ليک : نورالبشر نويد
د قلم کتاب کورونه سېلاب يوړل
څلورمه برخه اخری
دا د خواريکښ شاعر نديم خان چراغ لاهو شوې کور خبره ده
دا په سوات محله فاتح جان بنګله دېش د پنځلسم اګست د سحر قيامت دے، چې راغے او تېر شو خو د خپلې تباهئ نخښې ې پريښودې، ما چې د نديم خان چراغ د فاتح جان محلی سره بنګله دېش نوم وليدو نو ماته مرحوم مشرقی پاکستان سېلابونه راياد شول چې اوس بنګله دېش دے دغه نوم سوات فاتح جان سره ماته داسې وښکارېدو چې په پنځلسم اګست د زوړ مشرقی پاکستان پخوانے ياد دلته فاتح جان محله کښې تکرار شو، بيا مې فاتح ټکی باندې سوچ وکړو نو سېلاب راته جارح ښکېلاک ښکاره شو چې سوات ې فتح کړو او د لږ ساعت ظالمه باچای ې وکړه او لاړو، اوس د نورو متاثرینو سره زما لوټ شوے تالا شوے محنت کش شاعر نديم چراغ د خړو اوبو په خټو کښې د فکر چراغ بلولو کوشش کوي ماته د دې حالاتو سره خپل پخوانے شعر راياد شو ،!!
د مينې شمع په دے زول کښې رسؤل وو ترتا
ما د ژوندون په تېرؤلو څومره زور کړے دے
| نديم چراغ خو د کورونو جوړولو کاريګر دے، د ابادئ علامت دے، خلقو له کورونه جوړوي خو خپل کور ې په سېلاب کښې وران شو |
نديم چراغ بيخی د دې شعر ګرځنده مثال شو چې د ژوند چارو د خپل پلار تاج منير د کلي کاټلنګ مردان ضلعی نه سوات ته راپه کډه کړو، د سوات په ګلورينو هواګانو کښې به ې شاعرانه تصوراتو دنيا کښې شاعرانه خوبونه په ويښه ليدلی وی چې دلته به زه مزدوری هم کوم او د شعر دلداری هم…!!

خو د شاعر په تصوراتی دنيا او زمينی حقايقو کښې ډېر فرق وی، ضروری نه ده چې زمونږ خيال وتصور او زمينی حقايق د يو بل سره سمون وخوری، ځکه چې شاعر په خپل زغم کښې کومه دنيا لری هغه د اوسنئ دنيا په زمکه ناممکنه ده خو شاعر د مودو مودو راسې د امن او مينې په هيله ژوند کوی، د شاعر د تصور دنيا او د سوات بونېر او باجوړ او ټول پښتون افغان وطن قيصه جدا جدا ده
دا حقيقت په پنځلسم اګست واضحه شو چې د سحر قيامت راغے او د يو شاعر ودانه دنيا ې ورانه کړه..
نديم چراغ خو د کورونو د جوړولو کاريګر دے ، د ابادئ علامت دے. خلقو له کورونه جوړوي خو خپل کور ې په سېلاب کښې وران شو،
| زمونږ تصويرونه د نړيوال امن د علمبردارانو په نمايش کښې د پښتو د لاهو شوو د قلم کتاب کورونو شاعران اديبان هم سوالونه نشانونه دی |
دا داسې سېلابی قيامت ؤ چې د ځينو ې کورونه هم وران کړل د ځينو ورسره د ټول کور خلق هم شهيدان شول، د شهادت خبره چې راشی نو پښتنو دومره شهادتونه ورکړل چې اوس پښتانه نعرې وهی مونږ ژوند غواړو، مونږ ژوند ته پريږدئ، مونږ امن غواړو، د جنګ نه امان غواړو، سوات، بونېر، باجوړ، وزيرستان، خېبر تيراه، بشمول ټول پښتون افغان وطن قرار پرامن ژوند غواړی، خو چې مونږ د خپل وطن د علاقو پاڼې راواړوو، نو د پردو جنګونو د مصيبتونو کرښې زمونږ په خاوره راښکلی شوی دی او چې د وينو دپاسه پرې سېلابونه خپلې خټې ومږی نو تېر حالات د بنده نه هېر شی او په تازه دردونو اخته شی، دا دې اوس چې کوم سېلاب خپل نقشونه پريښودل دا د نورو تېرو مصيبتونو نه تازه افت ؤ، چې خلقو ته ې د پناه مهلت هم ورنکړو دغه سېلاب کښې نديم چراغ کور هم د زپلو متاثرينو په فهرست کښې راغے،




ډېر اعلی سر
ښکلې ليکونه د سيلاب نه پسته د خلقو د دردناک ژوند په صورتحال . دا سانحات ډيرې الميے ځان سره راوړي . ځنې خو د خلقو مخې ته راشي ګني د متاسره علاقو او کورونو خلقو ژوند يو عزاب شي .