Skip to content
ليک: سليم شاه کاکاخيل
يادګېرنه
د مېدوسا کيسه يوازې د يونان افسانه نه ده، بلکې د انساني تمدن تکرارېدونکی جرم دی. د مېدوسا ناموس يې تار تار کړ، يعنې په زور او بېرضايتۍ يې جنسي تيری وکړ — rape. دا منطق يوازې افسانه نه دی؛ په ډېرو مذهبونو او دوديزو قوانينو کې ښځه د تيري قرباني نه، بلکې د “اخلاقي خطا” سرچينه ګڼل شوې ده. په پاکستان کې د ۱۹۷۹ کال د جنرل ضياالحق تر واک لاندې د حدودو قانون هم د همدې زاړه ظلم معاصر شکل و: په سلګونو او زرو ښځې بنديانې شوې، ځکه چې تيری شوې ښځې د ثبوت د ناممکن شرطونو له امله د زنا په تور محکومې شوې، او مجرمانو ته سزا ورنکړل شوه. له مېدوسا تر حدودو پورې، کيسه يوه ده: ځواک ځان ژغوري، او سزا قرباني ته رسېږي.
میډوسا Medusa یو وخت
يوه لاثانی ښځه وه چې ډېره ښکلا یې لرله. په ټول یونان کښې د هغې د ځلاندو وېښتانو، روښانو سترګو او ښکلې څېرې ستاینه کېده. د هغې ښکلا دومره ځانګړې وه چې هر ځای به یې د هر چا پام ځان ته اړولو ، خو خپله میډوسا عا جزه او متواضعه وه. هغې د اتینا،Athena د پوهې او جګړې د الهې، عبادت ته ځان وقف کړے ؤ او د اتینا په معبد کې کاهنه (پریسټسه) شوه. هلته یې د پاک لمنۍ او عزت ژوند ته توجو وکړه، نه یوازې د معبد سپېڅلتیا، بلکې خپل عزت او وقار یې هم ساتلو.
کلونه کلونه، میډوسا په وفادارۍ ژوند وکړ. انسانانو یې درناوی کولواو خدایانو ورته پام واړولو. د هغې وېښتان د سرو زرو د څپو په څېر بهېدل، پوستکی یې د ځوانۍ په نرموالي ځلېده، او غږ یې نرم او خوږ ؤ چې د معبد په چوپتیا کې به یې انګازې خورېدې. خلکو به د هغې د ښکلا کیسې کولې، او ځینو خدایانو هم ورته پام شو. له هغوی څخه یو پوزایدون Poseidon ؤ، د سمندر ځواکمن خدای. هغه د غوښتنې له امله ړوند شوی ؤ او د هغې ښکلا ته یې ځان نه شو کنټرولولې، نو د اتینا معبد ته یې تعقیب کړه.
یوه بدمرغه ورځ، کله چې میډوسا په دعا بوخته وه، پوزایدون معبد ته ننوت او پر هغې یې تېری وکړو. میډوسا وېره وهلې، بېوسه وه، او په هغه ځای کښې تر ظلم لاندې راغله چې باید خوندي او سپېڅلی وای. هغې هېڅ داسې کار نه ؤ کړی چې د سزا مستحقه شي، خو بیا هم د یو خدای د بېمهاره ځواک قرباني شوه. د هغې چیغې د معبد په تالارونو کښې انګازې وکړې، خو هېڅ انسان نه ؤ چې واؤري. دا یو غټ ظلم و: د الهي تاوتریخوالي پر وړاندې هغه هېڅ ځواک نه درلود.

کله چې اتینا له دې پېښې خبره شوه، هغې پوزایدون—اصلي مجرم—ته سزا ورنکړه. د دې په ځای یې، میډوسا ته سزا ورکړه. اتینا، په قهر کښې د خپل معبد د سپېڅلتیا د ساتنې لپاره دا وښای، د میډوسا ښکلي وېښتان یې په زهرژنو مارانو بدل کړل او پر هغې یې لعنت ووې ، چې هر څوک یې مخ ته مستقیم وګوري، په تیږه به واوړي. د هغې هغه ځلاندې سترګې اوس مرګوني مړاوې شوې. میډوسا له انساني ټولنې وشړل شوه او د نړۍ په څنډه کښې یوې لرې غار ته ولېږل شوه، هلته یې یوازېتوب کښې ژوند کولو، داسې چې هم انسانان او هم خدایان ترې وېرېدل. هغه ښکلا چې یو وخت یې ستاینه کېده، اوس د وېرې نښه شوه. قرباني د نړۍ په سترګو کښې په بلا بدله شوه، د داسې جرم له امله وغندل شوه چې دغه جرم هغې نه و کړی.بلکې ميډيا سره شوی ظلم ؤ
د جلاوطنۍ ژوند د میډوسا لپاره د یوازیتوب او غم ژوند ؤ. هغه به په خپل غار کښې ګرځېده، پوهېده چې هر بېخبر مسافر چې ورننوځي، سمدستي به په تیږه بدل شي. هغه د وحشت سمبول وګرځېده، خو دا وحشت له بدۍ یا کرکې نه ؤ زېږېدلی—بلکې د بېعدالتۍ پایله وه. د هغې کیسه دا خبرداری ورکوي چې څنګه ټولنه او واک ډېر ځله بېګناه خلک مجازات کوي او ګناهکاران خوندي ساتي. نه د هغې ښکلا، نه بېګناهۍ او نه عبادت وکولی شول چې هغه له داسې نظامه وژغوري چې ځواک یې له عدالت څخه پورته ایښی و.
کلونه وروسته، یو ځوان اتل، پرسیوس، د میډوسا د سر راوړلو ماموریت ته وګومارل شو. دا عادي دنده نه وه؛ دا د خدایانو له خوا ټاکل شوې وه او زړورتیا او الهي مرسته یې غوښتله. پرسیوس Perseus ته د دې خطرناکې لارې لپاره څو ډالۍ ورکړل شوې. اتینا هغه ته یو ښه پالش شوی ډال ورکړ چې د میډوسا مرګونی نظر به یې انعکاس کولو، هرمس هغه ته وزر لرونکې څپلۍ ورکړې چې په چټکۍ الوتلی شي، او هادېس د نهلیدو خولۍ ورکړه څو له خطره خوندي پاتې شي. له دې ډالیو سره، پرسیوس هغه غار ته ورنږدې شو چې میډوسا پکې اوسېده.
پرسیوس باید ډېر احتیاط کوو. که نېغ یې د میډوسا سترګو ته کتل، په تیږه به بدل شوی وای. هغه د ډال له انعکاسه د هندارې په څېر کار واخیست او بې له دې چې سترګې ورسره مخامخ کړي، هغه یې ولیده. میډوسا، چې په یوازېتوب کښې ویده وه، د هغه له شتون نه ناخبره پاتې شوه. پرسیوس په ټینګ عزم سره د هغې سر پرې کړ، پام یې کولو چې سترګو ته یې نېغ ونه ګوري. ان تر مرګ وروسته هم، د میډوسا سر دا ځواک درلود چې هر څوک ورته وګوري، په تیږه یې بدل کړي. پرسیوس د هغې سر د وسلې په توګه یووړ او بالاخره یې اتینا ته وسپارلو، چې هغې هغه پر خپل ډال کېښود، د ساتنې او الهي واک د نښې په توګه.
error: Content is protected !!
ډير عالي ليک سر داد او ډاډ