د کانفرنس مشري او جوړښت: په کال ۱۹۸۶م کښې انجمن ترقي پسند مصنفین کراچۍ کښې د ګولډن جوبلي کانفرنس اهتمام وکړو ـ دا يو کامیاب کانفرنس وۀ چې د اردو ژبې مشهورو ليکوالانو سره د پاکستان د نورو ژبو اديبانو هم پکښې شرکت کړے وۀ ـ د دې کانفرنس د پاره د پښتونخوا کنوينر سلیم راز منتخب شوے وۀ ـ او ورسره په انتظامي کميټۍ کښې رضا همداني ، سردار خان فنا ، سېف الرحمان سليم او مرزا ګل مومند شامل وو ـ د دې کانفرنس کامیابۍ د سلیم راز په زړۀ کښې دا خواهش پېدا کړو چې د پښتو ژبې او ادب په حواله هم یو کانفرنس وشي ـ او دا خواهش سلیم راز د خپلې هلکوانۍ نه لرو ـ چې ايوب صابر او قلندر مومند سره به ئې په خپلو خطونو کښې د پښتو ژبې د کانفرنس متعلق خبرې اترې کولې
ترقي پسند ادبي ګولډن جوبلي کانفرنس کښې شرکت کولو نه پس چې سلیم راز واپس پښتونخوا ته راغې نو د پښتو ژبې او ادب په حواله د کانفرنس منقعد کولو د پاره ئې هلې ځلې شروع کړې ـ او په دې سلسله کښې په ۲۸ مئي ۱۹۸۶ پېښور کښې د پښتو ژبې د ادیبانو ، شاعرانو او دانشورانو یو اجلاس منقعد شو ـ چې صدرات ئې مشهور شاعر ، ادیب او صحافي میر مهدي شاه مهدي وکړو ـ په دې اجلاس کښې د عالمي پښتو کانفرنس د ضرورت او اهميت په اړه بحث او مباحثه وشوه او دا فېصله وشوه چې د دې کال د ستمبر میاشت کښې به د عالمي پښتو کانفرنس انعقاد کېږي ـ او ټولو په شريکه شاعر ، ادیب او صحافي سلیم راز د مجوزه عالمي پښتو کانفرنس د ارګنائزنګ کميټۍ چیئرمین منتخب کړو ـ او دا اختيار ئې هم ورکړو چې د کانفرنس پروګرام مرتب کولو او خپل مدد د پاره یو ارګنائزنګ کميټي جوړه کړي ـ
په ۲۵ جون د عالمي پښتو کانفرنس سلسله کښې د ادیبانو یو اجلاس د شېر زمان غمژن په صدارت کښې وشو ـ په دې اجلاس کښې د عالمي پښتو کانفرنس په اعراض او مقاصدو بحثونه وشول او دا فېصله وشوه چې د کانفرنس کنوينر سلیم راز دې زر تر زره یو کنويننګ باډي نامزد کړي او د اجلاس د فېصلې مطابق به ډېر زر سلیم راز د کنويننګ باډۍ د غړو نومونه پېش کړي ـ په ۲۹ جون سلیم راز د کنويننګ کميټۍ د غړو اعلان وکړو چې میر مهدي شاه مهدي ، همېش خليل ، قلندر مومند ، رضا همداني ، سردار خان فنا ، مراد شينواري ، ايوب صابر ، قمر زمان قمر ، مرتضیٰ خان شاهين ، اکبر حيات کاکاخېل ، تاج امر او سردار علي ټکر پکښې شامل وو
پېښور کښې په اتمې جولائۍ د عالمي پښتو کانفرنس د کنويننګ کميټۍ اجلاس راوغوښتې شو چې صدارت ئې سلیم راز وکړو ـ په دې اجلاس کښې د کانفرنس په اغراض او مقاصدو او لائحه عمل باندې تفصيلي بحث وشو او فېصله وشوه چې د پښتو ژبې ، ادب او ثقافت د ترقۍ ، د پښتو ژبې ، ادب ، صحافت او ثقافت د مسئلو حل ، د پښتنو ليکوالانو او فنکارانو حقونه حاصلولو او تحفظ ورکولو او په نړيوال کچ هغه مخې ته راوستلو د پاره د کانفرنس منقعد کول ضروري دي ـ
د کانفرنس د اغراضو او مقاصدو د تعین نه پس په اتفاق سره کنويننګ کميټۍ ته د ارګنائزنګ کميټۍ نوم ورکړې شو ـ او د وړومبي اجلاس د فېصلې مطابق ئې دا توثیق هم وکړو چې سلیم راز به د ارګنائزنګ کميټۍ چیئرمین هم وي ـ اکبر حیات کاکاخېل د ارګنائزنګ کميټۍ سیکرټري جوړ کړې شو ـ کرنل عنايت الله خان ، ډاکټر فضل دين خټک ، مبارک احمد مبارک او تاج امر د فنانس کميټۍ ممبران منتخب شول ـ همېش خليل ، سردار خان فنا او شېر شاه ترخوي د پرېس ، پبلسټي او پبلیکشنز کميټۍ غړي نامزد شول ـ او دا خبره هم څرګنده کړې شوه چې د ارګنائزنګ کميټۍ چیئرمین او سېکرټري به د ټولو کمیټو ممبران وي ـ
د کانفرنس انعقاد کول یو چېلنج وۀ چې د سلیم راز او د هغوي ملګرو ئې تابیا کړې وه ـ د کانفرنس د اخراجاتو د پاره د فنډ جمع کولو مهم هم شروع شو ـ سلیم راز دې سلسله کښې د کراچۍ ، د بلوچستان او د پښتونخوا د مختلفو علاقو سفر وکړو او د شتمنو پښتنو او سياستدانانو نه ئې په دې لړ کښې د مالي مرستې غوښتنه وکړه ـ همداسې د هغۀ نورو ملګرو هم په دې سلسله کښې خپل کوششونه وکړل خو دا ممکنه نۀ شوه چې د ستمبر میاشت کښې دې د کانفرنس انعقاد وشي ـ
د پښتو او پښتنو په نوم سیاست کوونکو او پښتو ویونکو شتمنو نه چې کومه طمع وه هغه حاصله نۀ شوه ـ او په دې وجه کانفرنس د پاره د ۱۹۸۷ اپرېل مياشت وټاکلې شوه ـ
سلیم راز به وئيل چې ډېرو شتمنو پښتنو او سياستدانانو هغه تعاون ونۀ کړو کوم چې د دوي نه امید وۀ ـ د چندې په سلسله کښې کله چې سندرغاړې مه جبین قزلباش له ورغلو نو پينځه زره روپۍ چنده ئې هم راکړه او د کانفرنس په ثقافتي پروګرام کښې بغېر د څۀ معاوضې شرکت کولو وعده ئې هم وکړه ـ داسې کشور سلطان چې د فنکارانو د تنظيم مشره وه هغې هم دا یقین دهاني وکړه چې مونږ ټول فنکاران به په دې کانفرنس کښې د خپل فن مظاهره کوؤ ځکه چې دا د پښتو کانفرنس دے او مونږ د پښتو ژبې هنرمندان به دې سلسله کښې د چانه هم وروستو نۀ يو ـ دا فرق وۀ د پښتو په نوم سیاست کوونکو او هغه خلقو کښې چې زمونږ معاشره ورته د فنکار په نوم عزت ورکولو په ځاے ډمان وائي ـ وروستو په کانفرنس کښې د پښتو ژبې دې سندرغاړو او د ډرامو ارټسټانو د خپلې وعدې مطابق شرکت وکړو ـ
د کانفرنس نورې تياريانې هم روانې وې او سلیم راز د پښتو ژبې ادب او صحافت سره تعلق لرونکو ادیبانو سره د کانفرنس او د پښتو ژبې او ادب متعلق د مرکو سلسله هم شروع کړې وه ـ دا مرکې د ټېپ رېکارډ په ذریعه هغوي کړې وې ـ دا مرکې چې کومو شخصيتونو سره شوې وې د هغوي نومونه دا دي ـ
حمزه خان شينواري ، نوابزاده صبح صادق ، غني خان ، فارغ بخاري ، رضا همداني ، حسن خان سوز ، ايوب صابر ، کمال خان شيراني ، سلطان محمد صابر ، میر مهدي شاه مهدي ، سید تقويم الحق کاکاخېل ، اصغر لالا ، سېف الرحمان سليم ، پروفېسر جهانزېب نياز ، جعفر خان اچکزۍ ، همېش خليل ، قلندر مومند ، شېر زمان غمژن ، پرېشان خټک ، پروفېسر نواز طائر ، رحمت الله درد ، شېر علي باچا ، ډاکټر اسرار ، عبدالرحيم مجذوب ، منتظر بېټنې ، سیال کاکړ ، اکمل اسد ابادي ، سحر يوسفزې ، ربنواز مائل ، سردار خان فنا ، عابد شاه عابد ، صاحبزاده حمید الله ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، پروېش شاهین ، عبدالکریم بريالې ، سمندر خان سمندر ، سېد رسول رسا ، قاضي عبدالحليم اثر افغاني ، ملک عثمان کاسي او بهادر شاه ظفر کاکاخېل ـ
دا مرکې څۀ سلیم راز سره پرتې وې چې اوس هم محفوظ دي او څۀ شېر شاه ترخوي او اکبر حيات کاکاخېل سره وې ، چې اوس ئې پته نۀ لګي چې محفوظ به وي او کۀ نۀ ـ د دې مرکو د ټېپ د کېسټ نه کاغذ ته منتقل کول او چاپ کېدل ډېر ضروري دي او کۀ داسې ونۀ شول نو پښتانۀ به د خپل ادبي اتلانو د يو ډېر اهم باب نه محرومه شي ـ
د وړومبي عالمي پښتو کانفرنس د پاره د اپرېل ۱۹ ، ۲۰ او ۲۱ نيټه وټاکلې شوه او د پېښور تحصيل ګورګټهرۍ يو شادي هال کښې د دې د انعقاد فېصله وشوه ـ مختلفې کميټۍ جوړې شوې چې کارونه ورته حواله شول ـ مشاورتي کمیټۍ کښې مير مهدي شاه مهدي ، رضا همداني ، سردار خان فنا ، مراد شينواري ، ايوب صابر ، شېر زمان غمژن ، لطيف وهمي او همېش خليل شامل وو ـ تاج محمد امر ، کرنل عنايت الله ، ډاکټر فضل دين خټک او مبارک احمد مبارک د فنانس کميټۍ غړي وو ـ په ثقافتي کميټۍ کښې مراد شينواري ، سعد الله جان برق ، سردار علي ټکر او ګلزار عالم شامل وو ـ لطيف افريدے ، غلام احمد بلور ، میاں شاهين شاه ، اکبر جي ، کرنل علي ګوهر او ګل رحمان د استقبالیه کميټۍ غړي وو ـ او داسې اکبر حيات کاکاخېل ، ذاکر خان ذاکر ، فریدون ، ارشد طوفان ، سرور خټک ، صاحب شاه صابر ، نورالبشر نويد ، بهرام ساحل ، قمر زمان قمر ، شهاب خټک ، وسیع الله ، محمد پروېز خان ، امين الله او کفایت الله ته مختلف امور حواله وو ـ په ۱۹ اپرېل ۱۹۸۷ د کانفرنس افتتاح د بابائے غزل امیر حمزه خان شينواري په لاس وشوه ـ او مشر مېلمه ئې فخر افغان خان عبدالغفار خان وۀ ـ خان عبدالغفار خان بابا د خپل ژوند اخري تقرير هم دې کانفرنس کښې کړے وۀ ـ کله چې باچاخان بابا د ګور ګټهرۍ کانفرنس هال ته راورسېدو نو تپوس ئې وکړو چې سلیم راز چرته دے چې د کانفرنس فنډ کښې خپله برخه ورکړم ـ د نېشنل ګوند يو غړي ورته ووئيل چې مونږ له ئې راکړئ ور به ئې کړو ـ خو باچا خان بابا ونۀ منله وئيل ئې چې کانفرنس هال ته به هله ورځم چې سلیم راز ته په خپل لاس پېسې ورکړم ـ تر دې چې سلیم راز خبر کړې شو او هغه په منډه منډه د باچا خان بابا خوا ته راغلو ـ او داسې باچا خان بابا کانفرنس هال ته ننوتو نه مخکښې درې زره روپۍ سلیم راز ته په خپل لاس ورکړې
د کانفرنس وړومبۍ ورځ ۱۹ اپرېل وړومبې نشست:
د پروفېسر محمد اوېس د تلاوت قرآن پاک نه پس حمزه خان شينواري د کانفرنس باقاعده افتتاح وکړه ـ ګلزار عالم او ملګرو ئې د غني خان ترانه ووئيله ـ سټېج سېکرټري ډاکټر مطيع الله ناشاد وۀ ـ حمزه خان شينواري ، فارغ بخاري ، بهادر شاه ظفر کاکاخېل ، ايوب صابر ، حسېن بخش کوثر غوريا خېل ، جعفر اچکزۍ ، قمر راهي ، میر مهدي شاه مهدي او سلیم راز د پرېزيډيم غړي وو ـ سلیم راز صدارتي خطبه وړاندې کړه او اکبر حیات کاکاخېل رپورټ پېش کړو ـ
بيا باچا خان خپل تاريخ ساز تقرير وکړو ـ د باچا خان د تقرير نه پس د مير غوث بخش بزنجو ، بې نظير بھټو ، محمود خان اچکزي ، رسول بخش پلیجو ، عبدالله ملک ، مجنون ګهورکپوري ، ممتاز حسېن ، دي اېن مېکنزي (روس ) ، س ب ب او د اجمل خټک پېغامونه واورلې شول ـ دې نه علاوه پروفېسر نواز طائر ، جهانزېب نياز او د پرېزيډيم نورو غړو هم تقريرونه وکړل ـ
د ۱۹ اپرېل دوېم نشست:
سټېج سېکرټري: سردار خان فنا
پرېزېډيم: همېش خليل ، اصغر لالا ، ظهير افریدے ، کرنل عنايت الله ، فضل دين خټک ، احمد بېټنې ، یار محمد مغموم او سلیم راز په دې نشست کښې بهادر شاه ظفر کاکاخېل ، حسېن بخش کوثر غوريا خېل ، پروېش شاهین ، سلطان محمد صابر او عبدالرحيم مندوخېل خپلې مقالې واورولې