ډېره پخوانۍ خبره ده چې زمونږ د ملګري نېکه ډېر پخوا ټل نه اسټرېليا ته لاړ ؤ او بيا د هم هغي ځائې شو د دي مشر نوم موسا خان بنګښ ؤ د حاجي اکبر خان پلار ؤ –
د شجرې تر مخه د ترخان بنګښ څوې ؤ – وئيل کېږي چې تر خان په يوې پېښې کښې شهيد کړی شوی وو – د هغه بچي چې واړه وو خور سره نرياب ته لاړل کومه چې په نريابو کښې واده وه – د محبت علي خان بنګښ د وېنا له مخه موسا خان ډېر تېز ؤ هغه چې لږ لوئې شو نو د نريابو څه کسانو سره بمبئ ته لاړو متل دی چې ( هندوستانه په چارې ودانه )
د نريابو ډېر خلق بهر ملکونو ته ځي عربو ته هم اولنې کس نرېبوال تللې ؤ زمونږ خلق به هندوستان ، بصرې او نورو ځايونو ته تلل – موسا خان چې کله بمبئ ته لاړو – څه وخت ئې بمبۍ کښې تېرؤ نو هلته نه خلق اسټرېليا ته روان وو – اسټرليا کښې نوي نوي کارونه روان شوي وو – دا هم يو ذهين ځلمې ؤ ده هم د بهري جهاز ټکټ کړی دی او اسټريليا ته رسېدلی دی –
وئيل کېږي چې يورپ ته به انډيا نه اوښان تلل ،چې کله اسټريليا کښې کارونه روان شو نو هغوئې ته هم د اوښانو ضرورت پېښ شو نو هغوئې د انډيا په ځائې افغانستان نه د اوښانو د بېولو اراده وکړه
( Trade history of afghan cameleers in Australia (1860-1935) By Abdul Khaliq Fazal )
د دي کتاب په ص ۷ لېکلي دي چې جنرل ګېولر په اول ځل منظوري راواخسته او د اسټرېليا دپاره ئې افغانستان نه ۵ اوښان بوتلل او اېډه لېډ ته په ۱۲-۱۰-۱۸۴۰ ورسېدل
افغانستان نه د اوښانو اخستل ډېر اسان نه وو اول به انګرېزان پېښور ته راتلل بيا به ئې کلو ته کسان لېږل بيا به ئې اوښان اخستل Trade history of afghan cameleers in Australia (8- داسې يو عمل شورو شو – دوئې به نه يواڅې اوښان اخستل بلکې د اوښانو دپاره به ئې کسان سروانان هم بهرتي کول – ورو ورو په اسټرېليا کښې د افغانستان د اوښانو غوښتنه زياتېده ورستو ډېرو تجارتي ادارو دا کار شورو کړو – دوئې نه يواځې اوښان اخستل بلکې خره ، غوايان ئې هم اخستل او د سامان د وړلو راؤړلو کار به ئې ورنه اخستو دوئې به چې کوم افغانان د اوښانو چلولو والا سروانان بېول هغوئې ته به ئې camel driwer وئيل – اوښان د نورو ځناور په مقابلې کښې ډېر فائده مند وو ولې چې شګلنې لارې وې اوبل اوښ بوج هم ډېر اوچتولی شي او تنده هم زغملی شي خکه ډېر کامياب وو – په دغو لارو کښې نور ځناور ناکام وو
موسا خان بمبۍ نه لاړ دى يا ئې پکتيا کښې اوښان اخستي دي او ټل نه اسټرليا ته لاړ دی واضحه نه ده خو يوه تصوير کښې لېکلي شوي دي چې ( موسی خان بنګش د کېمل اونر ) (musa khan bangash camel owner )نو معلومېږي چې موساخان خپل اوښان لرل او په اسټريليا کښې ئې د اوښانو ساتلو دپاره سرائې ّهم لرلې – موسا خان به ضرور خوا اوشا اوښان سروانان لېدلي وي د ټل خوا او شا اوښان ډېر وو او دې به ورباندې پوهېدو – په پکتيا او خټکو کښې ټول کارونه په اوښانو کېدل – سروانان هم ډېر وو کېدی شي چې د ټل خوا اوشا دغه کارښه په درز کښې روان ؤ ډېر خلق به تللي وي لکه د عربو اماراتو ته خلق په ډېر تعداد کښې لاړ دي همدغسې به اسټريليا ته به هم په هېړ خلق تللي وي
کېدی شي چې بنګښ ډېر لاړ وي خو د موساخان غوندې لاپته وي هلته به ئې ودونه کړي وي او مستقل د اسټريليا شوي وي نن د هغوئې اولاد په اسټريلياکښې اسټرېلين شوي دي او خپلې علاقې سره تګ راتګ نه لري – بنګښ ډېر زړه سواندي خلق دي او د ليډرشپ خصوصيات هم لري
( Trade history of afghan cameleers in Australia (1860-1935) By Abdul Khaliq Fazal )
د کتاب په ص ۱۰۴ لېکلي شوي دي چې په ۲۰ مارچ ۱۹۰۳ د افغان لېکونکې موسا خان چې د افغانانو معروف لېډر دی يوې مقدمې په ترڅ کښې پرت په اخبار اېډوټورئېل کښې چې روز کوم ليک د افغانانو خلاف کړی وو هغه ئې سخت جواب ووائيلو هغه په خلقو د افغانانو کلچر مذهب وپېژندو هغه ووې چې سپين پوستي غېر اخلاقي کارونه کوي په دي مقدمې کښې موساخان ډېر سخت کردار ادا کړی وواو روز يرېدلې وو هغه ته اندازه لګېدلي وه – چې افغانان دومره غورزېدلي نه دی چې د خپل ځان دفاع به نشي کولی –
( Trade history of afghan cameleers in Australia (1860-1935) By Abdul Khaliq Fazal )
د کتاب په ص ۴۶ باندې د عالم خان ذکر دی چې هغه هم د اوښانو تجارت کولو په يوه ښار کښې ئې لوئې کور جوړ کړی وو ورسره لويه حجره ٸې وه ورسره ئې جمات هم جوړ کړی ؤ په هغې حجرې کښې به افغانانو او د نورو قومونو هغه خلق مفت پاتې کېدل چې چاته به په هوټلو کښې ځائې نه ملاوېد او يا به په هوټلو کښې ورته د پاتې کېدو اجازت نه ؤ خنو کسانو سپين پوستو ښځو سره ودونه کړي وو خو عالم خان به سپين پوستي ښځې په خپلې حجرې کښې نه پرېښودې هغوئې ته به ئې ځائې نه ورکولو – بيا عالم خان هغه ښار پرېښو اؤ اېډيلېډ ته راغې عالم خان طبيب هم وو هلته ئې خپل کور جوړ کړو او کور سره ئې مطب خلاص کړو چې د وطن د بوټو دوايانې به ئې مرېضانو ته ورکولې – الله به خلقو ته شفا ورکوله ډېر مرېضان به چې ډاکټرانو لا علاجه کړل د هغو علاج به د عالم خان په دوايانو کېدو د ډېرو کسانو خطونه به ورته راتلل دلته د عالم خان خاص ملګرې موساخان وو عالم خان يو حاذق حکيم و د ډېرو انګرېزانو علاج ئې ډاکټرانو نه ښه کړی دی – په دي به د اسټريليا حکومت تنګولو چې ډګري اوښايه دي به ورته وئيل چې ما د ډاکټرۍ دعوه نه ده کړې، دي پمفلټونه چاپ کړل خلق د دي په شا ودرېدل بيا ئې انکم ټېکس په مسلو کښې ګېر کړو خو دي ماتي او نه منله او په دي ټولو مسلو کښې ورسره موسا خان کلک ولاړ وو واده ئې نه وو کړی اخر کښې ئې يوې نرسې علاج وکړو هغه جوړه شوه مسلمانه شوه عالم خان سره ئې واده وکړو لورئې پېدا شوه ښځه ئې قندهار ته بوتله هلته په تورو دانو small pox مړه شوه – د ښځې مرګ ډېر وځورولو – بيا اېډېلېد ته راغې لور ئې هم راوسته لور د دوئې د مرضۍ خلاف عملونه وکړل دي هر څه عالم خان دلبرداشته کړو هر څه ئې خېراتي ادارو ته وسپارل قندهار کښې ستره ابادي ئې هم فلاحي ادارې ته ورکړه اسټريليا کښې وفات شو او هلته خاؤرو ته اوسپارلې شو – موسا خان ئې کلک يار وو د موسا خان هم د واده څه درک نه دی لګېدلی چا وې چې اسټريليا کښې ٸې واده کړى دى خو تر اوسه ٸې درک ؤ نه لګېدو – اسټريليا کښې د افغانانو او د سپين پوستو تر مېنځه ډېرې لانجې راغلي دي خو موسا خان د افغانانو مشر ؤ نو ټولو نه اول به موساخان بنګښ ؤ – سپين پوستي خلق د اوښانو او د سروانانو سخت خلاف وو چې دوئې په کمو پېسو کار کوي ډېر خلق په يو ځائې کښې اوسي او نورې ډېرې دعوی او لانجې د اخبارونو بيانونه ، دی هر څه ته زمونږ موسا خان بنګښ افغانانو ته وړاندې روان وو
( Trade history of afghan cameleers in Australia (1860-1935) By Abdul Khaliq Fazal )
د کتاب به ص ۱۳۰ باندې يوه واقعه لېکلي شوي ده چې اوښ د نورو ځناورو په نسبت زيات بوج وړلی شي او د حالاتو مطابق تېز مزل هم کولی شی په اسټريليا کښې به اوښ روزانه ۹۰ کېلومېټره مزل کولو يو ځل ئې ۱۸۹۰ کښې بېلټ بکسونه په درو ورځو نه کم وخت کښې انامنکا نه فارينه ته چې څلورنيمو سوؤ کېلومېټرو نه زياته فاصله لري رسولي وه
بله واقعه داسې وه چې يوه سروان چې نوم ئې عبدالوادې وو په ۱۸۹۰ کښې د اوښ او د اسپې د منډې مقابله وکړه چې مونږ به بورکي ډارلنګ سيند نه وانا رنګ په پارو باندې چې يوسل اويا کلومېټره ده لمر راختو نه پرېوتو پورې به منډه وهو لمر راختو سره به مزل شورو کوؤ او لمر پرېوتو باندې به ئې ختموؤ او سحر به بيا واپسي کوؤ وائي چې اس لږ مخکښې ورسېدو خو واپسۍ ئې ونکړی شوه او مړ شو او عبدالوادې خپل اوښ سره لمر پرېوتو نه مخکښې بورکي ته راورسېدو
موسا خان چې نريابو نه لاړ وي او که ټل نه خو اسټريليا ته رسېدلی دی – د يو بل بنګښ مرزا خان ذکر هم کېږي چې هغه کلکتې نه اسټريلياته لاړ وو د هغو کورېنۍ ۴۰۰ کالو نه هندوستان کښې اوسېده
کېدی شي چې د بنګښو يو بل سره روابط وو – موسا خان ۱۹۱۰ خوا او شا کلي ته راغلی دی واده ئې کړی دی – ١٩٣٢ پورې وخت ئې کلي کښې تېر کړی دی بيا دوباره اسټريليا ته لاړ دی بيا نه دے راغلی او بيا پوخ لاړ دے – د دوئې تګ نه بعد الله دوئې ته فرزند ورکړی دی چې نوم ئې حاجي اکبر خان وو هغه د ټل قوم په مشرانو کښې شامل ؤ اوس ئې بچي دي نوسي ئې دي او سېنېټر عبدالنبي د دوئې په نوسو کښې راځي – ډېر جائداد لري
موساخان د دولسو کالو وو چې پلار ئې په حق ورسېدو د دي دوه وروڼه نور هم وو چې يو فرحان او بل شېر ګل نومېدو د انګرېز او د افغانستان جنګ چې کوم ۱۹۱۰ کښې شوی وو د نادر خان سپايان د مخبر په وېنا د دوئې کور ته راغلل دوئې نه ئې تپوس وکړو چې موسا خان چرته دی نو هغوئې ورته ووې چې شېرېنۍ کښې دی – پښتنو به سډني ته شېرېنۍ نوم اخستو – بيا هغوئي لاړل شايد هغوئې ته چا وئيلي وي چې دلته د دي کور يو کس لندن کښې دی – خو سپايانو د دوئې په جواب تسلي وشوه او لاړل
د موسی خان د حالاتو پته نه لګېده – او نن د الېکټرانک ميډيا په برکت څرګند شو
چې کله د اوښانو روزګار ختم شو نو افغانانو هلته خپل کارونه شورو کړل او موسا خان هم وئيل کېږي چې د کپړې او د نورو څېزونو دوکان جوړ کړو بندرګاه نه به ئې سامان په خپلو اوښانو راؤړلو او دوکان کښې به ئې خرځولو – په يوه مضمون کښې لېکلي شوي دي چې موسا خان هم د اوښانو چلوونکې او تاجر ؤ – دوئې د اسټريليا په صحرائي علاقو کښې د تګ راتګ او د سامان په وړلو راؤړلو کښې اهم کردار ادا کړی دی –
هغو علاقو کښې چې سړک ئې نه ؤ نو بيا به ئې اوښانو نه کار اخستو – د دوئې ګروپ زياتره مرچېسن ضلع کښې اوښان چلولي دي – دوئې اخر عمر کښې په ملېوا کښې دوکان داري شورو کړه – د موسا خان د دولت او د جائداد پته نه لږي ګنې کامياب تاجر ؤ او بيا ئې د اوښانو په تجارت کښې ښې روپۍ ګټلي دي خو ښکاري چې دوئې هم لکه د عالم خان هر څه خېراتي ادارو ته ورکړي وي
وئيل کېږي چې موسا خان ښکلې سړی بلل شو څوک چې nomad نه کامياب تاجر ثابت شو د لچکدار شخصيت مالک وو په جيريلېډټن کښې اوسېدو – دوئې باقاعده ځان سره بنګښ لېکلو او تصويرونو نه ئې او دستاويزات نه ٸې پته لګي چې موسا خان د اېن ډبليواېف پي انډيا اوسېدونکې ؤ خپل پېدائش د افغانستان ښائي ولې چې دا ډېره پخوانۍ خبره ده د دغې علاقې خلق به په افغانستان کښې شمارېدل په ۱۳ مئ ۱۹۴۷ کښې د کېنسر په مرض وفات شوی دی او جيريليډ ټن کښې خاؤرو ته سپارلې شوی دی په اسټريليا کښې دوئې او عالم خان د مذهب اسلام وکالت کړی دی – الله دې د هغه جهان ښکلی کړي