قطر نه د پښتو غږ

د قبایلي تاریخ یو خونړے داستان

 کله کله د حکومتي چارواکو  په بندوبستي سیمو کښ په لاریونونو او پرلتونو د ظلم جبر او زور زیاتي ویډیو ګانې په نظر  راشي . خلق چیغې او نارې وهي.  په عالمی رسنیو کښې د این جي اوز  اوازونه مو هم تر غوږ شي . خو  په قبایلي سیمو کښې د ریاستي جبر روانو  پېښو ته د هیچا توجه نه کیږي.  هره ورځ درز غوبلته وي .بیا کله شرخوښي په کلو بازارونو ته راوځي په زور پېسې غواړي. ورپسې سمدستي چارواکي راشي او خلقو ته ووائي چې مونږ آپریشن کوو تاسو کورونه پریږدئ

خلق کورونو پریښودو ته تیار نه دي ځکه چې هغوي څو کاله اګاهو ډک کورونو پریښي وو چې څلور کاله پس واپس راغلل نو د کورونو نه کنډرې جوړې وې 

که لږ ډز ډوز وشي د کورونو مدرسو او د کور تمبې کړکۍ دروازې هر څه یې وړي وو. بې تپوسه یې د خلقو په ذاتي زمکو چیک پوسټونه او کیمپونه جوړ کړي وو. هیڅ معاوضه چاته ورنکړې شوه. د ورانو کورونو څلور لاکه اعلان وشو خو تر اوسه حقدارو ته یوه انه په ګوتو رانغله. سکولونه وران ویجاړ وو

او که لږ څه د بنیادي سهولتونومرکزونه وو هغه ې وران ویجاړ کړي وو

چا وران کړي وو؟ دا هر چا ته معلومه ده

که چا د دې خلقو سره د دې ترهګرو سره صرف لیدل کتل هم کړي وو هغه چې اوچت شوي بیا چا نه دي لیدلي

قبایلي اولس تېرو لسو، دولسو کلونو  راهیسې له دې نه هم بدتر حالتونه تېر کړي دي

په دې لاریونونو او پرلتونو کښې خو که څوک ونیول شي بیا راخوشې شي خو قبایلي ځوانان چې هغه بې درکه شوي دي. کله کله یې لاش چرته پروت وموندل شي. په تېر ناورین کښې به زموږ د قبایلو هغه  ناروغان، هغه ماشومان، سپین‌ږیري، او بې‌ګناه خلک چې د کور نه به راوتل، نو  کوپړۍ به ترې الوتلې وې. د مورچې نه به پرې د سنائپر ډز وشو. چا وویشتو ؟

دا پوښتنه کول بې‌ معنا وه. ځکه نه به چا پوښتنه کولې شوه، او نه به چا اوریدله  

هغه سختې شپې چې د آی‌ډي‌پیز (بې‌ځایه شوو) په خېمو کې تېرې شوې، د هیچا نه هېرېږي

کېدې شي ډېرو خلقو ته معلومه نه وي، خو دا یو تریخ  حقیقت دے چې په هر کورکښې به خامخا دوه درې کسان  وژل شوي وي

داسې کورونه هم وو چې دولس، دولس کسان یې په یوه شپه کې شهیدان شول په ګرمۍ، یخنۍ، بارانونو او سیلۍ توپانونو کښې خلقو داسې داسې تکلیفونه وزغمل، چې تصور ې هم سړے دردوی خو بیا هم، دوي چاته لاس اوږد نه کړو، او نه ې په غلطه لار قدم کیښود سره د دې چې حکومتونو  دوي نه د خیرات ‌خورو په جوړولو کښې هیڅ کمے پرې نښود هغه راشن (مرسته) چې خلقو ته به ورکول  کېده، د سپکاوي او ذلت یو مثال و

په ښکاره به ویل کېدل چې دا وړیا مرستې دي، خو دا مرستې به د هماغو مامورینو خپلو کسانو په دوه دوه زره  روپیو خرڅولې، بیا به دا مالونه د مامورینو ګودامونو نه په بازار کښې ،  په لس، دولس زره خرڅېدل

هغه کورنۍ چې مخکښې به ې میلمه‌خانې وې، کورونه به ې د میلمنو  نه ډک وو، او کاروبارونه به ې په کروړنو کښې وو،  بې‌کوره، او بې‌اوره، په خیمو کښې اوسېدل ، هغه نن هم سرګردانه ګرخي

زه دا خبره ځکه درته کوم چې مونږ خو په هر دور کښې محرومه یو یوازې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې یوه شپه کې ۱۹ تنه ووژل شول

زه خپله قصه نه کوم، خو زما له خپلوانو هم ۱۱ یا ۱۲ کسان شهیدان شوي، او بې ‌شمېره کورونه ې وران شوي سره له دې چې زما کور د درېو سرکاري قلعو تر منځ پروت و، او دا قلعې له یوه کیلومتره تر څلورو کیلومترو پورې فاصله لرله یو نسل مو له تعلیم نه محروم پاتې شو  نن وګورئ، لا اوس هم هلته خیمو کښې  ماشومان  سبق وايي

لا هم کاروبارونه بند دي، لا هم بازارونه وران دي    

اوس بیا د قبایلۍ سیمو په زوړ حثیت د بدلیدو خبرې روانې دي. د ایف  سي ار قانون خلاف قبایلي ځوانانو ډېرې قربانۍ ورکړي دي خو حکومت د ځنې بډي خورو مشرانو په مرسته چې د هغوي ذاتي ګټې بندې شوې وې یو ځل بیا فاټا په زوړ حثیت بدلول غواړي چې د دې مظلوم اولس په معدنیاتو د مرکز اجاره داري  قایمه شي. او د وفاق سر زوري بېرته په خپل ځاے شي. پکار خو دا وه چې د دې ذبیخلي اولس ته په ترجیح توګه د مرستو او د ترقۍ موقعې ورکړلې شوې وې دوی د دوي د زرګونو ګالو د تن په وینو ساتلي وطن په وسایلو نظر دے چې کله به دا خزانه د دوي خیټو ته منتقل شي

مونږ  هم پاکستانیان یو،  زمونږ  دا غوښتنه ده چې د نورو هیوادونو جګړې ولې زمونږ پر خاوره وشوې او کیږي؟ او زمونږ اولس ته په صله کښې سیوا د ذلالت او رسوا او بربادۍ څه ورکړل ؟؟؟

error: Content is protected !!