ماته غوږ شه

اے صحافي حسرته..!!

ستا پۀ مجلاتی صحافت کښې دَ مردان مرکه اؤ دَ پښتو ورځپاڼې صحافت دې دَ وحدت دَ هغه مېز نه شروع کړے وۀ، پۀ کوم مېز چې دَ پښتو لويو لويو شخصياتو، قلندر مومند، همېش خليل، مراد شنواری اؤ پۀ دغه تسلسل نورو ډېرو نوموړو  پښتو صحافت کړے دے، اؤ تر تا اؤ تر ما اؤ نورو ډېرو ملګرېو رارسیدلے دے، دا دَ پښتو صحافت دَ هغه دورونو تسلسل دے، چې مونږ ورته دَ خدائی خدمتګارو دَ تحريک اثرات وايوُ، دَ باچاخان، صنوبر حسین کاکاجی، ماسټر خان ګل اؤ دغه ټولو دورونو ته مونږ دَ قامی ازادۍ ،سياسی صحافت وئيلی شو، چې زمونږ بنيادونه دی اؤ ورپسې زمانه دَ معاشي صحافت اؤ نوے صحافت چې دَ سوُر نه زيړ شو، نو لفافه بند صحافت شو، اؤ دَ منټو پۀ قول…!!

 ٫٫ قلم فروش صحافی ايک جسم فروش طوائف سے زیاده بدکردار هوتا هے،،

دا اشاره هغه صحافيانو ته ده چې اېجنسی ساز، سرکاری اعزازاتو دَ پاکستان اؤ دَ فوځ، مقتدره ادارو وغېره وغېره وفادارو کښې شمارلی شی اؤ هغه پرېس کانفرنسونو ته داسې خصوصی ځايونو ته ځي کوم ځای ته چې« نوګو ايريا»  وئيلی شی ، دَ سېکيورټی رسک پۀ وجه دَ سپی بويولو په اجازت دننه دَ خارج نه داخل ته ځی.

ستا دَ پښتو صحافت لا پۀ هاغه زمره کښې نۀ راځی، ځکه چې کۀ هر څۀ وی دَ پښتو نه لا دَ قامی ازادۍ دَ اتلانو بوی ځی،

تا چې د پښتو کوم صحافت کړے دے، هغه د يونيورسټئ دَ تعليمی خرچې دپاره وۀ، نو په دغه حواله تاته دَ لفظونو تاجر وئيل داسې دی لکه دَ کارخانې مزدور ته چې څوک کارخانه دار وۀ وائی، تا دَ وحدت پۀ اېډيټرۍ کښې پردی دَ اردو لفظونه پښتو ته راړولی دی، تا دَ وحدت پۀ سېکنډشِپ صحافتی مزدوری کړې ده دَ شپې پۀ تيارۀ کښې بيا يونيورسټئ هاسټل ته تلے ې، دا ستا دَ صحافتی ژوند ماذيګر, ماښام اؤ شپه وه.

اے پۀ ټېکسټ بُک بورډ، خېبر پښتونخوا کښې دَ پښتو مضمون ماهره !!

تا خپله پۀ غريبۍ کښې سبق وئيلے وۀ خو خپل اصل تاريخ اؤ پښتو پښتونولی درنه واکمنو پټه کړې وه، ځکه نو تا ته چې هر څۀ معلوم شول، نو دَ قام بچو له دې دَ خپل ذهن اؤ علمی شعور پۀ رڼا کښې نصاب سازی وۀ کړه اؤ دَ هغه اختياری پښتو نصاب پۀ حقله چې به دې ماته دا شعر وئيلو :

اؤ بيا چې پۀ خپله خاؤره خپل  اختيار راغے، نو پۀ اختياری اؤ لازمی دواړو نصابونو کښې مې ستا پۀ ذريعه هاغه ټول پۀ سرکاری ادارو کښې بېن شوی مترقی اؤ قام پاله شاعران ليکوالان تر نظره شو چې، پۀ خپله خاؤره يې د خپل اختيار پۀ نره اؤ د حق اواز پورته کولو اؤ دَ ماشومانو پۀ کتابونو کښې مې پۀ اول ځل دَ خپلې خاؤرې دَ ازادۍ مبارزين اؤ قامی اتلان وۀ ليدل … اؤ ما پکښې دَ خپلې خاؤرې وږمې محسوس کړې.

اے دَ باچا خان پوهنتون دَ پښتو نخوا مطالعاتی  مشره..!!

چې ستا دَ مخ پۀ توره ږيره کښې سپين ډکی ډېر شول، ته پروفېسر ډاکټر شوې، پښتو څانګه دې راجوړه کړه، اېم فل، پی اېچ ډی شاګردان دې پېدا کړل، پښتو پروګرامونه، دستورې، ادبی مجلسونه، دې راګرم کړل، ستا پۀ نګرانۍ کښې ما وومن اېجوکيشن، پيس کاروان، تهيټر ډرامې وکړې، په2016 ما د پوهنتون په يو وِزټ کښې بهر ځائې خوښ کړو، چې دلته به د موسيقئ سټيج يو پروګرام کوو، دا هاغه ځائې وۀ، چې بيا پرې پۀ 20جنورئ   2016ء طالبان دَ شا طرف نه راواؤړېدل، حمله يې وۀ کړه،

20 جنوري 2016ء د باچا خان تلين نمانځنې پۀ موقعه داسې واقعې دَ آرمی پبلک سکول پېښور دَ ماشومانو وينې بيا تازه کړې چې دَ پښتنو  قلم کتاب هم  شهادت وۀ موند،

 تا ماته کال وۀ کړو، مۀ راځه، طالبانو حمله کړې ده،

ټوله ورځ دَ ژوند اؤ مرګ لوبه وۀ شوه، دَ اندېش دَ شعر پۀ رڼا کښې….!!

اے زما سپين ږيری حسرته..!!

ستا دَ ماشوم حسرت نه واخله دَ زلمی حسرت پورې اؤ دَ روزګار دَ سفر نه تر دَ سپين ږيری حسرته، هره منډه،

دا ټول سفر څۀ دَ غرمې دَ پېريانو ډولۍ نۀ وه چې پۀ مېدان تاؤ شوه، اؤ لرې لرې لاړه، دغې سفر کښې تا اووۀ خوئېندې اؤ  پنځۀ لوڼه هم وادۀ کړې، يؤه اخری لور سبا ګل سباوون تاسره ستا دَ قلم پۀ وراثت کښې پی ایچ ډی پوره کوی اؤ ايکی يؤ زوی عبدالحميد تعظيم له دې دَ اجمل خټک دَ هاغه سرې ډولۍ ارمان پۀ دې پوره کړو، خو دَ پښتنو دَ حسرتونو ډولۍ اوس دَ کابل پۀ ځائې دَ امريکې اؤ يورپی ملکونو نه راځی، دَ کابل ډولۍ اوس هم پېښور ته نۀ شی راتلې، دَ جهاد اؤ مذهبی ورورولۍ پۀ نوم راغلې ډولۍ دَ فساد پۀ نوم واپس لېږلی کېږی،

زما سپين ږيری حسرته…!!

ستا دَ روزګار سفر ستا دَ ځوانۍ نه لکه دَ پرکار تاؤ شو اؤ دَ سپينې ږيرې پۀ حسرت وۀدرېدو، پۀ دغه دائره کښې تۀ داسې ښکارې…!!

دَ ټېکسټ بک بورډ، خېبر پښتونخوا سبجيکټ سپېشلسټ ( دَ پښتو مضمون ماهر )

باچا خان پوهنتون، پښتونخوا مطالعاتي مرکز،

مردان کالج نمبر2 پرنسپل

بيا دَ متهرې کالج پېښور دَ پښتو ژبې اؤ ادبياتو پروفېسر اؤ دغلته نه چې ته کور ته د ريټائرډ حسرت پۀ نوم راتلې، نو ماته داسې ښکاره شوې لکه چې وائې ….!!

هاؤ مونږ شاعران ليکوالان دَ لفظونو دَ سفر لاروی دَ ژوند پۀ کږلېچونو ځان پسې بلها داستانونه پرېږدو ، چې هغه بيا ماضي شی، خو تۀ عجيبه ماضي لرې، د ماشوموالی نه تر زلميتوب اؤ بيا تر سپينې ږيرې، حسرت+حسرت+حسرت= حسرت پاتې شوې، تا پۀ ژوند کښې حسرتونه راپېدا کړی اؤ روزلی دی، پۀ داسې عمر کښې خلق دَ آئينو نه يرېږی، ځان ورته پۀ بنده کوڅه کښې ولاړ ښکاری، دَ واپسئ ټولې لارې ورته نۀ وی، خو ستا دَ تحقيق اؤ څېړنې کار داسې دے، چې دَ  واپس راګرځېدو پۀ هنر پوهېږې، دَ ورک موندلی پۀ مصداق زمانې لټول درځی، نو ځکه کۀ تۀ سپين ږيرې حسرت هم شوې، خو زما يقين دے چې ته به دَ هلکوانے هاغه ګوډۍ ګوډۍ تصوير ته پۀ دې وياړ  ګورې، اؤ دا به ورته وائې..!!

اے زما ښکلی نازؤلی حسرته..!!

ما د ځان سره تۀ د ژوند پۀ هر پړاؤ وۀ ګرځولے، خو چرته مې هم د بائېللی جوارګر پۀ شان بائېللے نۀ يې، ما نور نور ښکلے کړے يې، عن دا چې د يؤ ماشوم حسرت نه مې سپين ږيرې پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت جوړ کړے، البته يو کار مې وۀ نۀ کړې شو، چې پوره مې نۀ کړې شوې،

نيمګړے حسرت پاتې يې اؤ دا هم ځکه چې حسرت نۀ پوره کېږي..لکه دَ قلندر مومند دَ افسانې دَ نوم تل « نيمګړې نيمه خوا » پاتې وی.

One thought on “ماته غوږ شه

  1. ډير اعلا سر ستاسو دې ليک سره د حسرت صاحب د ژوند او فن ډير اړخونه په بشپړه توګه مونږ ته راورسيدل ما ډير په خوند خوند ولوستل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!