فلسفه

سقراط ، فلسفه او د زهرو جام

درېمه برخه اخری

په ټاکلي شوي نيټه د سقراط په ضد مقدمه پېل شي . د جيوري ممبران چې شميره يې ۵۰۱ ته رسي موجود وي او په زرګونو خلق د مقدمې کاروائي اوريدلو او کتلو ته راغلي وي . اول ميليټس چا چې دا مقدمه دائر کړي وي او دوه نور تنان  بيان وکړي . بيا د قانون مطابق سقراط ته موقع ورکړي چې خپله دفاع وکړي . سقراط چې په خپله دفاع کښې کوم تقرير وکړي هغه افلاطون په خپل کتاب اپولوجي کښې بيان کړې او د سقراط بل شاګرد زينوفون ھم په ليک کښې راوستې ، له څه وجې  دغه  تاريخي پيښه چې  سقراط سره عدالت له لارې وشوه د نړۍ له پاره محفوظ پاتې شوه .

سقراط ته د خپل بيان شروع کيدو نه مخکې اندازه لګيدلي وه چې د ټولنې غټ طبقات د ده په ضد ولاړ دي، او د سزا نه بچ کيدل ګران دي . ده سره دا لار وي چې  معافي وغواړي او د خپل کار نه منع شي خو ھغه دا لار غوره نه ګڼي . سقراط خپله دفاع کښې بيان شروع کړي

: اے د اېتھنز قاضيانو !

زما مخالف د ھلکوانې د وختو داسې  تورونه په ما لګوي او خلکو ته  وايي سقراط ھغه سړے دے چې  د آسمان نه بره او د زمکې د لاندې شيانو څېړنې کوي .  د هر څه دلیل غواړي، او په خپل دليل کمزوري خبره تکړه ښکاره کوی . خو زه وايم دا تورونه په ما ناسم دي .  دا ډيرې خطرناکې خبرې دي چې زما په اړه دوی د خلقو غوږونو ته رسوي . ماته ډيره ګرانه ده خو کوشش به کوم چې په دې لږ وخت کښې  تاسو د ذھنونو نه ھغه تعصب لرې کړم کوم چې د مودو داسې تاسو زما په ضد پاللے دے . زه دا خوښوم چې د دې کيس نتيجه داسې راشي چې  زما او ستا سو له پاره غوره  وي . خو داسې کيدل ګران دي . زه به قانون منم او خپله دفاع به کوم . تاسو  له مخالفينو له خوا په ما لګيدلي تورونه او د دوي  بيان  به څومره اثر اخستې وي  دا ماته معلومه  نه ده خو دوی چې زما په اړه څه وويل ټول دروغ دي . زه ډير حيران شوم چې دوي تاسو ته دا هم وويل چې په خپله دفاع کښې که زه څه وايم دوکه مو نه کړي ځکه چې دوي په نزد زه يو اوښيار مقرر يم . زما عمر اويا کاله دے او په ړومبي ځل عدالت ته راغلے يم .  .څومره چې زه پوھيږم او زما عقيده ده چې خدائې ماته دا کار حواله کړے چې زه به خپل ژوند فلسفې تر څنګ تيرؤم ،  د ځان او د خلقو ازميښتونه به کؤم . نو د مرګ د ويرې زه  خپله څوکۍ  نه پريږدم .   دا به يو سنګينه غلطي وي که په دې تور کښې ما څوک عدالت ته راولي چې دے خدائے نه مني . چې کله نه زه په ښه بد پوھ شوې يم يو الھامي غږ ما د غلط کار نه منع کوي تر دې چې د بحثونو  مينځ کښې هم ما ټوکي . تاسو که ما وژنۍ يا ازاد کړۍ زه به خپل چلند نه پريږدم . زه خداے منم د ھغو ټولو خلقو نه زيات چې په ما يې تورونه لګولي .

اے د ايتھنز خلقو تاڅو که ما مړ کړئ ماته به دومره نقصان ونه رسي څومره زيان چې به تاسو ته کيږي . ما د دې ښار او د خلقو ډير خدمت کړے دے . ما خپل ذاتي ژوند ھېر کړې او ستاسو د پاره مې فکر کړې . ما د دې اجرت نه دې غوښتې او زما غربت د دې خبرې ګواھي کوي . زه د سياست نه بچ پاتې شوې يم که سياست مې کول نو زه به پخواه مړ ؤم .

نو اې قاضیانو  حقیقت دا دی چې زه د دې ښار لپاره یو مچ یم او اېتھنز د یوې ستړې آس په شان دی. زه په دې آس ناست یم او تل یې راویښوم. که ما له مېنځه لرې کړئ دا ښار به ؤده پاتې شي .

په ما دا الزام دې چې زه د زلميانو زھنونه خرابوم خو که ما زھنونه خرابول نو په دې مجمع کښې ډير خلق به داسې وی چې  اوس به په پاخه عمر کښې وي رامخکې دې شي او ؤودې وائي که ما چرې دوي ته غلطه خبره کړي وي . زلمي زما سره ناسته کوي او زه چې  خلقو سره بحثونه کوم دوي ترې خوند اخلي . دوي زما پيخې شروع کړي او خلقو سره بحثونه کوي . دې کښې د شتنمو کورنو زلميان هم وي ‌. دوي د امتحان اغستو په غرض هم بحثونه کوي او چاته چې د ھغه د سوچ نيمګړتيا ورپه ګوته کړي نو ھغه خلق ما ګرموي چې دا سقراط زلميانو ته چلونه ښائي او ګمراه کوي يې .

په ظاھره زه يو لوئې خطر ته مخامخ يم . زه خپل خپلوان او درې ځامن لرم چې يو پکښې لوئے دے او دوه ورکوټي دي خو ما ھغوي دلته نه دي بللي چې زما د ژوند خيرات وغواړي او ما ازاد کړي . زما په خيال دا مناسب خبره نه ده چې د جج نه ژوند په خيرات کښې وغوښتلې شي . مونږ ته پکار دي چې ھغه ته معلومات ورکړو  چې د ھغه باور وشي . جج د انصاف کارونو کښې غير ضروري ښيګړو ته نه وي ناست بايد ھغه فيصله وکړي . د ھغه څوګند ھغه پابند کوي چې د خپلې خوښې فيصله به نه ورکوي بلکه د قانون له لارې به وي . زه دا خبره په تاسو او خدائې پريږدم چې داسې فيصله وکړئ چې ټولو د پاره  ښه وي .

سقراط د بيان نه روستو يو وقفه وشي . د جيوری ممبران د سقراط  په حق يا په ضد راې ورکړي . سقراط په حق کېې ۲۲۰ او په ضد کښې ۲۸۱ شميره راشي. دغه شان د جيوري پريکړه سقراط ګناھګار وګرځوي او دا په  اکثريت سره منظوره شي  . د قانون مطابق د  فيصلې نه پسته مجرم ته دا حق ورکړې کيدو چې ځان ته بله څه سزا تجويز کولې شي . جيوري به بيا په ھغې خپله پريکړه کوي  .

سقراط بيا جيوري ته بيان کوي او وائي .

اې د اېتھنز قاضيانو ! تاسو چې زما په اړه کومه پريکړه وکړه ماته په دې افسوس نشته . د دې ډير وجوھات دي خو دا څه چې وشو دا توقعو مې لرله چې داسې به کيږي   . ماته د مرګ سزا تاسو تجويز کړي . ټيک ده،  خو اوس زه ځانته څه سزا تجويز کړم ؟ ماته څه سزا مناسب ده ، کوم رنګې او څومره جرمانه ؟ ما خو د ارام ژوند نه دې تير کړے .د ھغه شيانو نه لرې ؤم چې خلق پرې ځان وژني . مال جوړول ، خاندان جوړول ، عھدې ، جائيدادونو ته ما اھمیت نه دې ورکړې . چرته چې ستاسو د خير خبره  يا کار ؤ ھغه مې کړے . زما په خيال ماته خو چې ھره سزا راکوئ خو چې  ښه غوندې وي . زما په شانتې سړي ته به داسې څه مناسب وی چې غريب دے خو تاسو ته فايده لري . زما د ښه کارونو په عوض کښې که د څه سزا حقدار يم نو دا چې ماته دې په ټاؤن ھال کښې مفت قيام و طعام  راکړلې شي .خو تاسو به دا خبره د ټوقو په شان واخلئ . راځئ بله خبره وکړم دا چې زه ځان د پاره د بندي خانې سزا تجويزکړم چې  د يولس ( ۱۱ ) افسرانو غلام به يم ؟ يا دا تجويز کړم چې  ترڅو د جرمانې رقم ادا نه کړم تر ھغې به بنديخانه کښې يم ؟ خو دا به ھم د عمري قيد نه کم نه وي ځکه چې زه به د جرمانې رقم نشم ورکولې. او دا که ژوند ماته خوږ وي نو دا سزا تجويزکړم چې دا ښار پريږدم ‌؟نو زه تاسو ته داسې سړې لږم چې داسې به وکړم ؟ تا سو مې د خپل وطن خلق يئ تاسو زما خبرې او کار نه برداشت کوئ نو د بل وطن خلق به مې څه برداشت کړي . بھر حال زما سر په دې خبره خلاص نشو چې زه ځان د پاره څه سزا تجويز کړم . دلته افلاطون ،کرائټو ، سټروبولس او اپالوډورس ماته وويل چې  زه د جرمانې په توګه ديرش منھا رقم تجويز کړم او دغه تنان به د جرمانې رقم ادا کولو ضمانتیان وي .

سقراط په تجويز د جيوري د رائې شميره وشي او په اکثريت سره بيا د مخکۍ پريکړې سزا يعني د مرګ سزا برقراره وساتلې شي .

په دغه موقع  سقراط  خلقو ته تقرير کوی او وائي .

اې د ايھتنز  خلقو او قاضيانو ! اوس به تاسو ډير انتظار نه کوئ . لږ وخت پسته به په تاسو دا الزام ولګي چې تاسو د دانش خاوند سړې سقراط مړ کړو . دا به هغه خلق ھم وائي چې ھغوي د دې ښار سره رقابت لري . ھغوي به په تاسو بد رد وائي او ما به يو ډير عقلمند سړے پيش کوي که ھر څو زه دومره عقلمند نه يم . که دوي لږ صبر کړی وې نو د دوي مقصد به پوره شوی ؤ . زه د عمر په ھاغه پړاو کښې يم چې  مرګ ورته ډير نزدے دے . په جنګونو کښې اکثر داسې کيږي چې وسله کيږدې  نو ژوند بچ شي خو زه ژوند دپاره د حقيقت وينا نشم پريښوے . زما غوندې يو  کمزورې بوډا دې وخت د مرګ په پنجه کښې دے. زه تاسو مجرم وګرځولم .  زه د مرګ په لورې روان يم او ھغه د رښتياؤ او د حق مجرمان  د ظلم او مکاري سزا خوړلو په لور روان دي .ماته به خپله سزا راکړې شي او دوي ته خپله . تاسو که  دا ګمان لرئ چې دا  کار مو دې د پاره وکړو چې په راتلونکي وخت کښې به تاسو نه څوک تپوس نه کوي . خو زه درته وائيم چې ھر څه به ستاسو د توقعو په ضد وی . يو نه ډير به وی چې  تاسو به مجړمان ګڼي . تاسو که دا  ګڼئ چې  چاته د مرګ سزا ورکولو باندې به تاسو  د غلطو کارونو  مخه نيولو والا  څوک نه وي نو ډير په غلطه يئ . د تيښتې دا لاره ممکنه ده او نه مناسب ‌. اسانه او د عزت لار دا ده چې د نورو وژلو په ځائې  ځانونه په مثبته توګه بدل کړئ .

تاسو پرېکړه وکړه چې زه دې مړ کړې شم. زه تاسو ته بد نه وایم. ځکه زه پوهېږم چې دا ستاسو لپاره د خیر خبره نه ده خو زما لپاره ښایي ښه وي .زه اوس تاسو ته د حقیقت خبره کوم  . خلک د مرګه وېرېږي . خو حقیقت دا دی  هېڅوک نه پوهېږي چې ښایي مرګ تر ټولو لوې خیر وي . که مرګ داسې وي لکه ژور بې‌خوبه خوب ،  نو هغه به څومره ښکلې سکون وي . مرګ د روح یو سفر دے . که روح بل ځای ته ځي  نو هلته به مونږ له ټولو زړو فلسفيانو او اتلانو سره ووینو. تصور وکړئ زه هلته د هومر، هزیوډ، اورفیس او نورو سره خبرې وکړم . زه به د عدالت په اړه له مینوس، رادامانتوس او اکیلیس نه پوښتنې وکړم. دا به څومره لوی نعمت وي .

اوس د رخصت اخستو وخت راغلو . مونږ به په خپلو خپلو لارو ځو . زه د مرګ په لوري تاسو د ژوند په لوري . څوک به ښه پاتې شي خدائې  ته معلومه ده .  

د عدالتي فيصلې له امله په فيصله عمل تر سره کولو د پاره سقراط جيل ته اوليږلې شي . په عمومي توګه د پريکړې نه يو ورځ پسته  به مجرم ته سزا ورکړې کيده . خو د دې ځائې کېې  يو مذھبي روايت چليدو له څه وجې د سقراط سزا وځنډيده .روايت دا ؤ چې ھر کال به د اېتھنز نه يوه بيړه  ډيلس ته د څه تحفو سره تلله . چې  تر څو به بيړه واپس نه وه راغلي مجرم ته به د مرګ سزا  نه ورکړې کيده ‌. د سقراط په ضد پريکړې  نه يو ورځ وړاندې دا بيړه ډيلس ته لاړه وه . نو فيصله دا وشوه چې  بيړۍ راتلو پورې به سقراط جيل کښې وي . دوستان خپل خپلوان به سقراط سره ملاقات کولو له ورتلل . ملګري خو به روزانه ملاقات ته ورتلل . د سقراط ملګري ده ته  ووائي چې مونږ ټول انتظام برابر کړې او جيل والا سره مو هم خبره کړې ده چې تا بھر کړو نو  بل ښار ته به دې اورسوو. سقراط ورته انکار وکړی او ورته ووائي چې زه نه غواړم چې  قانون مات کړم . زه چې عدالت ته راتلم د ھغې مطلب دا ؤ چې عدالت څه فيصله وکړي زه به يې منم . دا نه چې فيصله زما په ضد راشي نو نه به يې منم .

يوه مياشت سقراط په جيل کښې تيره کړی او ھغه ورځ راشي چې سقراط د ژوند اخري ورځ وي . کومه بيړه چې د اېتھنز نه بھر تللي وه د څه وجې چې د سقراط سزا ځنډيدلي وه واپس ایتھنز ته راشي . ملګري يې پوھ شي د سقراط اخري وخت راغلو . ټول ورته ملاقات ته راغلي وي . د سقراط نه زنځيرونه لرې کړې شي . داروغه ورته وائي چې نن به مرګ ته غاړه ورکوے . سقراط ښځه او بچي ھم سقراط سره اخري ملاقات ته راغلي ؤ . يو وخت کښې يې ښځې په زوره ژړا شروع کړه . سقراط خپل يو ملګری ته وويل چې  دوي کور ته ورسوئ . د جيل داروغه راشي . يو تن  ورسره وي  او سقراط ته د ذهرو پياله لاسو کښې ورکړي . او پوه يې کړي چې  دا به څنګه څښکې . سقراط د زهرو پياله اوڅښکي . زهر خپل اثر وکړي او سقراط په دغه موقع  موجود د خپلو دوستانو ژړا او فرياد کښې له دې نړۍ سترګې پټې کړی .

اېتھنز ښار د سقراط نه د فلسفې قرباني غوښتله ، سقراط خپل ځان قربان کړو خو فلسفه يې ژوندۍ وساتله . دوي سقراط ته زهر ورکړل ھغه يې  ختم کړو  خو د ھغه فکر يې ؤ نه وژلے شو . ھغه چې کوم زھنونه روښانه کړي وو  پسته د ده شاګردانو افلاطون او ارسطو  يوناني فلسفه عروج ته ورسوله چې په راتلونکي وختونو کښې د علم سوچ او پوھې بنسټ وګرځيده .

One thought on “فلسفه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!