند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معنی مې د شیراز او د خجند کړ
د بوستان ونې مې واړه پیوندي دي
حقیقت مې د مجاز سره پیوند کړ
په فارسئ ژبه مې هم ژبه ګویا ده
په پښتو ژبه مې خلق بهره مند کړ
خوشحال بابا
د فارسۍ د شاعرۍ ذکر چې کله هم او چرته هم کیږي د حکیم فردوسي د “ شاهنامه “ د مولانه رومي د “ مثنوي “ د حافظ شیرازي د “ دیوان حافظ “ د سعدي شیرازي د “ ګلستان او بوستان “ او د عمر خیام د “ رباعیات “ نه بغیر به نیمګړی وي – د دې کتابونو تاریخي او کلتوري اهمیت ځکه زیات دے چې په ایران او په ګاونډيو سیمو کښې یې اخلاقي او روحاني لارښودنې کړی دي –
د کردو او د پښتنو هر شاعر او عالم د دې کتابونو د مشال نه رڼا اخیستې ده او بیا یې په خپله ژبه کښې خوره کړې ده –
د کردو او پښتنو اکثر پخوانیو شاعرانو او عالمانو به عربي او فارسي هم وئیلې شوه ځکه چې دواړه د درس و تدریس ژبې وې –
رباعي ده کهٔ قطعه کهٔ مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي در و لال
په فارسي ژبه کهٔ نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه مې مهٔ غواړه مثال
که له هجوې له غندنې درته وایم
فردوسي مې په دې کار کښې نهٔ دې سیال
خوشحال بابا
داستان په پښتنو او کردو کښې ډیر مشهور صنف دے- پښتنو او کردو په داستان کښې ډیر شفاهي روایتي تاریخ خوندی کړے دے –
په شاعرۍ کښې که چرته د داستان خبره کيږي نو د نظامي ګنجوي د پنج ګنج خبره به ضرور کیږي – پنج ګنج د پنځو ( مخزن الاسرار ، خسرو شرین ، لیلی مجنون ، سکندرنامه او هفت پیکر ) اوږدو منظوم داستانونو مجموعه ده چې د پنځو خزانو په نوم یادیږي – دا پنځه منظوم داستانونه د داستان د صنف بنیاد ګڼلې کیږي- کردو او پښتنو دواړو د فارسۍ نه د داستان صنف خپل کړې دی-

کله چې په شاعرۍ کښې د تصوف ذکر وي هلته به د منصور حلاج او د ابن عربي د وحدت الوجود د فلسفې ذکر ضرور وي – د پښتنو او د کردو په شاعرۍ کښې یې ذکر بیخې ډیر شوې دې-
منصور (857 – 922) په شاعرۍ کښې د تصوف او د شهادت علامت دے – د پښتو او د کوردۍ ژبې په شاعري کښې د منصور نوم د معصومیت او د بې ګناهئ داسې استعاره ده لکه څنګه چې یوسف د حسن استعاره ده –
منصور حلاج په مارچ 24, کال 922 کښې په بغداد کښې د نهه کاله قید نه پس د کفر په تور اعدام کړې شو- د اوسپنې په زنځیرونو کښې تړلي شوي منصور نه یې اول لاس او پښې پرې کړل – د ټولو خلکو په وړاندې دار ته وخیژول شو – د مرګ نه پس یې د هغه سر هم پرې کړو او جسد یې په اور وسوځو او ایرې یې د دجلې سیند ته وغورزولې-
د منصور و حال ته ګوره حال یې څهٔ شو
خدای دې فاش د هیچا نهٔ کاندي پټ راز
رحمان بابا
په منصور دا تور ؤ چې هغه به د “ انا الحق “ خبره کوله- دویمه دا چې منصور به ویل چې دا کعبې د طواف په ځای دې خلک د خپل زړه اووه ځله طواف وکړي ځکه چې خدای په کعبه کښې نهٔ بلکې د خلکو په زړه کښې اوسیږي –
د منصور دغه خبرې کم او بیش ډیرو شاعرانو په خپل کلام کښې تکرار کړې ده –
خدای مکه کښې نشته د منصور د خولې مې واوریده
لاړ شه لیونیه ، شه د ځان په تماشه
غنی خان
| د کردو او پښتنو اکثر پخوانیو شاعرانو او عالمانو به عربي او فارسي هم وئیلې شوه ځکه چې دواړه د درس و تدریس ژبې وې – |



ډیر ښکلے تحریر . دوه خبرې کول غواړم . اول دا چې د پښتو خپل نظم موجود وو لکه امیر کروړ او بیټ نیکه . دغه رنګ ټپه ، سندره ، چاربیته ، بدله، نیمکۍ او کاکړۍ موجودې وے او نن هم شته د فارسۍ د اثر نه بهر .
دویمه خبره دا کول غواړم چې د پیر روښان نو لیکوال بس نوم. لیکلے او حمزه شنواري سره ئ بزیکټ کې بابا لیکلي . دا غټ زیاتی دی ځکه چې بلها پښتانه حمزه ته د بابا مقام نه ورکۍ خو ټول پښتانه پیر روښان ولی و الله ګنړي. لیک کې دغه سلسله کې احتیاط پکار دی. مننه به وي