ليک: حسېن ننګيال روغانے
دویمه برخه
د انګریزانو مخکې، خپل قوم وحشي او ناپوه ښکاره کول کله چې د دیر دریم نواب شاهجهان، د خپل ورور عالمزیب خان نه جندول قبضه کړل، نو د دهلي دورې ته لاړ او وایسراے هند ته یې د ملاکنډ ایجنسۍ د دورې بلنه ورکړه
د دې دورې په موقع، د دیر یو ښایسته سیاحتي مقام کامرانې باندې د ښکار نه وروسته وایسراے هند تیمرګرې ته راوست. د دې لپاره یې په زرګونو سلطانخېل مشران راوغوښتل. دا مشران ناخبره وو چې دوی سره نواب لوبه کوي
نواب به انګريزانو ته نه يوازې تحفې ورکولې بلکې دروغژنه وفاداری به ې ښودله څو د هغوی توجو د ديروجيانو له غربت او پسماندګئ نه واوړي |
د تیمرګرې یو ضعیفالعمر علي بابا چې د نواب په وخت کې د تیمرګرې شاهي باغ مالي پاتې شوی و، وایي چې زه خپله دې اجتماع کې شریک وم، او عمر مې پنځلس کاله و
د دوی د وینا له مخې، څلور د انګریزانو ګاډې راغلې او د نواب سره د ملاقات لپاره دننه لاړې. له ملاقات وروسته چې کله انګریزان راووتل، نو د ګاړو مخې ته خلک واړه پراته وو (لکه څنګه چې خلک ځناورو ته ږدي)، اوبه ورته پرتې وې. په زرګونو خلک د ګاړو چاپېره وو. د ځینو په لاسونو کې ډنډې وې، ځینو د ګاړو ټایرونه چاپول، او شپېلې یې وهلې
دا تماشه چې انګریزانو ولیدله، نو بې انتها حیران شول
کله چې د نواب شاهجهان نه وپوښتل شول، نو هغه وویل
(زما قوم ګاډې نه دي لیدلي، دا ساده او ناپوه خلک دي، د دوی خیال دی چې ګاډې ستړې شوې، اوس به ورته خوراک راوړې)
دا ټول د نواب خپل ګیم و، چې قوم یې داسې ناپوه او جاهل ښکاره کړي. دا حربې یې د انګریزانو د دې ځای نه ویستلو لپاره استعمالولې

د نواب اصلي مقاصد څه وو؟
هغه انګریزان د خپل قوم نه وېرول، چې هغوی د ریاست دیر نه ووځي او د نواب رعیت د غربت او پسماندګۍ نه خبر نشي
هغه انګریزان د خپل قوم نه وېرول، چې هغوی د ریاست دیر نه ووځي او د نواب رعیت د غربت او پسماندګۍ نه خبر نشي
“دا حملې زما قوم کوي، د دوی پر ځای زه معافي غواړم.”
نواب به په غرونو کښې ځاې پرځای اورونه بلول څو انګريزان دا باور وکړی چې په غرونو کښې ناست خلق د دوی ساتنه کوی |
نواب به انګریزانو ته نه یوازې تحفې ورکولې، بلکې درغجن وفاداري به یې ښودله، څو د هغوی توجه د دیروجیانو له غربت او پسماندګۍ نه واوړي
په 1933م کې، د باجوړ علماوو د تحریکِ آزادي خلاف، د انګریز ملاتړ کې د نواب پر ضد فتوی ورکړه. د دې په نتیجه کې، سلطانخېل، پایندهخېل قبایلو بغاوت وکړ، او د رباط او واړۍ کې یې د انګریزانو دوه پوستې وسوځولې
چالاک نواب انګریزانو ته د خپل قوم د انګریز ضد ثبوت ورکړ
هر شپږ میاشتې وروسته، به انګریز فوځ له دیره تیریدلو. نواب (شاهجهان) به یو طرف ته قوم ته د حملې حکم ورکاوه، او بله خوا ته به یې خپل فوځ په سخته پهره کې درول. داسې حالات به یې جوړول چې قوم حمله وکړي، بدنام شي، او انګریزان ووایي

“دا قوم زموږ دښمن دی!”
یعنې نواب د خپلو خلکو سره څومره بېوفایي او غداري کوله، یواځې د خپل اقتدار لپاره
یو قول مشهور دی:
(نواب به د خپل قوم په واسطه غرونو کې ځای پر ځای اورونه بلول، څو انګریزان دا باور وکړي چې په غرونو کې ناست خلک د دوی ساتنه کوي)
انګریزان د دې حملو نه سخت تنګ راغلل، او آخر د نواب په چال کې ښکار شول. هغوی د دیر نه خپلې پوستې ختمې کړې او یوه معاهده یې هم وکړه. د هغې معاهدې له مخې به نواب ته نوره وظیفه ورکول کېده. کله به چې د انګریز فوځ له دیر څخه تیریدلو، نو د نواب فوځ به یې حفاظت کاوه
نواب ډېر چالاک و، هغه انګریزان ړانده ساتلي وو