ليک : نورالبشر نويد
د قلم کتاب کورونه سېلاب يوړل
دوېمه برخه سوات
| هاو دا خړ سېلاب ړندو سترګو سره بې غږه بې اوازه، زمونږ دريو شاعرانو، ظفر علي ناز، سميع الله ګران او نديم چراغ کورونو ته هم ورغلو |
دا سوات دے…. د بونېر او د سوات باجوړ د پنځلسم اګست د سحر قيامت يو وخت يو شان دے، دغې اوږدې ليکې په سياسی، اقتصادی، ماحولياتی، او ټول طالبانائزيشن کښې يو شان قيامتونه ليدلی دی، ټول پخوانی ، مينځني او دا روان اوسنی ټول حالات واقعيات که زمينی دی که اسمانی دی، ټول پېريانی دی، دجال به لا کله راځی د دجال نسل وخت په وخت يرغل وکړي او دا خوږه، نرمه، پسته، يخه هوا داره زمکه دومره ګرمه کړی چې اوسيدونکی ترې کډوال شی، د افغان کډوالو د مهاجرت رسم په ټول پښتون افغان وطن کښې يو شان دی،
هاو دا هاغه سوات دی چې زمکه ې ګرمه شوه د کابل د انسانانو د حلالولو رسمونه دلته هم شوی دی، خو نه د سوات او نه د پېښور لويو عدالتونو د هغه قاتلانو د جرمونو فېصلې وکړې شوې،
هاو دا هاغه سوات دی چې بلها دورونه ې وليدل ، مزهبی جنون ې هم وليدو، خپلو پوځيانو پرې هم جنډې ولګولې، ديوالونه او دروازې ې ورله شنې کړې،
دا د دنيا د ملکونو په تاريخ کښې اولنے فوځ دے چې خپل ملک فتح کوی، او دا نعرې په ديوالونو وليکلې،،
نصر من الله وفتح قريب
د پاکستان پوځيانو هم دا نعره کړه او طالبانو هم،، د جنازې تکبير هم الله اکبر ،او د خودکش بمبار چغه هم الله اکبر،،
هاو دا هغه سوات دے چې زما د قلم کتاب د حرفونو ملګرو پکښې پښتو د عبادت پشان کړې ده، که په زمکه اور بل شی نو کډه به ترې وکړې خو د اسمانه چې افت راشی نو د اسمانه به څوک چرته وتښتی،
عن د پنځلسم اګست د قيامت سحر چې په سوات راغی نو خلق ې په کورونو ، دوکانونو، ماشومان ې په سکولونو، هر څوک ې په خپلو خپلو ځايونو کښې راګیر کړل، د اوبو خړو ړندو سترګو دا نه کتل چې دا مونږ څه ورانوو،
هاو د سوات دا خړ سېلاب ړندو سترګو سره بې غږه بې اوازه، زمونږ درې شاعرانو، ظفر علي ناز، سميع الله ګران، او نديم چراغ کورونو ته هم ورغلو او په خړه وردئ کښې لکه د جارح پوځيانو ، او لکه د طالبانو د تورو ګنګخړو پشان په ګستاخئ وګرځېدل، کتابونه ې ورله په خټو لخو داسې ولړل لکه يو ډکټيټر چې د خپلو باغیانو خيالات بحق سرکار ضبط کوی
په دغه شاعرانو کښې زه د نوموړی شاعر ظفر علي ناز د کور زکر کوم….!!

هاو دا هاغه ظفرعلی ناز دے،
چې په 5 نومبر 1964 اختر منیر کره پېدا شو، زېږون ځاې مکان باغ مينګوره ښار (سوات) دے ، پښتو ادبياتو کښې ې ماسټر (پېښور يونيورسټي) نه کړے، دے شاعر/ ادیب دے ژوند ژواک ې پښتو ده خو په واپډا کښې روزګار لری، د تېرو څلويښتوکلونو نه پښتو ادبي هلې ځلې کوی، د ملګری ليکوالان صوبای سينئر نائب صدر دے .دتیارو مشال شاعرئ کتاب ې چاپ دے،
سپرلے مې در له راؤړو (شاعري) چاپ ته تيار دے، خو څه عجيبه لوبه وشوه ،شاعر نوې شاعرئ له نوم ايښے ؤ چې سپرلے مې درله راوړو، خو د سپرلی نه وړاندے ورله سېلاب راغے، د سوات د شاعر سپرلے به د سېلاب په خټو لخو کښې زرغونه کوی،
د نثر په حواله ې تکلونه هم راټول دی ،،ما له خندا را شي،،
هاو کنه، پښتنو ټول عمر په ژړا کښې خاندلی دی، ناز هم په ژړا کښې خاندی..!!
د ظفر علي ناز دا لنډه پېژندګلو مې ملګرو ته ورياده کړه، ځکه چې دا د پښتو ناز د سوات سېلابونو، اپريشنونو، د کډوالئ، د سختو نه هرځل په دې هيله راوتے دے، چې هرځل ې د وطن په زخمونو کښې د سپرلی اميدونه د دې ټپې په مصداق کړی دی…!!
| هاو دا هاغه سوات دے چې بلها دورونه ې وليدل مزهبی جنون هم، او پوځيانو پرې هم جنډې ولګولې، ديوالونه او دروازې ې ورله شنې کړې، |
څانګه به نن سبا کښې ګل شی
ما ې په سر کښې سرې غوټۍ ليدلی دينه
خو های افسوس ارمان ارمان، چې د پښتون افغان وطن څانګه په هېڅ سپرلی کښې ګل نشوه،
دا دې اوس چې په پنځلسم اګست بيا سېلابي قيامت راغے نو د ډېرو خلقو ې مالي ځاني تاوان وکړو، د ناز د کور سرونه محفوظ دي خو کور ې د خړو اوبو ډنډ شو، ماشومان د باران اوبو کښې د خوشحالئ ټوپونه وهی خو دا داسې خړ سېلاب ؤ چې لوې واړه ټول ترې يرېدل، ځکه چې د سوات ټولو اولسونو په هره لوبه کښې د دې ټپې پشان پېريانئ غوټی ليدلی دی…!!
دا ستا په سترګو کښې پېريان دی
چې په تا راشی غوپې ماله راکوينه




هائے زڑہ مو وچاود ۔۔اللہ دی ورحمییږي
دا لړۍ دې همدغسې دوامداره وي