پښتو عالمی کانفرنس د تاريخ په پاڼو کښې

دريمه  برخه

دوېمه ورځ ۲۰ اپرېل وړومبې نشست:
سټېج سېکرټري: عبدالرحيم مندوخېل
پرېزېډيم: پروفېسر طالب تاجک ، يونس خليل ، پروېش شاهین ، رضا محمد رضا ، شېر زمان غمژن او سلیم راز
په دې نشست کښې شاهده بي بي او عبدالکریم بريالي خپلې مقالې وړاندې کړې ـ

دوېم نشست:

سټېج سېکرټري: پروېش شاهین
پرېزېډيم: کرامت شاه فولاد ، سردار خان فنا ، مهرالنساء افريدۍ ، وارث خان ، سلطان محمد صابر ، محسود ، سعد الله
جان برق ، فخر زمان ، عبدالکریم بريالې او سلیم راز
مقالې او تقريرونه: په دې نشست کښې فخر زمان ، ډاکټر وارث خان ، مهرالنساء افريدي ، رخسانه ، رضا محمد رضا ، اصغر لالا او سیال کاکړ تقريرونو وکړل او مقالې ئې واورولې ـ

درېم نشست: ثقافتي شو ـ په دې نشست کښې خاکې ، اتنړونه ، ترانې او د موسيقۍ پروګرام وشو

وړومبې نشست:سټېج سېکرټري: شېر زمان غمژن

پرېزېډيم: کرنل عنايت الله ، پير طلا محمد ، ډاکټر امين الحق ، پير ګوهر ، اکمل اسد ابادي ، رضا همداني ، ډاکټر اسرار ، حاجي سکندر خان او سلیم راز

مقالې او تقريرونه: بېګم نسیم ولي خان تقرير وکړو او شېر علي باچا ، سید مختار باچا ، ډاکټر سالار ، فضل دين خټک او افتخار افريدي خپلې مقالې پېش کړې ـ

دوېم نشست بزنس سېشن:

سټېج سېکرټري: اکبر حیات کاکاخېل

پرېزېډيم: مختار باچا ، سیال کاکړ ، جعفر اچکزي ، عزيز اللّه ، فاروق مهتاب ، منتظر بېټنې ، تاج امر ، مرتضیٰ خان شاهين ، افتخار افريدے ، عبدالکریم بريالې ، فخر زمان او سلیم راز په دې سېشن کښې سلیم راز اعلان نامه پېش کړه ، منتظر بېټني او سعد الله جان برق قراردادونه وړاندې کړل او بيا په اخره کښې سلیم راز اختتامي کلمات ادا کړل ـ د کانفرنس اخري پروګرام مشاعره وه چې انچارج ئې قمر زمان قمر وۀ او د سټېج سېکرټري فرائض ودود اشنغري ادا کړل ـ په دې مشاعره کښې په ګڼ شمېر شاعرانو خپل کلامونه واورول او د مشاعرې سره دا تاريخي کانفرنس پائې ته ورسېدۀ

      وړومبې عالمي پښتو کانفرنس او اورولې شوې مقالې:

د وړومبي عالمي پښتو کانفرنس تقريرونه

۱ ـ باچا خان  ۲ ـ امیر حمزه خان شينواري  ۳ ـ فخر زمان  ۴ ـ پروفېسر محمد نواز طائر  ۵ ـ پروفېسر جهانزېب نياز  ۶ ـ مهرالنسا ء افريدي  ۷ ـ بېګم نسیم ولي خان  ۸ ـ رخسانه  ۹ ـ شاهده بي بي

پېغامونه: د باچا خان ، مير غوث بخش بزنجو ، بې نظير بھټو ، محمود خان اچکزۍ ، رسول بخش پلیجو ، سيد يوسف حسېن ، اجمل خټک ، مجنون ګهورکپوري ، پروفېسر ممتاز حسېن ، عبدالله ملک ، سيده بشریٰ بېګم ، کبير ستورې ، ابوالخېر ځلاند ، رېډيو پیکنګ چين ، پروفېسر ډي اېن مېکنزي جرمني ، پروفېسر ګرېونبرګ روس ، ډاکټر اسد الله حبیب کابل پوهنتون ، د افغانستان د لیکوالو انجمن ، د افغانستان ډېموکرېټک جمهوريت د لوړو او مسلکي تحصيلاتو وزارت ، بایزید روښان پوهنتون ننګرهار د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځۍ ، محمد امان صافي سعودي عرب ، تاج انور اعجاز دوبۍ ، حامد قرېشي بحرېن ، مهرونېش خان صديقي دوحه قطر ، حسېن احمد صادق قطر او د محمد علي زاهد سعودي عرب پېغامونه راغلي وو ـ

    د دې کانفرنس د ثقافتي پروګرامونو حصه موسيقي ، خاکې ، اتڼونه او عالمي پښتو مشاعره وه ـ د ثقافتي پروګرامونو په کامیابولو کښې د ډېموکرېټک اسټوډنټس فېډرېشن ، پښتون اسټوډنټس فېډرېشن ، پيپلز اېس اېف او د پي اېس او هم اهم کردار وۀ ـ خو کۀ دا ووئيلي شي چې د پښتو ژبې فنکارانو او هنرمندانو چې په کومه مينه او بغېر د څۀ معاوضې شرکت وکړو هغه د خپلې ژبې سره د هغوي د مينې يو واضح ثبوت وۀ ـ دې ثقافتي پروګرامونو کښې اسماعيل شاهد ، قاضي ملا ، سېد رحمان شينو ، مه جبین قزلباش ، کشور سلطان ، ګلزار عالم ، خان تحصيل ، زر څانګه ، معشوق سلطان ، باغ ارم ، سردار علي ټکر او نور ډېر ګڼ شمېر سندرغاړو او ډرامه ارټسټانو د خپل فن مظاهره کړې وه ـ

د پښتو وړومبې عالمي کانفرنس د ضیاءالحق د مارشل لاء په دور کښې شوې وۀ ـ او هم دا وجه وه چې اجمل خټک د خپلې جلاوطنۍ د وجې دې کانفرنس کښې شرکت ونۀ کړې شو ـ د افغانستان نه پېغامونه هم راغلي وو او په حکومتي سطح شپږ مندوبین او ګڼ شمېر فنکاران هم راروان وو خو د پاکستان حکومت ورله وېزې ورنکړې ـ

     په دې کانفرنس کښې د پښتونخوا د صوبې ، د جنوبي پښتونخوا او د سندھ کراچۍ پښتنو ليکوالو او ادبي تنظیمونو په ګڼ شمېر کښې شرکت کړے وۀ ـ د نورو ژبو ليکوالو هم دې کانفرنس کښې ګډون کړے وۀ ـ د پنجاب نه فخر زمان او د کراچۍ نه راحت سعید او ملګري ئې کانفرنس کښې شرکت د پاره راغلي وو ـ

    دې کانفرنس کښې د باچا خان ، خان عبدالولي خان ، بېګم نسیم ولي خان او آفتاب احمد خان شېرپاو په شان ستر سیاستدانان موجود وو ـ

     کانفرنس وشو او ښۀ کامیاب کانفرنس ثابت شو ـ خو دې کانفرنس سلیم راز او د هغوي ملګرو ته ډېر زخمونه هم ورکړل ـ د دوي د ژبې او ادب د پاره بې لوثه خدمت ته هم ونۀ وکتلې شو او مختلف الزامونه او نيوکې وشوې ـ د دې کانفرنس ډېر تاريخي تصويرونه مختلفو خلقو خپله قبضه کښې کړل او سلیم راز ته ئې حواله نۀ کړل ـ د کانفرنس مکمل ويډيو رېکارډنګ شوے وۀ ـ خو چې کوم ويډيو شاپ سره دا ويډيو رېکارډنګ وۀ هغۀ د پېسو د عدم ادائيګۍ په وجه وېډیو کېسټې ايسارې کړې وې ـ داسې د نورو اخراجاتو څۀ لږې ډېرې پېسې پاتې وې ـ چې ورله اخر سلیم راز خپله څۀ زمکه خرڅه کړه ـ ویډو شاپ والا ته چې پېسې ورکړې شوې نو هغۀ ووئيل چې زۀ به دا ټول رېکارډنګ قېصر اېډوکېټ په ذريعه درواستوم ـ اتۀ دېرش کاله تېر شول څلور کاله مخکښې سلیم راز هم وفات شو خو د پښتون قام دا تاریخي او قيمتي امانت اوسه پورې مخې ته رانغلو ـ د کانفرنس صرف يو مختصر ویډو چې د باچا خان د تقرير ده په سوشل مېډيا خوره ده ـ نور ټول پروګرام په دې وجه د چا قبضه کښې دے چې د سلیم راز او د هغۀ د ملګرو دا کامياب کانفرنس او د پښتون قام دا امانت دې د وخت تېرېدو سره د خلقو د یاداشت نه وباسي ـ خو دا ځکه ممکن نۀ ده چې کله هم د پښتو ژبې او ادب د کانفرنسونو خبره کېږي نو وړومبې نوم به د سلیم راز او د هغۀ د ملګرو اخستلې کېږي ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!