ليک : افتاب سليم
د هر ادیب او ليکوال دا ارمان وي ـ چې کوم لیک یا تخليق ئې کړے وي ـ هغه هغۀ پورې محدود پاتې نۀ شي بلکې دا ئې زړۀ وي چې څۀ کار ئې کړے دے د خلقو مخې ته ئې راولي ـ خو د بد مرغه زمونږ لیکوال د ډېرو مجبورو د لاسه خپل دا خواهش پوره نۀ کړے شي ـ خپل ليک تخلیق راټول خو کړي او هره ورځ په دې اميد تېره وي چې کله به خو ئې د چاپ د مرحلو نه تېر کړم ـ خو د ژوند نورې مسئلې ئې لار داسې ونېسي چې عمر ئې تېر شي خو د کتاب چاپ کولو ارمان ئې پوره نۀ شي ـ بیا کۀ د مرګ نه پس څوک قدردان يا بچي ئې ژوندې ساتل غواړي نو کتابونه ئې چاپ کړي ـ
| د پښتنو معاشره کښې د کتاب لوستلو کلچر ډېر کم دے، دوېمه وجه ې د خلقو پښتو ژبې سره نابلدتيا ده چې يو بل سره خبرې په پښتو کښې کوی خو لوستلې ې نشی |
ډېر کم ليکوال په خپل ژوند خپل علمي ، تخليقي او تحقيقي ليکونه لوستونکو ته پېش کړي ـ د دې یو وجه خو د هغوي مالي حېثيت وي چې دا اجازت ورکوي او خپلې مسودې بغېر څۀ پرېشانۍ او مسئلو په کتابي شکل کښې محفوظ کړي ـ د مالي طور مستحکم کس نۀ علاوه څۀ ليکوال داسې هم شته چې د ښۀ ليک معیار خو نۀ لري اؤ بیا ئې هم د کتابونه یو لړۍ وي چې د خلقو مخې ته راځي ـ د دې غټه وجه د څۀ ادارې سرپرستي یا خپله چابکدستي ئې وي ـ چې د خپلې ژبې په هنر او منتر د ادارو نه کار واخلي ـ څۀ بد قسمته قلمکاران داسې هم شته یا تېر شوي دي چې د خپل قلم په سیاهۍ ئې ډېرې ښې فنپارې تخلیق کړے وي خو نۀ مالي حېثيت اجازت ورکوي نۀ ورته د چا ادارې سرپرستي ملاؤ وي ، او نۀ د مرګ نه پس د چا قدردان قدرداني مومي ، نۀ ئې اولاد د خلقو زړونو کښې د ژوندي ساتلو تګ و دو کوي ـ نو انجام ئې دا شي چې فن ئې د هغۀ پشان د خاورو لاندې د زمانې د نظر نه غائب شي ـ کله ناکله د چا چې د مرګ نه پس د نوم د ژوندي کېدو نصیبه وي نو د چا محقق په ذریعه د دنیا مخې ته راشي ـ
زمونږ د ليکوالو د ټولو نه غټه الميه دا ده چې اول خو کتاب چاپ کولے نۀ شي ـ او چې په زړۀ چاودون کتاب چاپ هم کړي نو بيا ئې خريدار نۀ وي ـ د دې لویه وجه دا ده چې اول خو زمونږ د پښتنو معاشره کښې د کتاب لوستلو کلچر ډېر کم دے ـ دوېمه وجه ئې د خلقو د پښتو ژبې سره نابلدتيا ده چې يو بل سره خبرې اترې خو په پښتو کښې کولې شي خو لوستلې ې نشی او دا ځکه چې زمونږ د تعلیمي ادارو په نصاب کښې پښتو مرحومه شوې ده ـ په سرکاري تعليمي ادارو کښې خو بيا هم څۀ نه څۀ پښتو شته خو د پرائيويټ سکولونو د نصاب نه خارج ده ـ او بدقسمتي دا ده چې نن سبا په سرکاري سکولونو کښې د سبق ويونکو تعداد د نشت برابر دے ـ درېمه او د ټولو نه اهمه وجه ئې ليکوال پخپله دے ـ چې څنګه کتاب چاپ شي نو قلم راواخلي او ليکل به شورو کړي چې فلاني ته په پښتنه مینه ډالۍ ـ او داسې نیمې نه زيات کتابونه په ډالو کښې لاړ شي ـ څلورمه وجه ئې کتب فروش دي چې د ليکوال په کتابونو بغېر څۀ انوسټمنټ خپل کاروبار کوي ـ او چې کله کتابونه خرڅ شي نو بیا ئې مالک ته پېسې داسې ورکوي چې جوړ غټ احسان پرې کوي ـ پينځمه وجه ئې د ليکوال خپل ادبي ملګري دي چې د ډالو په شکل کښې د کتاب اخستو حوصله شکني نۀ کوي ـ پکار ده چې هر ليکوال او اديب د بل لیکوال کتاب په بیعه د ليکوال نه براه راست واخلي چې د کتاب پوره قیمت ليکونکي ته ملاؤ شي او د کتب فروش د کميشن نه بچ شي ـ

د کتاب اخستل د پښتنو د پاره یو دروند پېټے دے ـ په ښۀ نه ښۀ کتاب او معياري مجلې پېسې نه ورکوي ـ او نن سبا خو د پي ډي اېف عذاب هم ليکوال پسې شوے دے ـ د انټرنېټ د سهولت په وجه خلق غېر قانوني طور کتاب پي ډي اېف ته واړوي او بيا ئې یو بل ته رسوي ـ چې د کتاب کلچر ته ئې غټ نقصان ورکړو ـ د کتاب د لوستلو اصل خوند په پي ډي اېف کښې نشته او د هغه خلقو ته پته ده چې څوک د کتب بينۍ عشق کښې مبتلا وي ـ د لوستونکو کمي ، د کتب فروشو رويه ، د کتاب او مجلو د چاپ کاغذ او نورو موادو قیمت ختل او د پي ډي اېف په شکل کښې د کتاب او مجلې خورېدل هغه غټ وجوهات دي چې د کتابونو او مجلو په چاپ کېدو کښې ئې ډېره زیاته کمي راوستله ـ او تازه مثال ئې د میاشتنۍ ٫٫ ليکوال ،، زمونږ مخې ته دے چې د پرنټ مېډيا نه الېکټرانک مېډيا ته منتقل شوه ـ اوس سوال دادے چې څومره خلق په اليکټرونک ميډيا پوهيږی،؟؟
| پکار ده چې هر شاعر اديب د بل ليکوال کتاب په بيعه براه راست واخلی چې د کتاب پوره قيمت مصنف ته ملاو شی او د کتاب فروش د کميشن نه بچ شی |



ڈیر زبردست لیک دی پختنو تہ د کتاب لوستل ضروری دی چی د خپل تاریخ نہ خبر شی
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته افتاب صاحب
دا خبره زه د ډيره وخته کومه او محترم سليم راز بابا مرحوم سره مې هم په دې موضوع په فون ډيرې خبرې اترې کړي دي زمونږ د پرمختګ نه کولو اساسي وجه هم د کتاب سره مينه نه کول دي . دا ستاسو مضمون ډير ګټه ور دے او په بشپړه موضوع مو قلم پورته کړے دے
ګل اکبر خان د ستائنې ډېره مننه