دويمه اخری برخه
د نعمت الله په رور اور بل شو چې د ورندار په حقله ې دا خبره واوریده، قيامت ترې هېر شو خو يو نوی تبليغي شوی زلمی هغه د لاس نه ونیولو او ورته ې وویل د قيامت شپه ده لږ ساعت پس به ې پته ولګي خدای ته ئ پریږدوه د قیامت شپه ده سبا به څوک نه وي هر څوک خپل غم کښې ککړ وي تا نه دی اوريدلی چې د قيامت په ورځ به خپل اندامونه په هر چا ګواهي کوي دا د قيامت علامه ده چې مونږ د خپلو ګناهونو اقرار کوو،.
نوی تبليغي چې زما په خوا کښې خر وليدو نو رو غوندې خر ته نزدې شو او په ژړا ژړا کښې ې خر ته ووی،،
ما معاف کا ما ستا ښځې سره لحوو لعب کولو توبه استعفار.. ما د نوی تبليغي د نوی راټوکېدلي ږيری په زونډی کښې د شیطانانو د ټال جوټی وليدې. په خوا کې یو ځوان اسرار ګل چې د کپتان په نوم مشهور ؤ او د کرکټ زبردست مشهور باولر ؤ ټوله علاقه کښې هغه چغه کړے چې “ما به بال ټمپر کولو او خلک به مې آوټ کول ما دې خدای معاف کړي”.
ټغر چې د کلي یو عجیبه کردار وو په غرونو کښې پخوانو څیزونو پسې ګرځیدو او چا ته ې ویلي وو چې دا غر به پاسي لاندې خزانه ده هغه په چابۍ خلاصیږي او دا خزانه به زما وي ځکه چې ما سره یو څیز دے په هغې به د خزانې دروازه پرانستې شي. خلکو به ور پورې ټوقې کولې خو د هغه پوخ یقین وو. ټغر ناڅاپه راغلو څه ې ویل دلچسپ کردار وو نو زه ورنیزدو شوم. ټغر په لاس کښې غټ تراشلے کاڼےچې څه پرې جوړ وو. ویل “یه خدایه دا د خزانې چابي ده دا واخله غر پا نه څیدو خو قیامت راغو . ما ته به مور ویل که غر پاسیدو نو نیم کلے به غرق شي ما به ویل غرق دې شي خزانه پکار ده. ما وبخښه ما ډیر غلط سوچ کړے وو. بس دا چابي ماتوم چې سر ئ خور شي. ما ترنه زر واغسته چې د کم عقل بچیه دا څه کوے خداے به نور هم په قهر شي. ما ته ې راکړه چې په ډب ې خخه کړم دا د خداے خزانه ده. ټغر نور هم اویريدو ویل واخله واخله خخه ې کا. زه ډب ته واپس شوم او د موبایل په لایټ مې وکتل . یو فټ اوږده او څلور انچه پلنه د کاڼي تخته چې غواګانې او غویان پرې جوړ وو. زه پوئ شوم د هندوانو د دور څه شے دے او زرګونه کاله زوړ دے. زر مې ډب په بل اړخ پلوسې لاندې خښه کا چې دا به بیا پټه غونده یوسم. ډب ته راوختم نو ټغر راختو او راختو سره ئ اویل خخه دي کړه ما ورته وويل بس بیغمه شه. ټغر په ژړا کښې وویل وئ زما چابي او بیا ې زر ویل توبه توبه وئ خدایه ما معاف کا او لاندې د قیامت میدان ته لاړو. یو بل کس مازغه خراب شو ویل “دا څه دي او څه نه دي؟ او دا خر ولې بیغمه ګرځي دا شیطان دے وهل غواړي” او خر پسې ې ورمنډه کړه خو چا راټینګ کړو وے خر پریږده زما د باغ نه به دې مالټې پټولې که نا د فرشتې بچیه؟ هغه چغه کړې “او پټولې به مې او د ښایسته خاني د پټي نه به مولۍ هم پټولې څکه چې مولۍ بل چا نه کرلې. ما ووهئ” هغه کس ورته ویل مونږ دې نه وهو ته پوهه شه او خداے. زما فکر د هغه کس خبرې ته لاړو چې مازغه ې خراب شوي وو چې دا څه دي او څه نه دي، دا خر ولې بیغمه دے….؟ ما ویل پریږدوه زه هیڅ اقرار نه کوم، هسې خپلې جامې نه اوباسم . دے کښې د جمات نه ملا اعلان وکړو چې “مومنانو قیامت ته یو منټ پاتې شو انا لله و انا الیه راجعون او زه درنه لاړم” . بس تولو انالله په چغو چغو اویل یو کس پکښې اویل “وئ خدایه پاکه زما خو اودس مات شو وخت کم دے ما اوبخښه” . څه خلک راپرېوتل څوک په سجده شو او څوک په ژړا. داسې یو ماحول د یخنئ په نیمه شپه کښې چې زما هم مازغه والوتل او څه ساعت ته مې مزغو کار پریښو. ما ویل دا څومره اوږد منټ دے چې نه ختمیږي خو ناساپه مې موبایل ته خیال لاړو، موبایل کې مې وخت وکتلو نو د شپې د پنځه منټه د پاسه دولس بجې وې. ما ویل قیامت خو تیر شو خو سخته خاموشي ده څوک ساه نه اخلي . دغه کښې خر بانګونه شروع کړل ، خر زما خوا ته راغلے وو لکۍ ې خوزوله، زه ډیر خوشاله شوم چې زه انټرنټ د ویرې نه بچ کړم او زړه راته وویل په دا خر سور شه او اعلان وکا چې قیامت تیر شو . نو ورسور شوم اعلان مې وکړو ښه په چغه چې “مومنانو قیامت د خیره تیر شو پنځه منټه د پاسه دولس بجې دي خو تاسو ځان نه ښې جامې اویستے”. خو خر لتې شروع کړې زه ئ لاندې ګزار کړم. بیا مکمل خاموشي، پاڼې هم اواز نه کولو بس خر په بانګونو شو
لکه چې د دنيا په اوښيارو پورې خاندی او خاموشي ماته شوه. خلک ورو ورو راپاڅیدل شروع شو ټول غلي وو يو بل ته ې خړ خړ کتل لکه چې د حشر په میدان کښې بربنډ ولاړ وي بس یو بوډئ چغه کړې چې “یه خدایه ستا د رحمتونو نه زار ، بې نيازه ئ قیامت دې رانه وستو ښه ده چې ما ته چا موقعه را نکړه ما هیڅ وو نه ویل خو دا چا چې وویل دوی به اوس څه کوي”؟ بیا ې وویل “راځئ ښځو چې کورونو ته ځو هسې بې ستره شو توبه توبه د بل قیامت نه دې ما خدای پاک مخکې واخلي دا خو سم شرمیدل دي”. ورورو خلک راپاڅیدل څوک چې بیهوشه وو هغه ئ هوش کښې راویستل ټول غلي وو، او کورونو حجرو ته لکه د غلو روان شو. چا چوڼ قدرې نه کولو بس خر لګیا وو چغې ئ وهلې یا کیدے شي خپل خیال کښې خلقو پورې خندیدو نو ما ته هم خندا راغله ښه مې وخاندل په اوچت اواز مې ویل نن د خر عقل اوګټله انسان بئيلوده، چا غږ ونه کړو . زه خو کور کښې یواځې ووم بچي او ښځه مې ښار کښې وو او اوده شوم . شور نه مې مازغه ډک وو خو اوده کیدو وخت کښې مې سوچ کولو چې ښه ده دا انټرنیټ شته ګني ما خو که اقرار کړے وے نو بلها تور سري او ځونان به بدنامه شوي وو ځکه چې ما به صرف خپل نه د نورو قیصې هم کولې چې زه ګواه ووم او سبا به رانه چا د بوڅو سخے جوړ کړے وو . سحر وختي چا دروازه ډبوله او ټالي ئ هم وهله. ما ویل چې ما سره سحر وختي د چا څه کار دے؟ دروازې ته چې نیزدو شوم نو سخت شور وو. ما ویل جوړ خلک ما نه خفه شوي دی او ما پسې راغلي. د بندې دروازې دننه مې تپوس وکړو چې څوک؟ ویل جي زه ټغر یم. ما ویل څه ته راغلے ې ویل زما هغه چابي دې چرته خخه کړيده، ما ورته ویل د ډب په بل اړخ یعني د قیامت د میدان په بل اړخ د پلوسې د ونې تر لاندې. خاوره به لا کچه وي زر به ې ومومې . وې خداے درسره ښه شه او منډه ې کړه . ما ویل خیر شو خو ټغر ته دا پته نشته چې جابي ما راوړي. دروازې نه بهر شوم ډیر شور وو غوبل وو د قیامت شپه تیره شوي وه خو چې دا اوس د څه شور دے؟
بهر رااوتم د تجسس نه ډک او یو غوبل وو. سید عالم او ګلامین یو بل د مرۍ نه نیولي وو کنځلې ئ کولې یو ویل تا ما پسې خبرې کړي بل ویل تا اول کړي ما بیا کړي. څه کسانو خلاصی کولو. يو جنګ جوړ ؤ هر چا بل د مرئ نه نيولی ؤ
سندرغاړي سندره ویله
میں ھر ایک پل کا شاعر ھوں، ھر ایک پل میری کہانی ھے ۔۔۔۔ خو چا ورته هیڅ نه ویل البته ما و ته ویل پښتو ته شه. خلکو ویل ملا سحر مونځ کښې نه وو او چې کور ته ورغلو نو کډه ئ وړي وه د غل بچي ګني سم مو ډبولو. کلي یو ځوان هلک امام کړو چې حافظ او قاري وو او ډیر ښه یادیدو. د جمات نه اعلان وشو چي ملک صیب اوس وائ ما خو بس خله خطا شوه ما او بخښۍ خو مونږ ئ نه بخښو او بل څوک ملک ټاکو سبا ته نو زه کلي کښې پاتے شوم چې دا جرګه هم اوینم. بله ورځ سحرمې لاره کښې شګفته ولیده ښیرې ې کولې ما ورته ویل څه چل اوشو ؟ ویل “خلک قرضونه نه راکوی وای تا د قیامت په شپه مونږ ته بخښلي دی که خدای پاک ئ سرونه خور کړي”. ما ورته ویل که رسیدونه درسره وي نو پولیس کښې پرې رپورټ وکا. ویل “وۍ ما کله چا نه رسید اغستې خو اوس به اخلم” . بیا ې اویل “شکر دی چې لکونه روپۍ او کالےمې جمات ته چنده کښې نه دي ورکړي ملا غل وو او دا ملګ څومره سپین ږیری وو خو بډي ئ اغستې”. فهیم پورې هلکانو ټوکې کولې او ورته ویل ” بیا اولامبه” او هغه ورته کنځلې کولې.
د مامور خان ښځه خبر شوم پلار کره او تښتیده او د لاټو ښځه غیبه شوه.
د نعمت الله ورور سخت غصه وو او ټوپک ورسره وو. چا راته اویل ټغر پسې ګرځي . ما ورته اویل چرته دے ؟ ویل اوس د ماموت خان په حجره کښې دے ستا هغه دوست نن ښار نه راغلے. ماموت خان حجره کښې ټغر ناست وو ماموت خان نه وو. زر راپاڅیدو ویل “جي زه خو تا پسې ستړے شوم هغه چابي خو به تا بل ځاے نه وي خخه کړي پلوسي لاندې خاوره خو بهر پرته وه”. ما ورته ویل بیا چا اویسته کیدے شي چې ما خښوله نو چا ولیدم. ټغر په ژړا شو ویل وئ ظالمانو د قیامت نه هم او نه یریدئ زما چابي مو یوړه دا زما خزانه وه او په ژړا ژړا بهر لاړو. د کپتان تپوس مې وکړو نو هلکانو ویل هغه اوس مونږ کپتان نه منو او نه ئ لوبې ته پریږدو . په دغه غوبل کښې هغه کس راننوتو او بیا بیا ې ویل “دا څه دي او څه نه دي قیامت خو د خیره تیر شو” .
چا چي مالټې پټولې او مومولۍ د ښایسته خاني پټی نه هغه ډیر کچه ولاړ وو لرې. ما هسې د ټوکو د پاره چا نه تپوس وکړو چې بیګاه د یو کس اودس مات شوے وو هغه نه ښکاري؟ هغه کس اویل د هغه نوم ګل خان وو ځان ته ئ ډیر تورزن ویل. هغه غیب دے جوړ ملا سره اوتښتیدو شرمیدلے. جرګه مازیګر د لمونځ د پسته وه. جرګې ته لاړم بس ما ویل دا مشران څه وائ. جرګه د پشمین خان په حجره کښې وه ځکه چې ملک صیب سر اوخوړو. خو ټول مشران نه وو راغلي چا نورو هم اعتراف کړې وو د خپلو ګناهونو او جرمونو چې ما نه وو اوریدلي. خو جرګه هم یو غوبل وو شور ما شور وو هر چا څه ویل غوښتل او هر چا بل نه اوریدو. هر مشر ملک جوړیدل غوښتل او ما سوچ کولو هر یو غل دے یا د ملک جوړیدو شوقي دے. بس تنګ شوم ماښام لمونځ ته وخت کم وو ما ویل اوس پاسه دا جرګه به ماښام د لمونځ د پسته هم روانه وي پښې اوباسه، لږ به د کور بوټو ته ګوډ وکړم بس دومره کافي وه. چې وتلم نو یو مشر چې ډیره خرابه خله ئ وه خو ښه سړی وو راته اوویل “ته کینه او څه ووایه . د قیامت په شپه نرو ښځو څه ویل خو یو ته غلے او بیغمه وے او بل خر” . زه راوپس شوم او ورته مې اویل چې “دا خبره لږه واضحه کا. زه د خر غونده یم که خر زما غونده دے؟”. هغه اوویل “نه نه سړیه ته خو ډیر زیات هوښار سړے ې تا خو مونږ ته ویل دا ګپ دے مونږ نه منله. ځکه مې درته وویل چې کینه څه اووایه او خر خو خر وي بې عقله”. ما ورته اویل نه مشره خر زما نه ډیر هوښیار دے. هغه ډیر بې غمه وو ګرزیدو راګرزیدو او بانګونه ئ وهل . زه ویم چې دا خر په ټولو پورې خندل . ټول چپ شو نو ما ویل اوس راشه یو څو خبرې نورې وکا. ما ویل “مشرانو زه ویم چې داسې د قیامت شپه که کال کښې نه دوه درې کاله کښې نه وي نو څلور کاله پس دې ضرور راځي چې خلک لږ څرګند شي او دا خپلو ګناهونو او جرمونو اعتراف وکړي. که ملا وي که ملک وي که هر څوک وي نو یو شل کاله کښې به دا کلے بلکل ټیک شي مهذبه به شي که چا مولۍ پټه کړي که چا د چا نه کوکا اغستي وي که هر څه وي، هر څه به ټیک شي. که خرې سره ې مخ تور کړی وی هر څه به ښکاره شی،
مشرانو زه درنه لاړم. د خدای په امان”. هیچا غږ ونکړو زه رااوتم او کور ته روان شوم. شا ته راپسې خر راروان وو. خر به نه پوهیدو یا به پوهیدو خو زړه راته اویل چې خبرې ورسره وکا. ما غلي غونده ورته غوږ کښې اوویل “لوبه ختمه شوه بل قیامت شپې ته انتظار کوه”. خر لتې شروع کړې او منډه ئ کړه او زړه کښې مې وویل دے ښه پوهیږي خو خبرې نشي کولې. اوس درې کاله تیر شو د قیامت د بلې شپې په انتظار یم کلي ته ځم راځم هم هغه خلک دي او هم هغه رنګ دي او هغه میدان د قیامت د میدان په نوم مشهور شو. خو خر مې بیا او نه لیدو چې څه شو؟ که بل چرته لاړو یا چا ظالمانو خرڅ کړو. قیصه ختمه شوه د بل قیامت تر روداد پورې. او ریشتیا د ټغر چابي مې خپل ډراینګ روم کښې راویزانده کړه یو بې انتها نایابه او ښکلے انټیک چې ما د ماتیدو نه بچ کو نو زما شو.
ډير ښه ليک .