ليک : نورالبشر نويد
د قلم کتاب کورونه سېلاب يوړل
اولنۍ برخه بونېر
په پنځلسم اګست جمعې په ورځ سحر په بونېر، سوات، باجوړ وريځې تندرونه وغورزول او د سترګو په رپ کښې اباده دنيا ورانه شوه، زه دغه تباهی نه تکراروم ځکه چې ټولې دنيا دا قيامت خېزې لمحې باتصويره وليدې، د ورانو کورونو متاثرین ميډيا ته په هغه تالا شوو کورونو ولاړ خلقو وليدل، بلها اجتماعی جنازې داسې وشوې لکه چې ټوله پښتونخوا لوې الله ته د جنازې نيت تړلی ولاړ وي
هاو دا زمونږ جنازې وې، دا عجيبه جنازې وې ،خلق په خټو ابته د خولو په جامو کښې د جنازې په مونځ ولاړ وو، دا زمونږ د بد بختئ تصويرونه دی دغې سېلاب پښتنو سره په اوګو ناستې فرښتې هم يوړې چې لوې الله ته به د چغو،کريکو، بې وسه اوازونو باندې ګواهي ورکوي ،
زه دغه داستانونه بيا نه وايم فقط دا شعر د پښتنو غمزپلو دپاره راوړم !!
د انسان د دښمنۍ طاقت مې نه ؤ
خداې راپېښه دښمني کړه د اسمان
ټول پښتون افغان وطن ته د خداې په زمکه د (معلوم) اؤ (نامعلومه) پېريانو دښمني ورپغاړه کړې ده، د خړ او تور دښمن پته نه لګی، په مونږ لا د دغه پېريانو غوټی تلې راتلې، چې د اسمانه لکه د خړو اوبو او کاڼو ګټو چړق راپریوت او دنيا ورانه شوه، په داسې حالاتو کښې د مذهب استازان زر دا وای…!!
دا زمونږ د بدو عملونو سزا ده،، لکه په طالب کښې ې چې د Good او Bad اصطلاح راايستی ده، دغه شان د پاکستان په ګناه کښې ې پښتونخوا په هره حواله ګناهنګاره کړې ده، او د ځان دپاره ې زمونږ نه د سوال کچکول جوړ کړے دے، کله د نړيوال امن په نوم، چرته د سېلاب زپلو متاثرينو آی ډی پيز پناګزينو په شکل…!!
| اوس د بونېر په دالانونو وريدلي کاڼی ګټې خاموش پرتې دی څنګه چې پښتون افغان د خپلې وينې د دعوې په خانه کښې اسم نامعلوم ليکلی کيږی دغه شان په دغه کاڼو ګټو دعوه نشی کېدی ځکه چې دا د اسمانه حکم ؤ |
مونږ په هر حالت کښې خاموش مظاهرينو پشان ژوند کوو، او نصيب ورته وايو.
اوس د بونېر په دالانونو وريدلي کاڼی ګټې خاموش پرتې دی، څنګه چې پښتون افغان د خپلې وينې د دعوې په خانه کښې اسم نامعلوم ليکلی کيږی دغه شان په دغه کاڼو ګټو دعوه نشی کېدې،ځکه چې دا د اسمانه حکم ؤ، چې مونږ ته په داسې حالاتو دا تلقین کوی،
ان الله مع الصابرين
دصبر نه بغېر دلته مونږ سره نور هېڅ نشته، خو په دغه سانحه او حادثه کښې خو هر کور هره ساه هر قبراو جنازه ، يوه يوه سلګئ، يو يو اسويلے او يوه يوه اوښکه لکه چې د ټولې پښتونخوا يو شان درد دے خو د دغه ورانو کورونو،او د نهو قبرونو زکر داسې دے چې دا د ټول پښتو ادبياتو غم دے، ځکه زه وايم د قلم کتاب کورونه سېلاب يوړل..!!
زمونږ د پښتو د قلم کتاب د قبيلې څلور شاعران ليکوالان
د بونېر پروفېسر ډاکټر نواز يوسفزے، د سوات درې ملګري ظفر علي ناز، سميع الله ګران، او نديم چراغ په تالا والا میدان ولاړ پاتې شول، د سوات د ملګرو کتابونه لکه د لفظونو بچی ، او کورونه لاهو شول او د پروفېسر ډاکټر نواز يوسفزی کورونه او نهه کسان خړ سېلاب يوړل،
دا دې په وړومبنئ برخه کښې د نواز يوسفزی ځاني او مالي تاوان ته ولاړ يم…!!!
دا د بونېر د پروفېسر ډاکټر نواز يوسفزی د قلم کتاب او د پښتو د خړپوسو کور دے، چې پښتو له ې داسې نر سړے ورکړے دے
دا هاغه نواز يوسفزے دے چې زما د ديرش کلن ليکوال مجلې په صفحو کښې ې اوس هم د پښتو زلمی يادونه ژوندی دی او ليکوال خپل نواز يوسفزی ته وای…..!!
اے زما د پښتو د قلم ملګريه..!!
هاو ماته اوس هم ياد ې چې ته بيخی ځوان زلمے وې او د پښتو د قلم د حرفونو امين وې، نظم نثر کښې دې ژوند ؤ، او په دغه سفر کې روان شوې ,
کله چي اسلاميه کالج پوهنتون شۀ نو ته پکښې د اباسين يوسفزي سره دويم استاد شوې. او دغسې په اسلاميه کالج کې د ماسټري په کچه د پښتو څانګې باني د اباسين سره په شريکه کردار ادا کړو
وروستو چې تا کله د پبلک سروس کمېشن په امتحان کښې پښتونخوا صوبه ټاپ کړه نو د اسلاميه کالج نه دې استعفا ورکړه او په ډګر کالج کښې دې د پښتو د استاد په حيث ذمه واري سمبال کړه. نن سبا هم په دغه کالج کښې پروفېسر او د پښتو څانګې چېرمېن ې،

زما شاعره استازه…!!
زما په لېونی مزاحمتی ژوند کښې ستا پشان ډېر ملګری ماسره روان شوی او بيا رانه د حالاتو ، د غم جانان او غم روزګار په سېلابونو لری لری تلی دی خو چې د وختونو چپو اوړی راوړی يو ، نو يو بل ته يا د وينو په سرو جامو کښې مخامخ شوی يو، او يا د سېلابونو په خړو اوبو او خټو کښې لکه د بائللی جوارګرو پشان اودريدلی يو،
نن د بونېر د خونړی سېلاب په تصويرونو کښې مې وليدې، نوتا په پيربابا بېشوڼۍ کلي بونېر کښې د خپل پلار حاجي صاحب ګل د کور نهه ژوندی سرونه بائللی وو، او ما چې په دومره مړو کښې ژوندے ولاړ وليدې او ستا دا خبرې مې اورېدې….!!
| پروفېسر ډاکټر نواز يوسفزے د ژوند د خونړئ ډرامې داسې رول لوبوی چې ډېر ډائيلاګ ورسره نشته خو چې د خپل کور د نهو قبرونو ترمينځ اودريږی نو د هغه په اوګو ناستې دوه فرښتې به هم حېرانې وی چې دا د پښتو سړے خله پرانزي نو څه به وای….؟؟؟ |



ډېر اعلی جناب عالی …هغه د خوشحال بابا شعر چې
د شاهانو ورکړه لغل و جواهر وي
د قلم د خاوندانو د زړه وینې
ستاسو دا پېرزوینه د شاهانو د لعل و جواهر نه ډېر ستره ده …په عمر او قلم د برکت شه
د بونير ،سوات او باجوړ کې کې د سيلابونو د
لاسه کومه تباھي اوشوه او د پښتنو په مجموعي توګه چه کوم حالاتو نه تير شو او تيريږي په هغې چه تا خپل درد بيان کړے او ژړا کړي د پښتون قام ترجماني کوي .
ما ته غوږ شه، د بشر نويد صېب د زمانو راسې راروان کالم دے چې اول بل ه مې وحدت اخبار کښې لوستو ، نو ژړل به مې ورته، بيا مې پۀ دوه مجموعو کښې وۀ لوستل نو زړۀ به مې درز نارې کړې اؤ اوس چې يې د ليکوال پۀ ډيجيټل . کام لولم نو مخ سر ورته وهم، لکه دې اوسنی کالم چې ډېر جذباتی کړم اؤ د بونېر د غرونو کاڼو ګټو نه مې ويره هم وۀ شوه اؤ کرکه هم. الله دې د بشر صېب د قلم اوښکې چرې هم نۀ وۀچوی چې هم داسې د پښتو اؤ پښتنو حالتِ زار، پۀ زار زار ژړېږی.
په تاسو وياړم
استاذ نويد! صېب
ستاسو هر ليک د تېرو خواؤشا پنځه لسيزو نه په پښتنه خاوره دهر ناورين د ټول پښتون وګړي د غوښې غوښې او وينې وينې وجود دړد تصوير دے.
او ځان دې دې پښون بې حسه قام (هجوم) ته به چغو ستړے کړو چې ماته غوږ شئ خو پښتون دے چې په يو غوږ ئې راځي او په بل ترې ځي.
الله مو راته لره ستاسو د روښانه ذهن، قوي نظر او مشال مشال قلم رڼا دې تته نۀ شي.
ستاسو د روغې سټې لۀ پاره لاس په دعا يم
ښاد را ته وسې
ډير ژړونکي حالات دي د سترګو نم ودريږي نه