ماته غوږ شه

دانشورين

لېنن د دانشورانو په حقله وئيلی دی چې دا ډېر خطرناک خلق دی. دا اکثر د لاندی میډل کلاس سره تعلق لري خو په هنر کښې  د پرولتاری نه لاندی دی ځکه چې  څه اوزار  نه لري  خو دوی ډیر چالاک دي.  دوی قلم لکه د اوزار استعمالوي او د دغه قلم په زور خپل کلاس بدلول غواړی چې  بره کلاس ته  لاړ شی. خو دا د کار خلق هم دی دوی د نظر لاندې ساتئ.او  کار ترې  اخلئ.

د لېنن خبره ټيک ده خو دانشورين مونږ   د اولس  دپاره پکار نکړل او د لېنن په وېنا رياست او رياستی ادارو عمل وکړو دانشورين د خپلو مفاداتو دپاره پکاروی. د پتلی تماشه دا

قلمونه او حرفونه ، ژبې او سرونه د اداکارانو پشان هر کردار سره بدليږی اول اول چې پرنټ ميډيا په زور کښې وه نو دا د لفظونو اداکاری د چاپ په شکل کښې وه اوس چې مختلفې چينلې راغلې نو دانشورين منورين تجزيه نګاران په سکرين د خپلو لفظونو سره ايکټنګ کوی رياست ،عدالت، سياست هر څه په لفظونو جوړوي او ورانوی لکه څنګه چې په نورو ادارو نورو مدونو کښې پنجاب سرفهرست او سرپرست دی دغه شان ميډيا هم د پنجاب ده، دانشورين مبصرين تجزيه کار هم د پنجاب دی، کوم چې ورسره پښتانه د مقتدره ادارو د پنجاب د سکول آف تهاټ څخه دی دغه ټول د چينلو زبرګان دانشورين د لفظونو سودا خرڅوی او دا تاثر ورکوی لکه چې پاکستان ې په لفظونو راټينګ کړے دے. د دانشورينو دا بازار لکه د هيرامنډهئ د مازيګر نه ګرم شی او د شپې تر ناوخته پار پورې د لفظونو دا بالاخانې ګرمی وی.

دا نظم د داسې دانشورينو، منورينو، تجزيه کارو يو مجموعی تاثر دے چې زمينی حقايق په خپلو تبصرو د پټو فرښتو په اشارو بدلوي رابدلوي.

دانشورين

د لفظونو  دچکلې  دانشورينو

د تيارې د ړوند شهوت منورينو

قلمونه مو د شپې بالاخانو کښې

چورلکونه خوری اعلا اکابرينو

د بالا ايوان د زور د برکته

بد اخلاقه ، دروغژن،مقررينو

واورئ بيا د زليخې قيصه شورو ده

مؤدبو ،غلامانو، سامعينو

بيا د جنګ او د تمغو ويشونه کيږی

دا د کورس سبق به وايئ قارئينو

د سرکار په تلاوت باندې ولاړو

د سجدو د رکاتونو  حافظينو

د وطن د غلا کم ظرفه وعده مافو

د دې خاورې جانشينو ، خاينينو

د نړئ د هاغه سر نه تر دې سره

 خاک نشينو د ٫٫خاکی،،مبصرينو

د رنګين اسلام آباد په تبه سوزئ

د پښتون افغان په وينه منکرينو

اے  د  بندو لفافو ، تجزيه کارو

شرفاو،  د  اجرت  مبلغينو 

د چينلو د  شيشو لويو زبرګانو

د  پليتو  حمامونو  صالحينو

د پېريانو،استازانو، شاګردانو

همنواو، اے همرازو ، همنشينو

د واسکټ او د تهری پيس لويو ښاغلو

دفاعی تجزيه کار تمغه حسينو

لکه مړو کښې پېريان دی ننوتی

د  حرفونو   راکټونو.  آتشينو

ستاسو خلې لکه د ډمې ګونګران دی

ستاسو ټول حرفونه داسې کنجران دی

تبصرو او تجزئيو په منډهئ کښې

موقفونه  مو د بل چا دلالان دی

ځکه تاسو نۀ اغواشوئ، نۀ مو وژنی

شنۀ سرونه مو جنډې د پاکستان دی

error: Content is protected !!