هر ملت په څو بنسټیزو ستنو ولاړ وي

هر ملت په ځینو بنسټیزو ستنو ولاړ وي چې د هغه د بقا، هویت او د عزت ضامن ګڼل کېږي. دا ستنې یوازې ودانۍ، ادارې او ظاهري جوړښتونه نه دي، بلکې فکري، ذهني، کلتوري، تعلیمي، اقتصادي او سیاسي بنسټونه دي چې یو ولس ته د ژوند لوری او شعوري طاقت ورکوي. تاریخ ګواه دی چې کله هم کوم ځواک، طاقت د یو ملت، قوم او هېواد د کمزورولو، ماتولو او غلام کولو اراده کړې ده، نو لومړی یې د همدې ستنو د نړولو هڅه کړې ده. دا عمل هېڅکله ناڅاپي نه وي، بلکې یو منظم، ژور او اوږدمهاله پلان وي چې نسلونه په کې قرباني کېږي.

حقیقت او پوهې څخه يو ولس لیرې ساتل د غلامۍ لومړنی ګام وي. حقیقت او پوهه هغه رڼا ده چې ملت ته خپل ځان، خپل تاریخ، خپل حقونه او خپل دښمنان ورپېژني. کله چې خلک له دې رڼا بې برخې شي، نو تیاره اسانه پرې واکمنه شي. د تاریخ تحریف، د ازادو غږونو چوپ کول، د درواغجنو روایتونو خپرول او د رسنیو کنټرول ټول د همدې هدف لپاره کارول کېږي. داسې ولس ورو ورو د دروغو عادت خپلوي او بالاخره هماغه دروغ د حقیقت په توګه مني. بې خبره ملت پوښتنه نه کوي او چې پوښتنه ونه شي، نو حساب هم نه غوښتل کېږي.

د غلامۍ دويم پړاو د راتلونکو نسلونو فکري لېول ګډوډ کول دي. که نننی نسل کمزوری او په فکري لحاظ ګډوډ شي، نو سبا ملت ، هېواد پخپله ړنګېږي. د تعلیم کمزوري کول، ښوونیز نظام بې محتوا کول، ځوانان په نشه يي توکو، په فحش تفریحاتو او په بې هدفه مصروفیتونو او کارونو کې ډوبول هغه لارې چارې دي چې د نسلونو فکر او ذهن مفلوج کوي. کله چې ځوان خپل هدف، خپل ارزښت او خپل احساس ونه پېژني، نو د هر ډول پاليسۍ ډېر په اسانه ښکار کېږي. د هر ډول استثمار لپاره چمتو وي. داسې ملت صرف استعمالېږي داسې نسل نه انقلاب زېږولی شي او نه بدلون راوستلی شي.

درېيم پړاو له سیاسي شعور څخه د ولس لیرې ساتل بله خطرناکه وسله ده. سیاسي شعور انسان ته دا پوهه ورکوي چې څوک پرې واک او حکومت کوي، ولې حکومت پرې کوي؟ زمونږ حقونه څه دي او مونږ څنګه بدلون راوستلای شو. کله چې سیاست بدنامه شي، خلک ترې وتښتي او دا فکر عام شي چې سیاست یو چټل کار دی، نو میدان یوازې د فاسدو او ځانغوښتونکو کسانو لپاره خالي پاتې شي. همدا کسان بیا د ملت په برخلیک سوداګري کوي او ولس یوازې د نندارې کولو ته پاتې شي ولې چې هغه له سیاست څخه وتښتي او خپل واک، اختیار او برخلیک د بل چا په لاس کې ورکړي.

څلور پړاو ژبه، کلتور او ټولنيز نظام له منځه وړل دي. د پړاو د یو ملت د هویت وژل دي. ځکه چې ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې ژبه د قوم د فکر ژبه هم ده. همدارنګې کلتور یوازې دودونه نه دي، بلکې د تاریخ حافظه هم ده. کله چې یو ولس ته دا احساس ورکړل شي چې ستا ژبه شاته پاتې ده، ستا کلتور بې ارزښته دی او ستا دودونه د شرم وړ دي، نو هغه ولس ورو ورو له خپل ځان څخه نفرت شروع کوي. چې کله انسان له خپل ځان، ژبې ، کلتور، هویت څخه کرکه او نفرت پیدا شي، نو د بل چا غلامي ورته درنه نه ښکاري. داسې ولس ډېر په اسانه غلام کېږي او ډېره زر غلامي قبولوي.

پينځم پړاو د اقتصادي تسلط دی چې د غلامۍ تر ټولو عملي بڼه ده. هغه ملت چې خپله روزي پخپله نه شي ګټلای، مجبور دی د نورو تر رحم لاندې ژوند وکړي. ځکه چې اقتصاد يې د بل چا په لاس کې دی. بېکاري، پورونه، اقتصادي تړاو او د سرچینو کنټرول ملتونه داسې زنځیر کوي چې ماتول یې ډېر سخت وي. محتاج انسان د حق خبره هم په ویره کوي، ځکه چې د ګېډې ویره تر هرې ویرې لویه ویره ده.

تر ټولو وروستی او خطرناک پړاو ذهني کنټرول دی. ذهني کنټرول هغه وخت وي چې انسان پخپله دا ومني چې مونږ څه نه شو کولای، مونږ کمزوري یو، مونږ د بدلون وس نه لرو. مونږ بې وسه یو. مونږ د ظلم خلاف او د خپل حقوقو لپاره غږ نه شو پورته کولای. دا رنګ فکر د هر ډول غلامۍ څخه ډېر خطرناک دی، ځکه دا د انسان له دننه څخه راټوکېږي. کله چې ذهن مات شي، بدن پخپله تسلیمېږي.

ملتونه هغه وخت غلامېږي چې د دوی فکر، شعور، ژبه، اقتصاد او نسلونه مات شي. خو ملتونه هغه وخت ژوندي پاتې کېږي چې پوهه ژوندۍ وساتي، شعور پیاوړی کړي، له خپل هویت سره مینه وکړي او د بدلون په راتللو باندې باور او یقین ولري. تاریخ ښيي چې هېڅ ځواک د بیدار ملت مخه نه شي نیولای او هېڅ زنځیر د بیدار ذهن پر وړاندې دوام نه شي کولای. خو شرط دغه چې ولس او د ولس ذهن بیدار وي، نو که نن پښتون ملت دا دې پړاوونو سره مخ دی او ترې تېرېږي هم ، نو پکار ده چې پښتون خپل ذهن او خپل ولس بيدار کړي او بيدار يې وساتي. که نه وي استعمار به د پښتون ملت نسلونه ، نسلونه دا دې زنځير تر لاندې قرباني کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!