پښتانه به څنګه په یوه خوله شي؟

پښتانه د تاریخ له هغو ولسونو څخه دي چې غیرت، میلمه‌ پالنه، او ازادي یې د پېژند نښې دي. خو همدا ولس چې د سترو قربانیو داستانونه لري، نن له یوې سترې تشې، خلا سره مخ دی. څه شی(یووالی) دا پوښتنه یوازې سیاسي نه ده، بلکې فکري، اخلاقي او ټولنیزه ده. پښتانه به څنګه په یوه خوله شي او دا یووالی څنګه ممکن دی؟

یووالی په شعارونو نه جوړېږي، بلکې په شعور، تر هغو چې مونږ اختلاف د ځواک طاقت نښه وبولو او تفاهم کمزوري وګڼو، تر هغو به په یوه خوله کېدل یو خوب ارمان پاتې شي. حقیقت دا دی چې زمونږ وېش د قومونو، سیمو او ګوندونو تر نومونو هم ډېر ژور دی. ددې وېش زمونږ په فکرونو او زړونو کې ځای نیولی دی.

پښتون هغه وخت سره نژدې کېدلای چې لومړی د یو بل د اورېدلو حوصله زده کړي. خبرې اترې، مشورې او جرګې زده کړي ځکه چې د زمونږ د يووالی او کلتور بنسټ دی، خو دا بنسټ باید له تعصبه پاک او د انصاف پر ستن ودرول شي. که جرګه د حق پر ځای د زور ملاتړ وکړي، نو هغه د یووالي وسیله نه، بلکې د نوې شخړې، لانجې پیل وي.

زده‌کړه د یووالي تر ټولو پیاوړې ستن ده. هغه ټولنه چې خپل تاریخ، ژبه او فکري میراث په سمه توګه ونه پېژني، تل به د نورو تر روایتو لاندې ژوند کوي. کله چې پښتون ځوان د خوشحال بابا، باچا خان بابا، رحمان بابا او غني خان فکر ولولي، نو پوهه به شي چې اختلاف دښمني نه ده، بلکې تنوع ده او تنوع هغه وخت ښکلا لري چې د یو هدف تر سیوري لاندې راټوله شي.

اقتصادي عدالت هم د یووالي مهم شرط دی. لوږه، بېکاري او محرومیت انسان پر ځان راټولوي، نه پر ټولنه. کله چې خلک په ګډ کار کې خپله ګټه وویني، که هغه کرنه وي، سوداګري وي او که صنعت، نو د یو بل لاس نیول ورته اسانه کېږي. ګډ اقتصاد، ګډ تقدیر زېږوي.

رسنۍ، ادب او هنر هم کولای شي هغه کار وکړي چې وسلې یې نه شي کولای. یو شعر، یوه کیسه او یو انځور کله ناکله د زرو ویناوو ځای نیسي. که زمونږ رسنۍ د نفرت پر ځای شعور، او د وېش پر ځای وصل خپور کړي، نو د یووالي تخم به ورو ورو زرغون شي.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده. یووالی له ځان څخه پیلېږي. هغه څوک چې د خپل نظر پرته بل نظر ته ځای نه ورکوي، د یووالي خبرې یې تشې خیالي دي. پښتانه به هغه ورځ په یوه خوله شي چې اختلاف ومني، خو دښمني رد کړي، نیوکه وکړي، خو سپکاوی ونه کړي، حوصله زده کړي، په علم سمبال شي او چې د ځان تر ګټې لوړ، د ټول ولس ګټه مهمه وګڼي.

یووالی کومه ناڅاپي معجزه نه ده، بلکې یوه دوامداره هڅه ده. دا هڅه صبر غواړي، شعور غواړي، او تر ټولو زیات اخلاص غواړي. که اخلاص وي، نو لاره شته چې لاره وي، نو منزل هم شته. ځکه چې ملتونه د وسلو په زور نه، بلکې د فکر په رڼا سره یو کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!