ليک: فېروزخان افريدی
پښتو او پښتانه په سوشل ميډيا
د ليکوال ډاټ کام په دروازه د خپل اولنی کالم سره راغلم ، غرض مې دا دے چې د پښتو مور خبره د پښتو په داسې کور کښې وکړم چرته چې زمونږ د مترقي ادب او پښتون قام پرست سياست او مزاحمتی صحافت د بلها کردارونو روحونه د ليکوال په ديوالونو پورې لکه د تصويرونو اويزان دی په دغه کردارونو کښې د پښتو نه هيريدونکی شخصيات زمونږ تاريخی امانتونه دی. چې ټول عمر ی د پښتو د ډېروالی غم کړے دے. اوس پښتو ډېره شوه خو دغه ډېرې پښتو ته هم پخپله پښتو حېرانه ده او هم باشعوره سنجيده پښتانه فکر وړلی دی.
چې بنده په سوشل ميډيا پښتو او پښتنو ته ګوری نو دا به وای چې پښتو ډېره شوه،پښتانه په ټوله دنيا خواره شول. خو چې بيا د فېس بک خلې ته وګوري په دغه ژبه کښې زهرو ته وګوری نو , پښتو مور, خپل اولاد ته حیرانه پريشانه شی چې دا زما اولاد ماسره څه کوی.
چې بنده په په سوشل ميډيا پښتو او پښتنو ته ګوری نو دا به وای پښتو ډېره شوه، پښتانه په ټوله دنيا خواره شول خو چې بيا د فېس بک خلې ته وګوري په دغه ژبه کښې زهرو ته وګوری نو پښتو مور خپل اولاد ته حیرانه پريشانه شی چې زما اولاد ماسره څه کوی?? |
زه هم د پښتو مور سپين ږيرے ځوے يم چې د نوی دور د شهرت تېز رفتاره نسل ته ګورم چې پښتو مور سره د هغې اولاد سره ښکلو ښکلو شخصياتو سره د پښتو موسيقئ او هنرمندئ څخه کوم سلوک کوی نو زه وايم چې دا خو د پښتو او پښتنو خلاف د تاريخ په اوږدو کښې د هغه لړئ يوه کړئ ده چې پخوا راسې پښتو سره د پښتو تاريخی دښمنانو بد کول نن د هغې نه په نور زيات تېز رفتارئ او د سازش او شهرت په پليته ژبه پاکه پښتو او پښتانه بدناموی. دا سلسله ې د تېز دور نه نوره زياته خطرناکه ده ځکه چې پخوانی سازشيان زمونږ د ژبې د مزهب،کلتور،تهزيب تمدن ،تاريخ، په هره حواله جدا بدل او پردی وو، بدبختانه اوسنی سازشيان زمونږ د خپلې ژبې خپل پښتانه د يوې مور پښتو اولاد دے او دا د ټولو نه خطرناک عمل دے چې د شهرت دهوا په اس سواره د فالور د شمېرې په حرص د بدتهزيبئ په هوس پښتو ته په پښتو کښې کنځل کوی. که دا مثالونه درته په خپل کالم کښې راواخلم نو هر مثال ې داسې دے لکه چې پليته ډنډ ته کاڼی وولم او يا په ګند کښې چخچی وهم او بد بوی خورم.
د بدقسمتۍ نه د پښتو شعر و ادب پسې د سوشل ميډيا په پليټ فارم د يو څو کالو راهسې ملنډې او پچموزۍ پيل شوي دي چې مقصد يې د پښتو ژبې سپکاوې او د شعر و ادب نه د خلقو کرکه پېدا کول دي۔ کله د لارو کوڅو يو څوک غېر معروف کردار د خپل فالور دپاره کيمرې ته کينوي او د پښتو شاعرئ نه داسې کاميډی جوړه کړی لکه پخوا چې به د لاهور فلم انډسټرئ نه د پښتنو کردار پورې کتونکی خندولی شول اوس خپل پښتانه پخپله دغه کردارونو په زريعه خلق په پښتو شاعرئ پورې.
د بد قسمتئ نه د پښتو شعروادب پسې د سوشل ميډيا په پلېټ فارم د يو خو کالو راهسې ملنډې او پچموزې پېل شوی دی چې مقصد ې د پښتو ژبې ېپکاوے او د شعروادب نه د خلقو کرکه پېدا کول دی. |
خندوی.زه د هغه کاميډين کردارونو نومونه په دې وجه نه اخلم چې دا هم د پښتو په ليک کښې راوستل د پښتو توهين دے. دغه ادبی نابالغه هلکان د پښتو شعر ته نقصان رسوي او کله د جينکو په نوم ائې ډي جوړونکيو هيجړاګان هلکان د پښتو ادب مخ توروي او سپکوي۔ يو څو کمرشل ټائپ خلق هم پکښې راننوتي دي چې د پښتو په نوم د بې شرمۍ تر حده په پښتو مور داسې پيسې راغونډوي لکه چې مور ګډوي . بدبختانه په دوی کښې داسې کردارونه هم شامل دی چې هغوی به په راروانو وختونو کښې د پښتو تاريخ لويه حصه جوړيږی خو چې د سوشل ميډيا د شهرت په دنيا کښې دغه کردارونو ته پښتانه ګوری نو د اردو دا شعر ې په مثال کښې کافی دے
جاہل کو اگر جہل کا انعام دیا جائے
اس حادثہ وقت کو کیا نام دیا جائےمیخانے کی توہین ہے رندوں کی ہتک ہے
کم ظرف کے ہاتھوں میں اگر جام دیا جائے