د ده په وینا، ډېر نارینه د کار له امله له وطنه بهر وي او د اوږدې مسافرئ له امله له غیر محفوظو جنسي اړیکو سره مخ کېږي، چې له امله یې په بهر کې د ایچ آی وي ښکار کېږي او وروسته هېواد ته شړل کېږي. کله چې کور ته راشي، له مېرمنو سره اړیکې پټ ساتي او ناروغي هغوی ته هم انتقالوي. که دوايانې په وخت استعمال نه شي، نو زیږېدونکي ماشوم ته هم د ناروغۍ خطر موجود وي. هغه وویل، په پاکستان او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې خلک دا ناروغي پټوي، خو دا د نورو ناروغیو په شان یوه ناروغي ده چې له بېلابېلو لارو بل ته لګی . ده دا خبره هم غلطه وبلله چې ایډز یوازې د غیر فطري جنسي اړیکو له لارې خپرېږي.
. څلوېښت کاله مخکې د یوې ناروغۍ پر مهال بې له ټیسټه د وینې انتقال له امله متاثره شوې وه. هغه نه یوازې خپله درملنه کوي، بلکې په هېواد او بهر کې د ناروغانو سره د درملو په رسولو او لارښوونو کې مرسته هم کوي.
هغې وویل چې د تشخیص وروسته یې دوه ماشومان د ایډز څخه هحفوظ پیدا شوي او مېړه یې هم نه دی متاثره شوی، چې دا ښايي دواي په وخت اخیستل څومره ګټور دي. هغې وویل، چې په ټولنه کې د ایچ آی وي متاثره کسانو سره د کرکې رويه کېږي، خو د ښځو ستونزې تر نارینو ډېرې دي. دوی ته په وخت ټیسټ نه کېږي، د درملو ترلاسه کول ګرانه وي، په کور کې د خوراک لوښي یې جدا کېږي، بار بار یوازې د کور کارونه ورسپارل کېږي او آن خپل ماشوم ورته په غېږ کې نه ورکول کېږي. خو کله چې کورنۍ پوهه وشي، د کورنیو چلند بدل شي او د ناروغه بنيادم ژوند اسانه شي.
ډاکټر انم، چې د حیات آباد او لیډي ریډینګ د ایچ آی وي مرکزونو همغږي کوونکې ده، وایي چې ښځې د شرم، وېرې او سختو ټولنیزو رواجونو له امله د درملنې لپاره مركزونو ته نه ورځي، او له همدې امله ډېرو ستونزو سره مخ وي. هر ناروغ باید په شپږو میاشتو کې یو ځل معاینه وکړي، چې معلومه شي چې د وایرس کچه کنټرول کې ده که نه. ډاکټر انم وایي، نارینه ډېر مرکز ته راځي، خو خپلې مېرمنې نه راولي، یوازې د هغوی له اسنادو څخه دوايانې اخلي.
د دوبۍ څخه راغلی ساجد خان (فرضی نوم)
ساجد خان چې شپږ کاله په دوبۍ کې په ټېلی کام شرکت کې کار کاوه، د ویزې مواد اوږدولو پر مهال معاینه کې معلومه شوه چې ایچ آی وي لري او نور کار نه شي کولی. پاکستان ته له راتګ وروسته په سخت ذهني فشار اخته شو، خو د حیات آباد مرکز ته له ورتګ وروسته یې علاج او اسانتیاوې ترلاسه کړې. دی وايي چې په لومړي سر کې یې کورنۍ ته نه ویل، خو د پروګرام د ټیم په لارښودنو یې کورنۍ خبر کړه او اوس ځان ښه محسوسوي.
د ایډز کنټرول پروګرام د شمېرو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې 6108 کسان د غیر فطري جنسي اړیکو، 180 د انجکشن ، 1019 د وینې انتقال، 48 د عملیاتو پر مهال د غیر محفوظو وسایلو، 21روغتیايي کارکوونکي د ناروغ د درملنې پر مهال، 324 ماشومان د مور څخه، او 1088کسان د نشهيي انجکشنونو له امله متاثره شوي دي.