ليک : سليم شاه کاکاخېل
| زه هر هنر مند ته د خوشحال بابا د دې شعر په آئينه کښې ګورم کسبګر غلط لفظ دے خوشحال بابا وای هنرمند سړی په هر ديار عزيز وی په هر ځای قدروقيمت لری سره زر |
زه چې د اعلا بالا اشرافيې خبرې اورم نو ماته په طبقاتي ټولنه کښې نای مخے ته اودرېدو چې خلق ې په کمترئ يادوي خو که د دې هنرمند اهميت باندې څوک فکر کول غواړی نو د خپل ډرائينګ روم لوی ښکلي آ ئينې ته دې اودريږی نو ځانله دې خپل سوال پخپله جواب کړی. که دا هنر مند نه ؤ نو دا خلق به ځنګليان وو که نا ؟؟ نو ما سوچ وکړو چې پخپله ټولنه کې د نائ په اهمیت لږ. لیک وکړم. خو یو بل هنرمند مې هم په مزغو کې غزوني کوی نو نای اخر کښې به په هغه هم لږ لیک وکړم.
زه هر هنرمند ته د خوشحال بابا د دې شعر په آئينه کښې ګورم کسب ګر او کسب ګر غلط لفظ دے.
خوشال بابا وائ:
هنرمند سړی په هر دیار عزیز وي
په هر ځائ قدر و قیمت لرې سره زر
نو خوشال بابا په نظر کښې ټول هنرمند د قدر وړ دی خو زه وړومبے د نای خبره کوم ، دا د جرنلسټ يو رول ادا کوی. نائ د پښتنو کلو کې یو ډیر اهم هنرمند وو او کیدے شي اوس هم وي. خو د نائ قیصه د فرعون نه شروع کیږي چې سر به ئ ورته کل کړو نو نای به ې ووژلو ځکه چې نای هره خبره هر ځاې هر چا ته وای او فرعون سره پخپل سر کښې د ښکر ويره وه چې نای به خلکو ته ووای چې د فرعون په سر کښې ښکرونه دي. نو اصل کښې نای د دنیا وړومبے جرنلسټ وو او زمونږ کلو کښې ې هم دغه رول وو. زما یاد شي چې زمونږ حجرې ته به راغلو نو زمونږ نیکه ته به ې سر او ږیره سمولا او هغه به ورته وئیل کلي کښې څه روان دي نو هغه به د ټول کلي قیصه وکړه ، د فلاني کره پنځمه لور پېدا شوې ده د فلاني شپږم ځوی شوی دی، یا غلې غونده چې اصل کې هغه فلانکے فلانکي وژلے دعوه په بیګناه کس شوې ده

غرض دا چې د خلقو د کورونو ټول حال به ې په خوند خوند بيان کړو او زما نيکه به دومره په غور اویریدو په دې به پوهه نشو چې د نای په چاړه څو ځايه خوږ شو دا پته به ورته هله ولګېده چې د خاورئ ،،پٹکڑی،، يو ټکړه به ې ورله په زخم ومږله او د هغې په سوی به مې نيکه پوهه شو
د دې نه علاوه به نای به غم ښادئ کښې د دیګونو زمه وار ؤ
د حجرې چيلمچی ؤ چيلم به ې ډک کړو اول تيلے به ې ولګولو اولنے کش به ې واخستو، او بيا به نورو معتبرو د نای جوټه چيلم کش راښکلو، د کلی د ماشومانو سنتونه به ې هم کول او دا به ې هم وئيل چې ستا پلار هم ما سنت کړے دے نو که نای نه وے نو پښتانه به ټول بې سنته نیمګړي مسلمانان وو، غاښونه به ې د خلکو ویستل او پرهرونه به ې داغ کول نو ډاکټر وو، د غم ښادئ یا بل سوال جواب به وړو راوړو نو پیغام رسان وو. دغه رنګ نایڼا یا ښځه به ې په ودونو کښې موجوده وه او د خوراک خیال به ۍ ساتلو، ناوې ته به د سپيلنی لوګے کول خلکو ته به ې رشتې کتلې د هلک او جینئ دواړو د طرفه زمه وار وو د میرج سنټر ضروزت نه وو هر کور کښې به ورته جینئ معلومه وه او نای ته هلک. نو د نای د ټول خاندان دومره رول وو چې هر چا ورته په خپل فصل کښې لږه برخه ورکوله نو نای انډاریکټلي د جائيداد خاوند وو. دا زمونږ نای وو چې خبرې به ئ ډیرې کولې خو د فرعون غونده یا د یونان د دیوتاګانو غوندې پښتنو سزا نه کړو لکه هغی چي د ډیرو خبرو یو ډیره ښکلي جینۍ سزا کړه د هغې اواز ئ بند کړو او هغه صرف انګازه یا بازګشت شو چې هغی ورته بیا ایکو (انګازه) ویل. دې ښکلي جینۍ د خپلې مینې اظهار هم ونکړے شو چې په یو ځنګل کښې په یو هلک مئینه شوه او هغه هیڅ لفټ ورنکړو. نن هم یورپ کښې خاص کر یونان کې خلک انګازه د ایکو اواز ګڼي. یو دردناکه قیصه. خو پښتنو داسې ونکړل بلکه خپلې غلې کښې ئ ورته برخه ورکړه. زمونږ په کلي کې یو نای وو عرش الله جان چې د هغه دکان د سیاست ګړ وو. هغه نیشنلي وو خلکو به ورته سیکرټري صیب ویل ځکه چې د نیپ او بیا د اے این پي سیکرټري وو هغه سره به دوکان کښې د هرې ډلې خلق راتلل او خلکو به د یو بل نه ذدهکړه کوله. نای داسې يو قوت ؤ چې هيچا په هېڅ دور کښې دغه ازاد اواز سنسر نه کړے شو که فرعون وو که بل جابر. خوشحال بابا وئيلی دی،،
| د نای قيصه د فرعون نه شروع کيږی، چې سر به ې ورته کل کړو نو نای به ې ووژلو ،ځکه چې نای هره خبره هرځای هرچاته کوی او فرعون سره په خپل سر کښې د ښکر ويره وه |
زړه راپسې سر شو راته وای چې ویئږه
وایه وایه وایه له وئيلو مه ډاریږه
دا زمونږ د پښتنو د نایانو قیصه وه. اوس به يو بل هنر مند ياد کړم چې مونږ ورته د کم عقلتيا په معنا جولا وايو خو دا خاموش فنکار دے د هر چانه اوښیار دے او د نای کنټراسټ دے نای خبرې ډیرې کوی او جولا په خاموشئ کار کوی ، جولا د نای نه الټه کردار وو. خاموشه خپلې کډئ ته به ناست وو خبرې به ې نه کولې په ماکو به ئ نظر وو. کپړا، څادر او شړئ به جوړیده. یا به یو غونډ غونده شے وو ډکې به پکښې وو د پنډوسکي هومره غونډ او د ګډو زبو ویښته یا څه د بل څه چې ما نه پیژندل به ریشل او د هغې نه به ئ تارونه جوړول. یو خاموش فنکار ؤ . پوۍ نه یم چې خلکو ورته کم عقل ولې وئيل خو څه خلک وای انګریز ې خلاف وو د هغه د کارخانې کپړا نه خرڅیده نو ده پسې ئ پروپیګنډه وکړه. د جولا د وجې مونږ جامې اچولي د ګرمئ او یخنئ نه به بچ کيدو د شرم احساس انسان کښې وروستو پیدا کړې شوي موجود نه وو خو جولا شرم نه هم بچ کړي وو. دغه رنګ جولاګانو ښځو به کشیده کاري کوله چې مونږ ورته سکوے وایو او ښځې به خوشاله او ښکلي ښکارېدې



ښکلې ليک د هنر مندو په ھنر او ورسره تړلي د ژوند قيصې .