لیک: افتاب سليم
خان عبدالولي خان به یو خبره کوله چې د سیاسي جماعت مثال د يو ګاډي وي څوک به کوزېږي او څوک به راخېژي ـ د ولي خان د خبرې مطلب دا وۀ چې د خلقو په تلو او راتلو د پارټۍ وجود باندې هېڅ اثر نه پرېوزي ـ دې خبره کښې ډېر حده پورې حقیقت دے ـ
مسلم ليګ نه وړاندې ثمر بلور زرداری او بلاول ته هم د شاملېدو خواست کړی ؤ خو بنديانو ولی باغ سره وفا وکړه ثمر بلور شموليت ې قبول نکړو پنجاب تاريخی دښمن دے ځکه ې داسې وکړل |
خو پارټي چې په يو نظريه روانه وي ، یو منشور لري او داسې لار ښود لري چې وخت په وخت د حالاتو مطابق د دغې نظريې او منشور حفاظت کوي او دومره لچک لري چې چرته د ترميم ضرورت وي نو پکښې تبديلي راولي ـ نو کېدے شي چې ډېرې د ګاډي سورلۍ به خپل دغه سفر هم دغې ګاډي او هم دغه ډرائيور (رهبر) سره جاري وساتي ـ او کۀ داسې نۀ وي نو بیا به د اجمل خټک ، افضل خان لالا ، لطیف اپريدي ، سلیم راز ، هاشم بابر او د نورو داسې نظرياتي خلقو د اخراج باعث جوړېږي ـ ډېر خلق پارټي پرېږدي ، ګيلې هم لري خو چې په خوي دروند وي او د یو نظريې خاوند وي نو خپل موقف به په دليل پېش کوي ، سپکې سپورې به نۀ وائي او مشران به په غلطو لفظونو نه یادوي ـ

غرض مې د ولی خان خبره وه چې څوک به ځی او څوک به راځی خو د دې پارټۍ په بنيادونو کښې د باچا خان بابا د ولی خان او د بلها شهيدانو د وينو قربانئ دی چې سخت نه سخت حالاتو کښې ئې هم خپل وجود ماتېدو ته نۀ دې ورکړے ـ باچا خان بابا به وئيل چې ٫٫ ما سره نه حکومت شته نه خزانه ، نه راسره وزیري او مشيري شته ـ ما سره صرف تکليفونه دي کۀ تاسو دا تکلیفونه برداشت کولے شئ نو ما سره ودرېږئ ،،ـ او هم دغه وجه ده چې نن په داسې حالاتو کښې هم چې د پاور پالېټکس د پاره د پښتنو په زمکه کومه لوبه روانه ده هغې کښې هم عوامي نېشنل ګوند په خپل موقف ټينګ ولاړ دے ـ
دا دومره اوږد تمهید مې ځکه وتړو چې خبره ثمر بلور ته ورسوم چې د عوامي نېشنل ګوند نه ئې لارې جدا کړے ـ بلور خاندان د ډېر وخت نه عوامي نېشنل ګوند سره کلک پاتې دے ـ په سختو حالاتو کښې هم ئې خپله سیاسي وفاداري نۀ ده بدله کړے ـ
پښتنو د بلور هاوس د خرڅېدو او د حاجی بلور د پېښور پريښودو درد لا تازه ؤ چې ثمر پرې بل ګزار وکړو دبلور خاندان ټولې قربانئ ې په پنجاب لاهو کړې |
قربانۍ ئې ډېرې هم دي او د مشر حاجي غلام احمد بلور په صورت کښې اوس هم د يو وفا د مجسمې په شکل کښې خپل وجود ماتېدو ته نۀ پرېږدي ـ بل خوا ګوند هم په هر وخت کښې د دوي خيال لکه د خوږ ګوتې ساتلے دے ـ د پارټۍ دننه غټې عهدې ورکړی شوي دي ـ چې کله هم حکومت کښې راغلي دي نو په مرکز او صوبه کښې اهم وزارتونه به هم د دوي وو ـ صرف د صوبې د وزیر اعلیٰ په وجه د بعضې خلقو دا اعتراض وۀ خو د اتحادي حکومت او سیاست خپلې مجبورۍ وي او هم دغو مجبورو عوامي نېشنل ګوند مجبوره کړو او حېدر هوتي د صوبې وزیر اعلیٰ شو ـ ځکه چې پيپلز پارټۍ کښې د څۀ خلقو په بلور خاندان اعتراض وۀ ـ دلته دا خبره به هم وکړو چې د ګوند د وزير اعلیٰ د پاره د حېدر هوتي انتخاب که اول اول غلطه ګڼلی کېدو خو روستو هغه ثابته کړه چې د باز د جالې نه هم باز پاڅی
د ثمر بلور پارټي پرېښودل څۀ دومره اهميت نۀ لري ـ او نۀ ئې پارټۍ ته څۀ خاص نقصان رسي ـ خو بلخوا د بلور خاندان ته چې ګورو نو د نفاق یو بل قدم پکښې پورته شو ـ پښتنو دبلورهاوس د خرڅېدو او حاجی بلور د پېښور پريښودو درد لا تازه ؤ چې ثمر بلور پرې بل ګزار وکړو او د بلور خاندان ټولې قربانئ ې په پنجاب لاهو کړې د دې نه مخکښې غضنفر بلور هم د تحریک انصاف لمن نیولې وه ـ

ثمر بلور څۀ په نظرياتي بنیاد د عوامي نېشنل ګوند حصه نۀ وه ـ خاوند شهيد هارون بلور او سخر شهید بشیر احمد بلور په وجه د نېشنل ګوند ټکټ ورته ملاؤ شو او د صوبائي اسمبلۍ غړې جوړه شوه ـ خو نظرياتي تړون ئې نه لرلو صرف د خاوند او سخر سیاسي جدوجهد ئې مخکښې پروت وۀ چې پارټۍ ورله دوه ځله ټکټ ورکړو ـ او هم دا وجه ده چې د یو غېر نظرياتي پارټۍ سره تعلق لرونکي پلار اثر پرې وۀ نو ځکه ئې خپله لار بدله کړه ـ د مشر حاجي غلام احمد بلور سترګو ته ئې هم ونۀ کتل او د مفاداتو د سیاست ترمخه ئې خپله سیاسي قبله بدله کړه ـ او هلته لاړه چرته ئې چې د پلار او د نيکۀ تربیت بوتلې شوه ـ کونکې د محترمې د پلار نيکه مونږ شين ؤ او بلور خاندان ته د راتلو نه پس ورته پښتنو د سور ګل په نظر کتل د بشير بلور او هارون بلور د شهادت ثمرات ې خوړل او ثمر بلور ته پښتنو خپل احترام او ولی باغ ورته څادر ورکړی ؤ.
د پېښور په سیاست کښې ثمر بلور څۀ سیاسي زور نۀ لري ـ ثمر نه چې بلور لرې شي نو د پېښور سیاست کښې به ئې هېڅ اثر و رسوخ پاتی نشی
د نېشنل ګوند سياست ته ترې هېڅ نقصان نۀ رسي ـ صرف بلور خاندان کښې ئې تقسیم او نفاق راوستو او بغېر د بلور د لاحقې نه به ثمر صرف بې ثمره پاتې شي ـ اګرچې وقتي سیاسي فائده به اوچته کړي او د اسمبلۍ ممبره به منتخب شي او هغه هم د عوامي انتخاب په ذریعه نه بلکې په مخصوص نشست باندې ـ او د مخصوص نشست باندې منتخب کېدل نه څۀ اهميت لري او نه د مستقبل سیاست کښې ورله څۀ فائده ورکولے شي البته بلور خاندان ته ې سياسی تاريخی طور د هغه ډکټيټرانو نه زيات نقصان ورکړو چې د تاريخ په اوږدو کښې ې څنګه ولی باغ مات کړے نه دے دغه شان ې بلور هاوس له هم ماتې ورکړې نه ده خو ثمر بلور د پنجاب هغه خنجر د بلور خاندان په ګېډه ومنډلو چې پخوا پنجاب د ډاکټر خان صېب په ګېډه ورمنډلی ؤ.پنجاب بيا خپله تاريخی دښمنی وکړه کنی د مسلم ليګ ن نه وړاندې ثمر بلور زرداری او بلاول ته هم خواست کړی ؤ چې زه پيپلز پارټئ ته درځم خو سندهيانو ولی باغ سره وفا وکړه پنجاب تاريخی دښمن دے ځکه ې داسې وکړل
بس صرف دومره به ووايو چې پہنچی وہیں پہ خاک جہاں کا خمیر تھا ـ