ليک : افتاب سليم
يو وخت وۀ چې خط به مونږ د خپل خپلوانو او یارانو دوستانو ترمينځه د خېر خېريت او د ضرورت د خبرو د رسولو یوه ذريعه ګڼله ـ بیا چې نهم او لسم ټولګي کښې مو سبق وئيلو نو د خط د اهميت او ارزښت د بل اړخ نه خبر شو ـ په نصاب کښې شامل د مشهورو شاعرانو او اديبانو خطونه چې به مو لوستل نو دا سوچ به مو هم کولو چې د دې څۀ ضرورت دے؟ او دا خطونه اوسه پورې څنګه محفوظ دي؟ او نصاب کښې ولې شامل دي؟ د چا په برخه به قابل استاذ رسېدلې وۀ او ادب ذوقه به وۀ نو د خطوط نويسۍ یا د مکتوب نګارۍ مختلف اړخونه به ئې خپلو شاګردانو ته واضحه کړل ـ او د دې په ضرورت او ارزښت به ئې رڼا واچوله ـ داسې بیا وخت په وخت د نصاب سره سره مختلف نورو کتابونو نه د لويو شخصيتونو او د ليکوالو د خطونو د اهمیت نه خبرېدلو ـ
مکتوب نګاري (Letter Writing) ته په ادبي اصطلاح کښې د خط ليکلو هنر او فن وئيلې کېږي ـ مکتوب يعني خط ، او مکتوب نګاري يعني د خطونو د ليکلو طريقه ، طرز ، اسلوب او د هغې ادبي ارزښت ـ دا يوازې يو عملي ضرورت نۀ دے ، بلکې د ادب يوه اهمه څانګه هم ده ـ مکتوب نګاري د خپلو فکرونو ، احساساتو ، تجربو او پېغامونو د نورو خلقو سره د خط د لارې شريکولو نوم دے ـ دا د خبرو اترو يوه ذریعه ده ، خو دا ذریعه د ليک د لارې ده ـ او دا لیکونه چې بیا دا غټو او مشهورو ليکوالو شي نو بیا د بعضو وجوهاتو په اړه د دې یو خپل جدا حېثيت او اهميت پېدا شي ـ او ډېر خطونه (مکتوبات) ادبي فنپارو کښې هم شمېر شي ـ
ادبي لحاظ سره د مکتوب نګارۍ اهميت
1 ـ ادبي حېثيت: ډېر خطونه د ادبي حېثيت حامل وي ـ او د ادب برخه ګرځېدلې دي ـ
2 ـ تاريخي ارزښت: د خطونو په ذریعه مونږ ته د يو دور سياسي ، سماجي او ادبي حالات څرګندېږي ـ د بادشاهانو او مفکرانو مکتوبات د تاريخ سرچينه جوړېږي ـ
3 ـ د شخصي ژوند څرګندونه: د ليکوال د ژوند شخصي اړخونه ، جذبات ، داخلي کشمکش او سوچونه په خطونو کښې په ښکاره توګه مخې ته راځي ـ
4 ـ ادبي اسلوب ښکاره کول: په خطونو کښې د ليکوال د ژبې خوږوالې، رواني، سادګي او د فکر رنګ ښکاري، چې د هغۀ د ادبي عظمت ثبوت وي ـ
د مکتوب نګارۍ افاديت
1 ـ د فکر د اظهار وسيله: مکتوب د خپلو احساساتو او سوچونو د څرګندولو د پاره آسانه او فطري وسيله ده ـ
2 ـ د تعلقاتو مضبوطول: د دوستۍ، مينې، خانداني او سماجي رشتې او تعلقاتو مضبوطي راولي ـ
3 ـ تعليمي ارزښت: د مکتوب نګاري په ذریعه زده کوونکي د ژبې د ليکلو، ترتيب او د اسلوب زده کړه کوي ـ
4 ـ د ادب ذخيره: ډېر خطونه د ادب د مهمو اثارو په توګه خوندي شوي دي، او د لوستونکو د پاره د علومو سرچينې ګرځېدلي دي ـ
د مکتوب نګارۍ ضرورت
1 ـ د انسانانو تر مينځه تعلقات مضبوطولو او پېغام رسولو د پاره
2 ـ د خپلې زمانې د حالاتو او تجربو د ثبتولو او د راتلونکو نسلونو د پاره تاريخي مواد راټولولو د پاره
3 ـ د شخصيت د داخلي اړخ ښکاره کولو د پاره ـ
4 ـ د ژبې د ښائيست او ادبي ښکلا د بقا د پاره ـ
نو ، مکتوب نګاري د ادب يوه داسې برخه ده چې د انسان د شخصي ، اجتماعي او تاريخي ضرورتونو سره تړلې ده، او د ادب په ترقۍ، د ژبې په ښکلا او د تاريخ په رڼا کولو کښې ډېر اهميت لري ـ
اردو کښې د غالب ، علامه اقبال ، مولوي عبدالحق او د نورو ليکوالانو مکتوبات د ادب برخه ګرځېدلي دي ـ پښتو ادب کښې هم د ډېرو اديبانو ليکلي شوي خطونه چاپ شوي دي خاص کر د حمزه خان شينواري ډېر خطونه چاپ شوي دي چې مختلفو ادیبانو ته ئې ليکلي وو ـ “مکتوبات حمزه شينواري” یو ضخيم کتاب دے چې د حمزه بابا د تصوف په اړه د ملک عبدالرحمان په نوم یو سل څلور خطونه پکښې شامل دي ـ د محمد اسلام ارماني په نوم د مختلفو ادیبانو راغلي خطونه”خط مې راغلې د جانان دے” په نوم چاپ شوي دي ـ داسې د طاهر اپریدي او ډاکټر همايون هما په نوم د حمزه بابا راغلي مکتوبات هم چاپ شوي دي ـ د خطونو تازه چاپ کتاب”د راز خطونه”په دې لحاظ انفراديت لري چې دا کتاب په دوؤ برخو مشتمل دے ـ وړومبۍ برخه کښې هغه خطونه دي کوم چې سلیم راز مختلف شاعرانو، ادیبانو، سیاستوالو او د مجلو او ورځپاڼو ايډيټرانو په نوم ليکلي دي ـ دوېمه برخه د سليم راز په نوم راغلي خطونه دي ـ دې کتاب کښې د ايوب صابر ، قلندر مومند او اجمل خټک خطونه د مکتوب نګارۍ اعلیٰ نمونې دي ـ چې لوستونکي ترې د هغه وخت د ادبي ، صحافتي او سياسي هلو ځلو معلومات حاصلولې شي ـ دلته د قلندر مومند او د ايوب صابر خطونه تاسو ته پېش کوم چې په مختلفو حوالو منفرد انداز لري ، علمي او ادبي هم دي او د طنز و مزاح عنصر هم لري او د ادیبانو ترمينځه د باهمي چپقلش او عدوات تصویر هم په نظر راځي ـ
د سلیم راز په نوم د قلندر مومند دا خط “د راز خطونه” کښې په دې منفرد دے چې په مکتوب نګارۍ او د غزل د قافیو متعلق د پښتو ادب د دې نابغۀ روزګار شخصيت څۀ خیالات دي ـ تاسو ئې هم ولولئ ـ

د زړۀ سره !
السلام علیکم و رحم اللّه
ستا به زما په حقله اوس دا عقيده جوړه شوے وي چې زۀ محض د ضرورت په وخت تا ته خط لیکم ـ ستا دا عقيده غلطول غواړم ـ نو دا خط حاضر دے ـ حالانکه حقیقت دا دے چې دا خط هم درته د یو ضرورت په وجه لیکم او هغه ضرورت دا دے چې نن مې د سحره داسې په زړۀ راورېدې او چې اخبار مې لوستلو نو ستا غزل مې پکښې ولیدو ـ د دې خط غټ “باعث تحریر” ستا یاد او ورپسې ستا غزل دے ـ او چې ستا یاد زما د قابو نه بهر شو نو دے خط ته کښېناستم ـ
د خطونو لیکلو ډېر قسمونه وي ـ یو خو د هغه غالب د نظرئيې مطابق خط لیکل وي چې په دې شعر کښې ئې ښکاره کړے ده ـ
خط لکھیں گے گرچہ مطلب کچھ نہ ہو
ہم تو عاشق ہیں تمہارے نام کے
زۀ لا فې الحال داسی لیکونه ته وزګار نۀ یم ـ غالب یو شعر کښې د خط لیکلو په یو بل قسم سم رڼا غورزولې ده ـ هغه وائي ـ
اگر لکھوائے کوئی ان کو خط تو ہم سے لکھوائے
ہوئی صبح اور گھر سے کان پر رکھ کر قلم نکلے
دا د “کرائے” خطونه ما په موجوده حالاتو کښې د رائټرز ګلډ غړو او بالخصوص د سرکاري رسالو لیکونکو ته پرېښي دي ځکه چې ہر کسے رابہر کارے ساختنہ ـ د منشیانو کار نور څۀ وي ؟
هم د غالب د کلام نه د “خطوط نويسۍ” دوه نور قسمونه هم دریافت کېدے شي ـ دا قسم د وړومبني قسم خط سره ډېر نزدې تړون لري لېکن په روماني شدت کښې څهٔ خو زیات دي ـ یو ځاے کښې غالب وائي ـ
کیا کیا فریب دل کو دئیے اضطراب میں
ان کی طرف سے آپ لکھے خط جواب میں
د خطونو د دې قسم اجاره نن سبا “شاه پسند” او “شهباز” اخستې ده ـ ظاهره خبره ده چې زمونږ غوندې خلق دومره خواري نه شي کولے ـ اور بھی غم ہیں زمانے میں “کتابت” کے سوا ـ
د خطوط نويسۍ یو “انفعالي” قسم د پاره د غالب دا شعر دلیل کښې پېش کېدے شي ـ
میں جانتا ہوں کہ تو اور پاسخ مکتوب
مگر ستم زدہ ہوں ذوقِ خامہ فرسا کا
د “ذوق خامه پرسا” ستم زده په دے زمانه کښې حمزه صېب دے دا بیله خبره ده چې د هغۀ د ذوق ځواب “پاسخ مکتوب” نه بلکې “قیمت مکتوب” وي ـ مثلاً د رائټرز ګلډ ، د اباسین ارټ سوسائټي او د رېډيو په انعامي مقابلو کښې چې هغوي خپل کوم تخلیقات لېږي نو پکار دي چې د دغه ادارو مشرانو ته کتابونو سره دا شعر ( سره د ترمیمه) ورولېږي ـ
میں جانتا ہوں کہ تو اور “قیمت تخلیق”
مگر ستم زدہ ہوں ذوقِ خامہ فرسا کا
د خطونو لیکلو یو بل قسم د مولانا ازاد مرحوم خطونه دي چې د اظهار جذبات یا اظهار خیال نه زیات پکښې اظهار علم وي ( د حوالے د پاره غبار خاطر ولوله) ـ زمونږ علم نشته چې اظهار ئې وکړو نو ځکه دا خبرې مو “نورو” ته پرېښې دي چې د مارکس او هېګل د نه لوستلو باوجود هم په زړورتيا د هغوي حوالې ورکولے شي ـ د مولانا ازاد هم د زړۀ زور زیات وو ـ هر خط به ئې د “صدیق مکرم” او د یو شعر نه شورو کولو او په شعر به يي ختمولو ـ او ته ګوره د چرچڼ او د چرچڼے په قصه یي څومره مخونه اخستي دي ـ ( د مولانا بر خلاف زما دا جذبات شاید چې په دې وجه دي چې هغه د دغه چرچڼ نوم قلندر اېښے دے ـ ځکه نو زما د اقبال په دے مصرعې دمه کېږي چې کنجشک فرومایہ کو شاہیں سے لڑا دو ـ)
زما خطونه د دې ټولو خطونو نه مختلف وي ـ زۀ خط هله لیکم چې ضرورت ئې پېښ شي ـ کله کله دا ضرورت بې ضرورته هم وي ـ لکه دا نن چې واخلې ـ
هم د دې اوږد تمهيد نه پس د خپل غزل په حقله دا ځنې یو څو خبرې واوره ـ ستا د غزل دا شعر
دا چې بورا اخلي بوسے د ګلاب
لاړے پرې ستا جوړ له دهن پرېوتے
زما خوښ نه شو ـ دا شعر زما جمالیاتي شعور سره سم نه دے ـ د محبوب نور هم “اسمائے حسنیٰ” شته اخر د لاړو ذکر ضروري وو ـ دا شعر کۀ ما لیکلې نو داسې به وو ـ
دا چې بورا اخلي بوسے د ګلاب
جوړ ستا خولے پرې د بدن پرېوتے
یا د دې نه هم ښکلې شعر دا وو چې
دا چې بورا اخلي بوسے د ګلاب
وينے زما پرې د بدن پرېوتے
ستا د غزل د وروستي شعر او د دې نه وړومبني شعر په قافیو کښې ٫٫ ایطا ،، ده ـ مونږ د روایاتو دومره زیات قائل نه یو خو دا کېدے شي چې ځنې روایت پرست ستا په غزل کښې خامخا دا نقص راوباسي ـ “چمن” او “دښمن” دواړو کښې “من” وروستو راځي نو داسې قافیه پرله پسې استعمالول استاذانو ناجائز ګڼلي دي ـ او ځکه مونږ له پکار دي چې لږ ډېر خیال ئې ساتو ـ اصل کښې د “ایطا” په سلسله کښې زما نظریه دا ده چې چرته د قافیو کمې وي هلته “ایطا” جائزه ګڼل پکار دي او په نورو صورتونو کښې ترې ځان ژغورل بهتر دي ـ د غزل نور شعرونه ښه دي او زما ډېر خوښ شو ـ هیله لرم چې دا “نابللے” تنقید به درته بد ونۀ ښکاري ـ
ملګرو ته مې وریاد که ـ ستا ورور
قلندر
دا خط چې قلندر مومند د سلیم راز په نوم ليکلې دے ، د پښتو مکتوب نګارۍ په کلاسیک او ادبي مثالونو کښې ځانګړې ځاے لري ـ

۱ ـ د دې خط ارزښت
دا خط د پښتو ادب د دوؤ اهمو اديبانو (قلندر مومند او سليم راز) ترمينځه د ادبي مکالمې ژوندې سند دے ـ د هغه وخت د ادبي ماحول، تنقيدي فضا او د شاعرۍ د بحثونو څرګندونه پکښې کېږي ـ خط د دوستانه رابطې او ادبي تبادلې ښکاره نمونه ده ـ دا خط ښائي چې د هغه وخت شاعران او اديبان يو بل سره نزديکيت هم لرلو او د خط له لارې د يو بل په کار به ئې علمي او تنقيدي تبصره هم کوله ـ
دا خط مونږ ته د قلندر مومند دروند ادبي شخصیت مخې ته راولي ـ چې د قلندر مومند په ادبي ژوند کښې د طنز ، تنقيد ، ادبي بحث او ژورې مطالعې نښې وې ـ هغه د غالب او مولانا آزاد د خطونو حوالې ورکوي او دا وائي چې پښتو مکتوب نګاري په فراخ ادبي روايت کښې ځاے لري ـ
خط يوازې د سلام او حال احوال د پوښتنې د پاره نۀ دے بلکې د سليم راز د غزل په اشعارو علمي او فني بحث هم پکښې شوې دے ـ
د دې خط نورې خوبیانې:
1 ـ د ليکونکي (قلندر مومند) د انداز ځانګړتيا ـ
2 ـ علمي او تنقيدي ژبه چې د خط هره برخه د ادب د نظريې او فني خبرو په محور پوره ده ـ هغۀ د قافيو د “ایطا” مسئله د اصولو او مثالونو سره څېړلې ده ـ
3 ـ طنز او ټوقه: مکتوب نګار سختې خبرې هم په خوږ او طنزيه انداز کوي ـ
4 ـ دوستانه خو بې باکه رويه: قلندر صېب د سليم راز په غزل سخت تنقید کوي ، خو بيا هم دوستانه احترام ساتي ـ
5 ـ قلندر مومند په خط کښې د اردو، فارسۍ او د پښتو د ادیبانو په حوالو خبرې کوي، چې دا د هغۀ د وسیع مطالعې څرګندونه کوي ـ
6 ـ خط داسې ليکلې شوې دے لکه د دوؤ ناستو ملګرو خبرې وي ـ هم علمي دي ، هم دوستانه ، او هم ادبي خوند لري ـ
د قلندر مومند دا خط د پښتو مکتوب نګارۍ يو اعلیٰ نمونه ده چې انداز ئې علمي ، خو طنزيه او مکالماتي دے ، چې د مکتوب نګارۍ د لوړ ادبي مقام حېثيت لري ـ په لنډو ټکو کښې دا خط د دوستۍ ، ادب ، تنقيد ، طنز او مطالعې شريک انځور وړاندې کوي ـ
د قلندر مومند صېب د خط نه پس دا یو بل خط د ايوب صابر صېب دے چې د سلیم راز په نوم دے ، د دې خط کمال دا دے چې د شروع نه تر اخره پورې لوستونکي ترې خوند اخلي ـ د طنز او مزاح يو داسې نمونه چې د ايوب صابر صېب د بې باکه قلم کمال دے ـ یو یو لفظ او یو یو جمله ئې د خوند نه ډکه ده او دعوت ورکوي چې بار بار مې ولولئ ـ دا خط ستاسو مخکښې دے ـ



