ليک: فېروزخان افريدی
د استاد سعدالدین شپون ناول “د سمڅې یاران”
دا ناول ما د راشد خټک په اردو ژباړلې لوستلې ؤ بیا وروستو مې په پښتو چې ولوست نو دغه لیک ته یې اماده کړم .
د افغان نامتو لیکوال او پوهاند، استاد سعدالدین شپون تر ټولو ژور او اثرناکو ناولونو څخه “د سمڅې یاران” نومې ناول دے، چې په ۲۰۰۲ ز کال کښې د مومند خپرندویه ټولنې لهخوا خپور شوے دے. دا ناول نه یوازې د یوه شخصي ژوند قیصه ده، بلکې د جنګ ځپلي افغانستان د ټولنيزې، ذهني او روحي فضا ژور انځور هم وړاندې کوي
استاد شپون د جګړې له امله رامنځته شوی ټولنيز، زهنی او اخلاقی ويجاړتيا د ژور احساس، خو ساده او د هنری بيان له لارې په داسې شکل کښې ليکلی دی چې ثانی نه لری |
دا قیصه د یو ځوان طالبعلم په کردار لیکلې شوې ده ، چې په کابل کښې د طب زدهکړې ته منتخب کیږي ، اګر چې د هغه زړه د ادبیاتو زدهکړو ته اماده وي
هغه له خپلې خوښې مضامینو یعني د ادبیاتو د زدکړو تېر شي ، او د اعصابو د ناروغیو څانګه کې داخله واخلي بیا وروسته په دې څانګه کښې هم ورته دلچسپي پیدا شي
د لوړو زدهکړو د پاره د امریکا ایوا پوهنتون ته ولیږل شي او هلته د خپلې علمي او فکري بلوغت د مرحلو تېریږي
هغه چې بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، نو هغه ښکلے او ودان افغانستان په داسې حال کښې وويني چې جنګونو ټوټې ټوټې کړے وي۔
ښارونه یې وران ویجاړ، خلق یې له خپلو کورونو او مېنو تښتېدلي وي. افغاني ټولنه د نشې، بېوسۍ او روحي ناروغیو ښکار شوې وي
په ناول کښې د جنسی تجربو يادګيرنه هم ښه په بېباکئ سره شوې ده چې دا د ليکوال د جرات،رښتونولئ او فکری ازادئ غمازی کوی |
د ژوند څراغونه مړه شوي او امیدونه له خاورو سره خاورې شوي وي.
که اوایو نو یو قیامت صغری پرې تېر شوے وي.
په دې فضا کښې، دغه ډاکټر ځوان د یوې اوونۍ غم زغم او چوپتیا وروسته فیصله کوي چې هم دا اوس د عمل وخت دے او چې په داسې حال کښې د دې نیم زاله مرګي حاله مرګ ته په انتظار خلقو ملا و ټپوي نو بیا به کله د خپلې مور خاورې حق ادا کوي
په امریکا کښې تحصیل علم او ازاد ژوند ورته د اظهار او عمل جرات هم ورکړې وي . هغه مېدان ته راووځي
یو ټریکټر واخلي، کر کروندې پیل کړي ، د خلقو په بمونو او بارانونو وران شوي کورونه بیا رغونو ته چمتو شي ، مزدورانو او محنت کښو ته کارونو برابر کړي، او خلقو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې دوران کښې په کټ براته یوې مرګي حاله جینۍ سره اشنا کېږي. د یوه دیني عالم لور، چې د جنګونو له امله یې نه یوازې ظاهري ښکلا شوکېدلې وه، بلکې په ژبه هم ګونګې شوې وه. او خلقو به ورته په لیونۍ لیونۍ بللو د مرګ ترکومي رسېدلې وه . ځوان ډاکټر باور لري چې دا ټول د ژورې صدمې نتیجه ده. د دې سره که خواري وشي نو رغیږي . ډاکټر د هغې سره نرمه، مهربانه رویه خپلوي، خبرې ورسره کوي، د هغې زړه ته ننوځي او له هغې اوري چې مور یې د پلار په لاس وژل شوې وه ، ځکه چې پلار یې مور د روسانو لهخوا تر جنسي تېري وروسته بېناموسه ګڼله
خو ځوان د جینۍ ته دا تصویر بدلوي هغې ته وايي چې مور یې د روسانو د ظلم ښکار شوې وه ، او د ظالم لاس څوک نیولے شي؟ هغه ګناهګاره نه وه . زیاتې او ظلم ورسره شوے ؤ. دا خبره د جینۍ مازغو ته پریوځي او هغه په نفسیاتي توګه قایله شي چې په دې جنسي تېري کښې زما د مور څه قصور ؤ. په دې دلیل د هغې د بیمارۍ علاج د بهترۍ په لور روان شي، او هغه ورو ورو روغه شي
په دې موده کښې، د مریضې او معالج دواړو ترمنځ یوه خاموشه، خو ژوره مینه هم وزېږيږي. خو ځوان معالج د جینۍ د پلار له ویرې خپل احساسات نهشي څرګندولے
کله چې جینۍ ته دا خبر د پلار له خلې ورسیږي چې مینهوال یې کلي پرې ایښی دے ، نو ناروغي پرې بېرته راستنه شي. پلار یې اراده کوي چې له یوه زاړه سړي ته یې واده کړي. دغه ځوان خبریږي او بېرته راځي، او د جینۍ علاج پیل کړي. هغه یو ځل بیا روغه شي . دوي دواړه فیصله کوي چې له دې ځایه به وتښتو
د کلیوالو له سترګو پناه ، د غره پر اړخونو کښې پټ په منډو له د عالم د سمڅې وتښتي.
خو د جینۍ پلار زر خبر شي او په دواړو ډزې وکړي. ډاکټر په پښه زخمي شي خو د یوه وفادار دوست په مرسته دوي یوه هسپتال ته ورسېږي. له علاج معالجې وروستو هلته یو بل ملګری ډاکټر د دوي

دواړو د واده مراسم ترسره کړي، اسناد ورته برابر کړي، او دواړه امریکا ته پرواز وکړي او ورسیږي
د سمڅې یاران” د پښتو دا ناول په تاریخ کښې یو ځانګړے مقام لري.
استاد شپون د جګړې له امله رامنځته شوی ټولنیز، ذهني او اخلاقي ویجاړتیا د ژور احساس، خو ساده او د هنري بیان له لارې په داسې شکل کښې لیکلې چې ثاني نه لري. دا ناول مونږ ته ښایي چې جنګ یوازې بدني زیان نه دے ، بلکې انساني اړیکې، رواني حالت، او ٹولینز ارزښتونه هم له منځه وړي.
د ناول ژبه ډېره زیاته له مهارت ډکه ده . هره جمله یې د نغمو، خیال او فکر یو تسلسل لري.
د استاد شپون په وضاحتي ډول واقعه نویسي لوستونکی له تصوراتي نړۍ راوباسي او د ژوند حقیقي دردونه ور ښایي. په ناول کښې د جنسي تجربو یادګېرنه هم ښه په بې باکۍ سره شوې ده، چې دا د لیکوال د جرأت، رښتینولۍ او فکري آزادي غمازي کوي
د سمڅې یاران” د پښتو ادب یو پیاوړے ناول دے چې نه یوازې د ادبي خوږوالي له امله، بلکې د خپل ژور پیغام،او انساني دردونو د انځور له مخې د نړیوالو معیارونو وړ دے. دا ناول که نورو ژبو ته وژباړل شي، نړیوالو ادبي محفلونو ته لاره موندلے شي