ليک : شاه نواز خټک
سقراط ، فلسفه او د زھرو جام
ړومبۍ برخه
د لرغوني يونان ځلند ستورې او مشھور فلسفي سقراط په۴۷۰ ق.م شاوخوا په ايتھنز ښار کښې زيږيدلې ؤ . د سقراط تعلق د متوسط طبقې سره ؤ . د پلار نوم يې سوفرونيسکوس د مجسمو جوړولو ھنر مند ؤ . مور يې داعي وه . ده واده هم کړې ؤ او درې بچي يې لرل . د ھغه شاګردانو چې د ھغه د مخ کوم نقشونه ياد کړي له ھغې تر مخه شکل وصورت نه ښائسته نه ؤ . ساده ژوند يې کؤلواو د ځان خيال ساتلو ته يې ډير اھميت نه ورکولو .ساده جامې به يې اغوستې او اکثر به ښپې ابلې ګرځيدو . دے بدني سختو سره بلد ؤ او په خپلو جذباتو ې د قابو ساتلو ډير صلاحيت لرلو .د ايتھنز په پوځ کښې هم پاتې شوے او په مھم جګړو کښې ې برخه اخستي وه .
| په سقراط تورونه ولګيدل، چې دے خدايان نه مني، د نوو خدايانو پېژندنه کوي، او دا چې د نوو ځوانانو ذهنونه خرابوی |
دغه وختونو کښې به نور فلسفيان د ذدهکړو د پاره د خپل ښار نه بھر به نورو ښارونو ته تلل خو سقراط د خپل ښار نه بهر نه ؤ ؤتے . دغه وخت کښې ښاري يا ښاروالي حکومتونه ؤ . د هر ښار به خپل حاکم ؤ . سلطنت روستو د ارسطو په زمانه کښې د سکندراعظم د فتوحاتو په نتيجه کښې جوړ شو . ايتھنز کښې جمھوريت ؤ خو سقراط داسې يوې سياسي ډلې سره تعلق نه لرلو . دغه وخت کښې اېتهتنز ښار يو سیاسي، کلتوري، او د فکري پرمختګ مرکز حيثيت لرلو . په دغه وخت کښې د سقراط ژوند د لرغوني یونان د یو ډېر مهم دور سره تړلی ؤ .يو خوا د هنرونو، ادبیاتو، تهيټر ، او فلسفې لپاره مشهور ؤ بل خوا د جګړو او سیاسي شخړو سره هم مخامخ ؤ . ايتھنز او سپارټا تر مينځ جګړه هم شوي وه چې ايتھنز پکښې ماتې خوړلي وه . په داسې ماحول یوه ټولنه کښې، د خلکو ژوند د سیاست او ټولنیزو بحثونو نه تاويدو . په همدې وخت کښې د سوفستانو یوه ډله هم فعاله وه چې د بیان هنر او د بحث ګټلو لپاره ې خلک تيارول. مخکني فلسفيان چې کائنات ، فطرت او عقل يې موضوع ؤ او د هغو په اړه ې خپل فکرونه څرګندول . سوفيستانو ډلې دغه وخت په يونان کښې خپل اثرورسوخ پيدا کړې ؤ او د فلسفې موضوع يې انسان ته راواړوله . لکه د دوي مشر استاز وينا وه چې انسان د ھر څه پيمانه ده . په سوفستانو د نورو نيوکو نه علاوه دا الزام هم دې چې دوي به اکثر فکري مغالطې هم وړاندې کولې . د سقراط ژوند هم دې فکري چاپېریال په منځ کښې ؤ . په سقراط تورونه ولګیدل چې ……!!

. دې خدايان نه مني کوم چې رياست او خلق مني
. د نوو خدایانو پېژندنه کوي او
دا چې د ځوانانو زھنونه خرابوي
دې ښار کښې مخکې داسې تورونه په انېکساګوراس او پړوټوګوراس هم لګيدلي ؤ چې په نتيجه کښې يې د دې ښار نه تيښته کړې وه . د يونان خلقو چې په کومو ګڼو خدايانو يقين لرلو ھغوي کښې به ځنو لکه د انسانانو حسد ، بغض کينه ھم لرله بلکې د انسانانو ښځو سره به يې معاشقې ھم کولې په دې وجه سقراط دا باور لرلو چې دا د انسانی تخيل جوړ شوي خدايان دي . سقراط په خدائے يقين لرلو او د دې څرګندؤنه د افلاطون د ليکنو نه هم کيږي . د دې اظهار جيوري ته د خپلې دفاع په موقع هم سقراط کړے ؤ چې پکښې وائي، د خدائې له اړخه د ورکوټوالي نه که زه څه غلط کار ته نزدے کيږم د ھغې نه مخکې ماته غيبي اواز راځي يا الهام کيږي او ما منع کړي . تر دے چې د خلقو سره بحثونو کښې هم د غلطې خبرې نه مخکې دے الھي غږ به منع کولم . په سقراط به مزھبي رسومات هم ښه نه لګيدل او شرکت به يې پکښې ھم نه کؤلو . د ځوانانو زھنونه د خرابولو جرم دا ؤ چې دوي به سقراط سره ناسته کوله او د ھغه د مباحثو نه يې اثر اخستو . سقراط به په ھر څه پوښتنې کولې سوال به يې اوچتولو . سقراط سره د سوال اوچتولو ھنر ؤ او ځوانانو ده سره د ناستي له امله دا چل ذده کؤو چې ورسره د ځلمو فکري شعور هم بيداريدو . دغه ځلمو به هم ځائے په ځاے بحثونه کول . د سقراط په محفل کښې به د شتمنو کورنو ځلمي هم ؤ او اثر يې ترې اخستو چې پکښې افلاطون ، القي بائډيس او ارسټائي مشھور دي . اشرافيې طبقې او د مذھبي ډلو مشرانو د ځلميانو داسې سوچ نه خطر لرلو ھغوي دا خدشه لرله چې سقراط سره د دوي ناستې کښې دوي د عوامي حکومت او د مذھبي عقيدو خلاف سازشونه کوي .په سقراط مقدمه جوړه شي او د عدالت تر پريکړې ورته د مرګ سزا واورولې شي . دې بنديوان شي .په ايتھنز کښې هغه وختونو کښې دا دستور ؤ چې د زندان داروغه سره به د مجرم عزيزانو څه مال يا پيسو باندې لين دين وکړو نو مجرم به يې د ذندان نه بھر کړو او د ښار يا ملک نه بھر به يې وويستو . د سقراط ملګري ده ته ووائي چې د حوالات نه دې اوکاږو داروغه سره مو خبره شوي ده خو دې ورته انکار وکړي او ورته ووای چې باید قانون ومنل شي . قانون خو ده ته د مرګ سزا اورولي وه نو د قانون منل دا ؤ چې په ھغې دې عمل اوشي . سقراط مرګ ته غاړه کيږدي خو دا ښار پريښودو ته ھم تيار نه وي . په عدالتي کاروائي کښې چې سقراط خپل کوم اخري تقرير پخپله دفاع کښې کړے ؤ ھغه او ھغه د مرګ اخري لمحات به اخره کښې تفصيل سره بيان کؤو چې د ډيرو مھمو خبرو څرګندؤنه ترې کيږي .

سقراط د فلسفې په تاريخ کښې يو ستر نوم دې او ځانګړتيا يې دا ده چې ده خپله ھيڅ ليک کړےنه دے .نړۍ ته د مرګ نه پسته د سقراط شاګردانو د ليکونو نه د ده د ژوند او فکر په اړه معلومات حاصل شوي چې لوئې نوم پکښې د افلاطون او زينوفون دے . مغرب سقراط د خپل اخلاقي قدرونو بنسټګر ګڼي . سقراط په اوله کښې د طبیعي فلسفه چې ده نه مخکې کوم فلسفيان تير شوي ؤ مطالعه کول او زړه يې هم په هغه لوري ؤ خو ډېر زر یې د انسان ټولنيز ژوند او اخلاقو ته پام واوړيدو . خپل فکر يې په دغه اړه بحثونو له لارې وړاندې کولو . په بازار کښې به ولاړ و او له خلکو سره به يې خبرې کولې . د هر قسم خلقو سره بحث به يې کاوه چې پکښې سیاسيان ، هنرمندان، سوداګر، ځوانان چې د ده شاګردان ؤ پکښې هم شامل ؤ . دے ټولو به ده سره ناسته کؤله او په مختلفو موضوعاتو به يې مباحثې کؤلې .د خلکو خبرې به یې اورېدې، پوښتنې به يې ترې هم کولې . سقراط به ځانته غټ مچ ويل او د ھغه وينا ده چې په ھره ټولنه کښې داسې غټ مچان پکار دي چې د خلقو په خاميانو او غلطو د دوي احساس بيدارہ ساتي . لکه څنګه چې یو مچ آس یا غوا په آرام نه پرېږدي پر مخ یې کښېني نو هغه څاروې بیدار ساتي .
| سقراط به وئيل، چې تر څو يو څوک ځان ؤنه پېژني هغه د ژوند په سمه لار نشی تللې،د ده په نزد د ژوند هدف د خپل ځان، خپل عقل، او خپلو اخلاقو پېژندل دی |



ډير اعلا ډير ښکلے ليک