ليک : نورالبشر نويد
د قلم کتاب کورونه سېلاب يوړل
دريمه برخه سوات
دا د سوات مينګورې مکانباغ د سميع الله ګران د قلم کتاب لاهو شوے کور دے
هاو دا سوات دے، چې ديخوا ښکته د پشکال او بادرو دوپ او ګرمی زياته شی نو خلق سوات کالام ته وخيژی، د سوات باران چې په شنو غرونو وريږی نو د اوبو موسيقاره شور نوره مستی راپېدا کړی، خو اوس بدبختانه پښتانه د خپلو موسمونو نه ويره کوی، د وريځي په سېوری بدګمانه دی، د باران د اوبو موسيقی ې اعصابی تناو راپېدا کوی، لکه د پنځلسم اګست قيامت چې په خړ سېلاب کښې راغی او د خلقو سپينې جامې ې په خټو ولړلې، کورونه ې ړنګ کړل، اولسونه ې لاهو کړل،
| د يوې ګهنټې د دورانيې دغه حملې په هر بازار هر دوکان هر مارکيټ هرې لارې کوڅې او هر کور کښې جدا جدا قيصې پريښودې، زمونږ د يو شاعر سميع الله ګران په کور کښې ې د کتابونو لاشونه پريښودل او هغه يو شاعر د خپل ړنګ شوی کور سامانونو ته هم حېران دے |
پلارانو خپل ماشومان په غېږو کښې رانيول پخپله هم ورسره ډوبېدل، مېندو لېونئ کريکې وهلې، د پښتنو مېندو سترونه که ډېر پاخه وی خو يا په غم او يا په ښادئ مات شی،
د سوات سترونه څو څو واره په داسې غمونو مات شوی دی چې اوس هم مېندې د خپلو غوږونو د والو او لاسونو په بنګړو پسې ارمان کوی چې د مولاناصوفي محمد د اسلامي نظام په چنده کښې ې خپل غوږونه، لاسونه، او غاړې شوکولې وې ،

دا هاغه سوات دی چې هر دور پرې يرغل کوی، دا ځل د خړ سېلاب يرغل راغے او هر څه ې لاهو کړل، چا د دوکانونو مارکيټونو سامانونه رانيول، چا د کپړو تانونه د خټو نه راپورته کول، چا زنانه او ماشومان دويم چهت ته بره خېژول خو د مکانباغ مينګورې سوات يو شاعر سميع الله ګران خپل کتابونه لکه د خپلو بچو په غېږه کښې نيول، او د خټو نه ې راپورته کول، دا د پښتو کتابونه د پښتو د شهيدانو پشان په خټو کښې پراته وو، او سميع الله ګران به دغه وخت خپلو معصومو شهيدانو کتابونو ته کتلی وی ، د پښتو څه عجيبه قسمت دے، کله د سوات بڼ په خوږه مرئ کښې په سندره کښې حلاله شی، کله د پېريانو په ډولئ کښې سرګردانه تاو شی، کله په زلزله او کله په خړ سېلاب کښې د ګناه کفاره شی….!!
اخ هئ دغه پښتو کتابونه د پنځلسم اګست په قيامت کښې سېلاب داسې د خټو لاندې کړي لکه ګمشده پښتانه چې په اجتماعی قبر کښې ښخ وی او د شناخت کتبه ې هم نه وی،
د سميع الله ګران مکانباغ مينګورې سوات کور د هغه د کتابونو مقبره شوه، ماته په منګلور کښې د محترم پرويش شاهين په کور کښې زرګونه کتابونه راياد شول چې د طالبانو نه ې پناه غوښته او د زرګونو کتابونو بې وسه پلار خپلو بچو کتابونو ته حېران ولاړ ؤ ، ماته د پرويش شاهين د بتانو مجسمې رايادې شوې، چې طالبانو ورله د باميان د بودا سزا ورکوله خو په منګلور کښې د تهزيب په تصادم کښې پرويش شاهين بتان محفوظ وساتل خو خلق حلال شول،
پښتنو سره د تهذيبونو په تصادم او موسمونو په بدلون کښې دغه شان لوبې کيږی،
د جمعې د ورځې سېلاب د غټ قيامت يو ريهرسل ؤ، خو دا قيامت دومره اوريجنل حالت کښې راغے چې کاڼو ګټو هم ووې..!!
استغفرالله……،،
| پښتنو سره د تهزيبونو په تصادم او ډ موسمونو په بدلون کښې دغه شان لوبې کيږی |
د پښتنو په علاقو، کورونو، سمه غر، پنډئ اسلام آباد خپل سکرپټ پخپل ډائرکشن په خپلو کردارونو ايکټ کوی، خو د سوات بونېر په سټېج د آسمان ليکلے سکرپټ د خړ سېلاب په زریعه ورکړے شو،
سېلاب « ون مین شو » وه خو د دې نه پس بلها کردارونه خلقو وليدل، څه د مړو څه د متاثرینو په شکل کښې، او څه د سياسی دوکاندارانو تماشګيرو په شکل کښې د لفظونو په همدردئ کښې…..!!
يو سېلاب روستو بلها کردارونه ، ډېر واقعيات، ډېر ارمانونه، بې ارزئ شاته پريښودې، هغه خو راغے او لاړو تېر شو، خو د يوې ګهنټې د دورانئيې دغه حملې په هر بازار هر دوکان هر مارکيټ هرې لارې هرې کوڅې او هر کور کښې جدا جدا قيصئ پريښودې،




ډير ښکلې ليک . د سوات د سيلابونه د تباھۍ منظر کشي چه د انساني شهادتونو سره پکې د کتابونو د شهادت تذکره هم ده چه د سوچه انساني او ادبي جزباتو او احساساتو عکاسي کوی .