ليکوال: نورالبشرنويد
د پښتنو د خزانو غل
د پښتنو غرونه، سيندونه، ټوله زمکه يوه خزانه ده خو اوسه پورې پښتنو خپلې خزانې نه ليدلی نه سپړدلی دی خو زکر ې په تحرير او تقرير کښې هر څوک کوی.لکه چې مونږ وايو پښتانه پنځه زره کلن لرغونی تاريخ لری.او بيا چې د زړو پخوانو فتوحاتو قيصې لکه د پخوانو نياګانو پشان شروع کړی نو راشه که تاوديږے،خو که نوی نسل دا پوښتنه وکړه چې تاسو څه کړی دی نو بيا د دې پوښتنې جواب هيچا سره نشته
زمونږ د غرونو، معدنياتو، د ګيس، بجلئ، سنګ مرمرو ، سپين ماربل، تانبې، اوسپنې، سرو زرو، کرومائيټ،ميګنيشيم،
کوئله او بلها څيزونو ملکيت زمونږ دے اختيار ې د بل ولې دے؟؟

دا خبره او نعره خو ډېره پنوانئ ده چې خپله خاوره خپل اختيار خو مشر رور پنجاب په رڼا ورځ د پښتونخوا د ويښې موره ځوی تښتوی په افغان جنګ کښې خو چې د پاکستان پښې د اسلامی مزهبی رورولئ په دعوه اخوا ته ازادې شوې نو د جنګونو ټوله اوسپنه لاهوريانو شريفانانو کارخانو ته لکه د مال غنيمت راروانه شوه او ټول پښتون افغان د پنجاب د کارخانو مزدوران شول، خو چې د لېونئ حاجت پوره شو نو بيا ې ورله زيارتونه په کاڼو وويشتل شناختی کارډونه ې ورله بلاک کړل، پښتنو ته ې ترهه ګر ووئيل،او اوس خبره دې حد ته راغله،چې اسلام آباد پښتونخوا ته زمونږ پټو خزانو پسې کاروباريان راولی چې راشئ دا خاوره وکنئ دا واخلئ
زمونږ د غرونو معدنياتو ،د ګيس،بجلئ، سنګ مرمرو، سپين ماربل،تانبې اوسپنې،سرو زرو،کرومائيټ ميګنيشيم کوئله او بلها څيزونو ملکيت زمونږ دے اختيار ې د بل ولې دے؟؟
د پښتنو د خاوری غلاګر او خاين غاصب او قبضه ګر د مغل او د سپين پيرنګی نه واخله د تور پورې اوس هم په زوړ تسلسل کښې راروان دے او دا د برطانيې دزوړ حاکم د فارمولې لاندې هاغه سزا ده چې پښتون له ې د قامی ازادئ د تحريکونو په نتيجه کښې زورنه ورکوی ځکه چې دلته په دې منطقه کښې يوازينی قام پښتون افغان دے چې په ځان ې د ښکيلاک دوړه پريښې نه ده خو دا ديخوا زمونږ بدقسمتئ ده چې د دومره بلها قربانو باوجود پښتانه نن هم په خپله خاوره خپل اختيار نه لری. د دې خاورې ټول پېداوار په رڼا ورځ لکه د اباسين د اوبو مخ په ښکته روان دی او هرې غلا له ې قانونی ائينی جواز کتلو دپاره پارليمان نه بلونه منظوروی ځکه چې په پارليمانی سياست کښې د پښتنو سرونه د نيشت برابر دی کوم سرونه چې په نورو پاکستان ګير سياست کښې د پښتنو په نوم دی د هغوی سرونه د پنجاب په بيمونو لکه د مارانو مستيږی ګډيږي دغه ټول تش په نوم پښتانه هميشه د پردو دپاره د ملکی قامی مفاداتو دپاره کار کوی۔
مونږ چې دا وخت ماين اينډ منرل ايکټ 2025 په سکنجه کښې رانيولی شوی يو نو دا هم ډېره پخوانئ لوبه ده چې غاصب ورله د سياست ، جمهوريت او پارليمان جامې اچوی خو دا ځل پښتانه په دغه خبره پوې دی چې پښتونخوا ې په دريم ځل پی ټی ای او بلخوا ې ټی ټی پی ته ولې ورکړې ده. په پی ټی ای باندې به پارليمان د لارې خپله لوبه کوی او ټی ټی پی باندې به د اپريشن په نوم دلته قبضه ګر وی. د دې مصرعې په مصداق.۔
ښتانه په دې خبره پوې دی چې پښتونخوا ې په دريم ځل پی ټی ای ته او ټی ټی پی ترهه ګرو ته ولې ورکړې ده ؟؟
پی ټی ای باندې به د پارليمان د لارې خپله لوبه کوی او په ټی ټی پی باندې به د اپريشن په نوم!!
« يار او رېبار دواړه د يوې څانګې ګلونه دی»
پی ټی ای په زريعه ې پښتانه قام پرست د پارليمانی سياست نه بهر کړی دی او د ترهه ګرو په زريعه ې د خپلو پښتنو نه لرې پاتی کوی چې صوبای قامی خودمختاری نه غواړی ځکه چې د پښتنو قام پرستو آواز په دغه حواله خپل قامی تاريخی کردار لری۔

په داسې حالاتو کښې به د هر دوه مخيزه ډولکی د غږ پته لګي چې څوک د چا دپاره کار کوی او څوک به آزادی ، خپلواکی ، او د خپلو وسائلو اختيار غواړی.؟؟
سندهيان د خپلو اوبو دپاره ټول راپاڅيدلی دی او چې د پښتنو د ويښې مور نه څوک ځوے تښتوی نو دا خاوره مور به دومره بې وسه وی چې هډو غږ به نه کوی. په داسې حالاتو کښې که هر څوک غلی خاموش پاتی شول دا به ې سياسی مرګ وی او که دا مرګ ی ومنو نو بيا بيا مړی نه ژوندی کيږی۔