لیک: نورالبشر نويد
باجوړ کښې د امن جنازه
پښتنو بيا ووې !!
الله مو وبخه، نيت تړئ، الله اکبر
د مولانا خانزېب په ايف آی آر کښې به هم قاتل اسم نامعلوم ليکلی کيږی حالانکې زمونږ قاتل معلوم دے چې رياست مو وژنی عجيبه داده چې امن غوښتونکی وژل کيږی |
په لسمه جولايئ د ځنګل د اور پشان د باجوړ نه د مولانا خانزېب د شهادت خبر خپور شو اے اين پی په دغه ورځ د هارون بلور د شهادت ورځ نمانځله سرې جنډې لا د خلقو په لاسونو کښې وې چې پښتنو له ې يو بل شهيد د باجوړ نه ورکړو او پښتنو بيا ووې!!
الله مو وبخه نيت تړئ ،الله اکبر

يو بل نر پښتون قامی ملا د الله دربار ته د کربلا د شهيدانو په سلسله کښې پېش شو خداې ته به وای!!
اے ربه….!!
زه د پښتونخوا د باجوړ د کربلا شهيد يم سرخپوش شهيد يم. پښتنو ستا دربار ته سواليه نخښه راليږلي يم ، پښتانه د خپلو وينو جواب غواړی، ستا په زمکه جاهل قاتل قابيل مونږ نسل درنسل وژنی ، ځکه چې مونږ د خپلې خاورې اختيار او شتمني غواړو. مونږ امن غواړو،
اے ربه!!
ستا د جنت د ټولو قامونو شهيدانو نه به د پښتون افغان شهيدان زيات وی
د الله حضور کښې به مولانا خانزېب د شتمنې پښتونخوا غريب شهيد وی، او دا سلسله روانه ده ځکه چې څوک د خپلې خاورې شتمنی پېژني او نورو اولسونو ته لکه د مولانا خانزېب پشان وای!!
اے ربه —!! زه د پښتونخوا د باجوړ د کربلا شهيد يم سرخپوش شهيد يم، پښتنو ستا دربار ته سواليه نخښه راليږلي يم پښتانه د خپلو وينو جواب غواړی. |
مونږ غريبانان نه يو ، مونږ سره بلها دولتونه نعمتونه او خزانې دی خو اختيار ې د پردو قوتونو دے مونږ چې په خپله خاوره امن غواړو نو سزا مو نامعلومه مرګ دےـ
مولانا خانزېب ايف ای آر کښې به هم قاتل اسم نامعلوم ليکلی کيږی حالانکې زمونږ قاتل معلوم دے چې رياست مو وژنی او عجيبه داده چې دامن غوښتونکی وژل کيږی پخوا چې به په سور جنګ کښې چا سپينه جنډه پورته کړه نو دواړو طرفو به ډزې بندې کړې اوس زمونږ قاتل رياست هاغه څوک وژنی چې په لاس کښې ې سپينه جنډه وی هغه ورله په وينو سره کوی مولانا خانزېب هم په باجوړ کښې د امن پاڅون دپاره سپينه جنډه ګرځوله چې اولسونه راټول کړی او په ديارلسمه جولايئ د پاکستان فوځ، مقتدره ادارو، تور مخو قاتلانو ته وواي!!
مونږ امن غواړو، مونږ په خپله شتمنئ خپل اختيار غواړو

خو د حرص هوس مغروره د قابيل د نسل قاتلان دا خبره نه منی ځکه چې زمونږ په خاوره هغوی تل د خپلو مفاداتو دپاره د پردو جنګونو د کرايې سپاهيتوب کړی دے او ځانته ې «خاموش مجاهدين »وئيلی دی
حالانکې خاموش مجاهدين څنګه دی چې په واز کومی ې د کابل پل خشتي جومات کښې د سجدې ارمان کړے دے او د دنيا د ټولو نه جارح تورمخے سپين سترګے قاتل دے چې په کتابی تحريري طور ې د قامی ،انسانی، اخلاقی جرم او قتل اعتراف کړے دے.
هاو، ما د پښتون افغان په خاوره د بارودو او د وينو باران کړے دے تور پنجاب له مې د پښتون افغان نه د تاريخی دښمنئ انتقام اخستے دے هاغه سلسله تر دې راورسېده چې نن ې د شهيدانو په اوږد تسلسل کښې په رڼا ورځ سپينه جنډه په لاس بل پښتون سور ګل مولانا خانزېب له دا سزا ورکړه او پښتنو يو بل شهيد شتمنې خاورې ته ورکړو.
اے خاورې !! سپينه جنډه په لاس د باچاخان د شتمنې خاورې يوبل غريب ارمان په دې قسم واخله….!!!
دا فصل د سرونو چې څوک ريبی لا زياتيږي
دا تخم به کم نکړی طالبان د باچاخان