لیک: فېروزخان افريدی
د يوې خبرې په جواب کښې
تېره اونۍ په اروپا کښې مېشت یوې پښتنې مرمنې فرحت تاج یوه دعوی کړې وه چې د پښتو شاعرانو په قبایلي جهالت کښې ونډه یا د هغې بقول قبایلي جهالت ته پښتنو شاعرانو وده ورکړې
د هغې په ځواب کښې یو څه په دې کالم کښې وړاندې کوم
په پښتني ټولنه کې ادب، په ځانګړې توګه شاعري، تل د فکري لارښوونې او ملي شعور د راویښولو وسیله پاتې شوې ده. خو د میرمن فرحت تاج دا وېنا چې “پښتو شاعرانو قبایلي جهالت ته وده ورکړې ده”. دا یو هسې بې ځایه تور دے
دا وئيل چې ( پښتو شاعرانو قبائيلي جهالت ته وده ورکړی) يو غېر متوازن او سطحی بيان دے اصل خبره داده چې پښتو شاعرئ د خپل وخت ټولنيز حالات انځور کړی دی |
که مونږ د پښتو شاعرۍ فکري پس منظر ته وګورو نو د پښتو په شاعرۍ کښې روحاني، اخلاقي، او ټولنیز پیغامونه ښه په ښکاره په نظر رادرومي
که یو طرف ته رحمان بابا د تصوف، اخلاق او انسان دوستۍ پیغام ورکړے دے نو بل اړخ ته د خوشحال خان خټک په شاعري کښې د علم، مېړانې، ځان پېژندنې او اتحاد تلقین ښه په شدت سره راوړل شوے دے
حمزه شینواري د خپل وخت ذهني کشمکش او روحاني اضطراب په شاعرانه کېنوس انځور کړے دے ، او ھم دا رقم اجمل خټک د استعماري او جابر نظامونو پر ضد د مبارزې غږ پورته کړے دے. او چې داسې ورپسې د پښتو شاعرئ انقلابی مترقی فهرست ته لاړ شم نو د محترمې دا خبره به هغې ته پخپله هم غلطه وښکاری خو کله کله ځينی خلق د خپل ځان د عنوان ګرځولو دپاره داسې خبره وکړی چې سر او پښې نه لري
دا خبرہ صحیح دہ چې د ځنې شاعرانو په شاعرۍ کښې قبایلي ارزښتونه په ادبي پېرایه کښې موندلے شي او دا هیڅ بې ارزښته نه دي ځکه چې ځنې دودونه او د پښتو لارې ګودرې او مرکې د ټولنې مضبوطې اډاڼې دي چې له سوبه یې د ټولنې وجود قایم وي
که د پښتو شاعرانو په خپلو اشعارو کښې قبایلي دودونو ته اشاره کړې ده، نو دا ځکه چې دا د دوي د ټولنیز او کلتوري چاپېریال برخه وه. خو دا ارزښتونه یا اقدار سل فیصده “جهالت” بلل تعصب دے. او د اغیارو د خلې خبرې د خپلې خلې نه کول دي
غیرت، وفاداري، مېلمه پالنه، او حیا هغه ارزښتونه دي چې د دوي په شاعرۍ کې د مثبتو خویونو په توګه یاد شوي دي . که څه هم ځینې ارزښتونه یا اقدار وروسته د زوال ښکار شوي یا یې د تشدد او تعصب بڼه خپله کړې ده ، خو دا پړه پر شاعرانو اچول علمي انصاف نه دے
دا خبره ارزښت لري چې ځینو شاعرانو به د قبایلي ظلم، پدرشاهی نظام او په زړو خرابو دودونه نیوکه نه وي کړې، خو دا به د دوی ذاتي کوتاھي نه، بلکې د هغه وخت د فکري ماحول نتیجه وي
اګر چې اکثر معاصر پښتو شاعران دا ستونزې په خپله شاعرۍ کښې وخت په وخت مطرح کوي او د خپل ولس د اصلاح د پاره غږ پورته کوي
که د پښتو شاعرانو په خپلو اشعارو کښې قبائيلي دودونو ته اشاره کړې ده نو دا ځکه چې دا د دوی د ټولنيز او کلتوري چاپېريال برخه وه خو دا ارزښتونه يا اقدار سل فيصده جهالت بلل تعصب دے د اغيارو خبرې د خپلې خلې نه کول دی |
دا ویل چې “پښتو شاعرانو قبایلي جهالت ته وده ورکړې” یو غیر متوازن او سطحي بیان دے . اصل خبرہ دا ده چې پښتو شاعرۍ د خپل وخت ټولنیز حالات انځور کړي، دا تېر بلکې روان ناورین کښې د پښتو شاعرۍ نه ساندې او مرثیې جوړې دي او صفا خبره ده چې د چا په کور کښې مړي پراته وي هغه به څنګه د یار زلفې او سرې شونډې یادې کړي. هغه په ښکاره د خپلې ټولنې ویر ژړلې دے ۔
زمونږ ډېرو شاعرانو د جهالت په ځاې د پوهې او شعور څراغ بل کړی. د هرې دورې شاعر باید د هغه وخت په سیاق و سباق کښې وپېژندل شي، نو هغه بیا مونږ عادلانه قضاوت کولے شو