فلسفه

سقراط ، فلسفه او د زھرو جام

دوېمه برخه

سقراط د پوھولو خپل انداز لرلو لکه یو ځلمي سره د هغه د اصلاح د پاره  مکالمه کوي .
سقراط ترې تپوس کوي چې  ته چرې ډيلفي ته لاړ يې ؟
زلمے : هاو دوه وارې لاړ يم
سقراط :  ھلته تا دا لفظونه اولوستو چې خپل ځان اوپيژنه
زلمے :  هاو جي لوستي مې ؤ
سقراط : صرف لوستل خو کافي نه دي .تا پرې څه ځان د پاره څه فکر وکړو چې زه څه يم ؟
زلمے : زه څه يم  ماته مخکې نه پته وه نو څه فکر مې پرې ونکړو  .
سقراط : صرف په دې خو کار نه کيږي چې ته خپله نامه پيژنې  . يو تن که آس بيعه کوي نو اول پرې سورلي کوي چې ساتلې شوے که سرکش دے ، تکړه دے که کمزورے ، تيز رفتاره دے که نه دے ،تر څو  ټولې خوبئ او خاميانې مخې ته کيږدې او جاج يې وانخلي تر ھغې دا نشي ويلې چې دا اس ما ښه اوپيژندو . دغه شان مونږ د پاره غوره نه ده چې د ځان د پيژندلو دعوه ولرو څو چې ځان کښې لرونکي صلاحيتونو نه بې خبره يو او د ھغه فرضونو نه ناشنا  کوم چې د انسان په توګه په مونږ بار دي .

د سقراط او ګورګياس تر مينځه بحث افلاطون په خپل ليک کښې څرګند کړے . ګورګياس يو سوفستايي او د خطابت لوئې استاد ؤ . دا مکالمه د ايتھنز د وخت د ټولنې د اخلاقي او سياسي ستونزو ډېر ښکاره انځور وړاندې کوي . سقراط د ده سره بحث شروع کړي چې رېټوریک يا خطابت رښتيا د علم برخه ده که يوازې د خلکو د غولولو وسيله ده ؟

ګورګياس : خطابت هغه هنر دی چې هر څوک پرې په خبرو د خلقو باور پيدا کولاې شي خاصکر په عدالتي او سياسي غونډو کښې.
سقراط : آيا خطابت د حقيقت  ښودلو هنر دی  که د خلقو خوشحالولو  او باور راواستولو ؟
سقراط بيا وايي: د طب،  نجوم، او د هندسې استاذان د رښتيني پوهې پر بنياد خبرې کوي. خو د خطيب خبرې د  پوهې په بنياد نه وي بلکه د خلکو د نظر بدلولو لپاره وي .
ګورګیاس وويل: خطابت د خلکو لپاره ګټه لري  ځکه چې خلک پرې خپل حقونه ترلاسه کوي.
سقراط ځواب ورکړو:
که يو کس خطابت زده کړي او هغه د انصاف پر ځای د ناحق ملاتړ وکړي نو دا د ټولنې لپاره تباهي ده.خطيب کولی شي ناسم کار ته ښه رنګ ورکړي او خلک وغولوي

سقراط  ايا خطابت د انصاف ښودنه کوي؟
ګورګیاس : نه کوي . خطابت  په خبره باور راوړلو  هنر دی، نه دا چې د انصاف ښودنه ده .
سقراط : که خطابت انصاف نه ښايي، نو دا يو بلا  ده. رښتينی انصاف هغه دی چې د عقل او پوهې له لارې وي  نه د خلکو  خوشحالولو پر اساس  .
په مکالمه کښې نور کسان هم برخه اخلي لکه پولوس او کاليکلس.
هغوی ويل:  زور او طاقت د ژوند اصل دی، چې څوک زورور دی هغه بريالي دی.
سقراط  : د زور خاوند چې ظلم کوي  هغه په حقيقت کښې خپل روح ته زيان رسوي. رښتينی ګټه   انصاف، نيکي  او د روح د پاکۍ په ساتلو کښې ده .

دا يو بله  مکالمه ده چې سقراط بحث کوي .
دا مکالمه په اصل کښې د سقراط او د څو نورو کسانو (پوليمارخوس، تراسيماخوس، ګلوکون، اډيمنټوس) ترمنځ ده.

پوليمارخوس : انصاف دا دی چې د خپل دوست مرسته وکړې او د دښمن تاوان.
سقراط وايي: خو که ستا دوست په حقيقت کښې بد سړے وي؟ نو بيا مرسته کول انصاف دې که ظلم؟
په دې توګه سقراط دا تعريف رد کړي
تراسيمېکوس (يو سوفستايي) وايي:
انصاف نور څه نه دي  يواځې د زورؤر  ګټې ته ويلې کيږي
په هر ښار کې واکمن قانون د خپل ځان د ګټې لپاره جوړوي
نو انصاف  د زورؤر اطاعت کول دي.

سقراط ځواب ورکوي: حاکم کله ناکله تېروتنه کوي او د خلکو پر ځای خپله ګټه خرابوي. رښتينی واکمن د خلکو د خير لپاره کار کوي لکه د طب ډاکټر د ناروغۍ د روغتيا لپاره . نو انصاف يواځې د زورؤرو ګټه نه ده .

ګلوکون او اډيمنټوس دا پوښتنه کوي:
ولې د عادل ژوند غوره دی؟ ډېر وخت ظالم خلک مال، واک او شهرت تر لاسه کوي. يو عادل سړی کېدای شي کمزورے پاتې شي.

سقراط  وايي: ظالم سړي دننه تل ګډوډ وي . د ده روح ناروغ وي.
عادل سړے د خپل روح په توازن کښې خوشاله وي  که څه هم په ظاهره بې‌وسه ښکاري . 

زینوفون چې  د سقراط شاګرد وائي  چې سقراط به تل په دې فکر كؤو  چې  څنګه وړ او لایق کسان د واک په دندو کښې کېنوي. په دې اړه بل د پوھولو د پاره به هغه داسې پوښتنې کولې:
که زه وغواړم چې  یوه چپله ؤشليږي، نو زه به چا ته ورځم ؟
يو ځوان به ځواب ورکو موچي ته به تلل وي .
سقراط به بيا تپوس وکړو که دروازه ، کھړکۍ يا ميز خراب شي نو چاته به ځم .
شاګرد به ځواب ورکړو ترکان به دا کار کوي  .
بيا به يې يکدم سنجيده سوال وکړو که د رياست بيړۍ خرابه وي څوک به يې سموي ؟
سقراط دې په اړه وايي څنګه چې  لوبو د مقابلې د پاره د  لوبغاړو د اھليت په بنياد انتخاب  کوئ او دا عام خلق نه وي . نو دغه رنګې د حکومت څوکۍ دې هم  عام خلقو ته نه ورکړې کيږي بلکه  داسې تنانو ته ورکيدل پکار دې چې  د منصب اھل وي .

هغه وخت کې د سوفستانو استاذان په ايتھنز ښار کښې خلکو ته په پيسو د وينا او د بحث هنر ورزده کاوه. سقراط د هغوی سره به هم بحثونه کول. د سوفستانو وينا دا وه چې  ھيڅ مطلق حقيقت نشته حقيقت نسبي دی، يعنې هر انسان د هر شي پيمانه دی. دوي به دا ښودنه ورکوله چې څنګه به بدليدونکي خواهش سره خپل دليل بدلوے  ؟ سقراط به د دوي  مخالفت کاوه او ويل به يې چې حقيقت تل يو ثابت اساس دے او پوښتنه کوي که دا جمله رښتيا وي نو معنا يې دا ده چې هر څوک په خپله پوهه او احساس کښې خطا  کيدے نشي  ځکه چې هر څوک خپله د حقيقت معيار دی . بيا وائي که هر څوک په خپله پوهه کښې سم وي  نو دا به معنا ولري چې  که زه فکر کوم ته خطا يې زه هم ټيک وايم .سوفېستانو که هر څو ھغه وختونو کښې ښودنه په پيسو کوله او نيوکې پرې هم شته چې  د خپل خاص فکر دلاندې يې ذدهکړې ورکولې خو دوې د فلسفې اړخ انسان ته راوګرځو تر دې چې سقراط هر څومره دوي سره اختلاف لرلو خو ھغه هم  خپل فکر او نظر د اخلاق، ښه ژوند،نيکي ،انصاف او عدل  وغيره چې  انسان د ذاتي او ټولنيز ژوند سره تعلق لري نه تاويده . باوجود د نيوکو د دغه وخت نه پسته په خاص توګه اتلسمې پيړۍ نه تر دې وخته د  انساني ازادو اوحقونو فکري تحريکونه ته اوکتې شي نو ښکاري چې  د دې بنياد سوفيستانو ايښې ؤ چې موضوع يې انسان ؤ . اخلاق انصاف او کردار سازي وغيره د يوې ټولنې روح وي چې سقراط يې څرګندونه کړي خو د سوفيستانو ځنې خبرې هم عملي دي . د وکيلانو پيشه که وګورئ  نو  دواړه اړخو ته دليل لرې ، د ملزم په حق کښې او  مخالفت کښې هم . اشتهاراتو واله هم خپلو ګټو د پاره کوشش کوي چې خلقو توجو خپل ھغه شيانوته  کړی چې  خرڅول يې غواړي  . دغه شان د صحافت سره تړلي اکثر صحافيان د څه مرستو يا دباو د لاندې د حق خبره په مهارت سره پټوي او خلق غولوي .يا داسې سياسي او مذھبي ليډران چې د خطابت په زور د خلقو جزباتو سره لوبې کوي .

د زغم يا برداشت په حقله سقراط ويل یو عالم تر هغه وخته پورې ریښتینی عالم نه شي کېدې تر څو چې  پکښې  برداشت نه وي . کله چې په ټولنه کښې برداشت کم شي  نو مکالمه کمه شي. او کله چې مکالمه  کمیږي  نو په ټولنه کښې وحشت زیاتېږي. ده ویل اختلاف د دلیل او منطق پر بنياد  د لوستو خلکو کار دی. تر څو چې دا هنر د پوهانو او عالمانو سره وي ټولنه پرمختګ کوي . خو کله چې خبرې اترې یا اختلاف د ناپوهه خلکو لاس ته ورشي  نو ټولنه ګډوډۍ  ته ځي يعني انارکي زيږوي  . د سقراط کورنې ژوند ستونځو او سختو سره مخ ؤ ځکه چې ده به ډير وخت بحثونو او فلسفې ته ورکؤو  . ښځه يې هم د ژبې نه سخته وه خو ده به ډير برداشت ورسره كؤو او د ھغې غصې ته به يې په ټوکه ځواب ورکؤو . یوه مشهوره کیسه يې ده چې  يو ورځ  پرې ښځه غصه شوه او د شاګردانو مخکې يې ورباندې اوبه  تویې کړې  نو سقراط وویل ما درته نه ويل چې  د طوفان نه وروستو به باران کيږي .

په ايتھنز کښې د سقراط د مرګ نه څلور کاله وړاندې د ديرشو(۳۰) جابرانو يو ټولګې په حکومت قبضه اوکړي . سمدستي  جمھوري آئين معطل کړي . په سياسي غونډو او خبرو ي پابندۍ ولګوی  کریتیاس چې د دغه ټولګي مشر ؤ او د سقراط شاګرد هم پاتې شوی ؤ، هغه د سقراط د پوھې ورکولو د انداز نه خبر ؤ چې په ځلمو څه اثر لري ، سقراط  ته یې وویل چې  ځوانانو ته به  ښوونه نه کوې  او نه به خلقو سره بحثونه کوے . د مسلح پاڅون په نتيجه کښې  اته مياشتې پسته دا حکومت ختم شي . په دې دور کښې دې جابر حکومت د دې ښار پنځلس سوه خلق   اووژل . جمھوريت او ائين بحال شي .

سقراط نه هم پابنديانې اوچتې شي او خپل د معمول ژوند کوي .

دغه وخت ايتھنز کښې داسې جمھوريت ؤ چې  جرنيلان او د عدالت د جيوري ممبران به ھم اسمبلۍ ټاکل . په ۳۹۹ ق.م کښې   ميليټس نومې سړے چې د سقراط سخت مخالف وي  له اړخه د سقراط  په ضد مقدمه درج کړي چې دے د رياست خدايان نه مني ، نوي خدايان معارفي کوي او دا چې  ځلميان ګمراه کوي . ورسره دا غوښتنه هم وکړي چې ده ته دې د مرګ سزا ورکړې شي . د اېتھنز اسمبلۍ به ھر کال څو ججان ټاکل چې  په ھغو کښې يو به د مذھب سره تړلي مقدمو اندراج کولو . د مقدمې اوريدو له پاره به اسمبلۍ د جيوري انتخاب کولو او داسې قسم مقدمو کښې به د جيوري تعداد ۵۰۱ پورې ؤ .او د مقدمې فيصله به د جيوري په شميره چې حق يا په ضد کښې وه کيدله . د مقدمې د شروع کيدو تاريخ مقرر شي .

نور بيا


One thought on “فلسفه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!