ليک : شاه نواز خټک
پروټاګوراس (Protagoras) – د لرغوني يونان سوفيستانو له ډلې مشر استاز
پروټاګوراس په لرغوني يونان کښې د سوفيستانو له ډلې مشر ګڼل کيږي پروټاګوراس په ابديرا کښې ۴۸۵ ق..م شاوخوا زيږون شوې ؤ او تر ۴۱۵ ق.م شاوخوا پورې ې ژوند کړې ؤ . سوفسټ يوناني کلمه څخه اخستې شوې چې د دانش يا ھوښيارتيا ښونکي معني لري .سوفستان داسې ښوونکي ؤ چې د فیس په بدل کښې به یې خلکو ته د وینا، منطق، سیاست او ژوند عملي هنرونه ښودل . دوی به له یوه ښار نه بل ته ګرځېدل او زده کوونکي به یې پیدا کول . اشرافيې طبقې به خپلو بچو د زدهکړې د پاره د دې خلقو خدمات اخستل . په ايتھنز کښې دغه وختونو کښې جمهوريت ؤ او د ټولنې په اولسي غونډه ، جرګه کښې يا چرته عدالت ته پيشۍ په موقع ضرورت د داسې ھنر ؤ چې د خپل موقف دفاع په ښه توګه وکړے شي . هغه وخت کښې پروفيشنل وکيلان نه وو په عدالت کښې به مجرم خپله دفاع پخپله کوله . دا ھنر سوفيستانو سره ؤ نو دوي به خلکو ته دا زده کول چې څنګه به خلک قانع کوے ، خپل نظر به ثابتوے . څنګ به منطقي خبرې کوے او خپل مقابل به څنګه مغلوبه کوے . خلکو به دا مهارتونه ځکه زده کول چې دوی ته ترې ګټه رسېده . سقراط د دې ډلې مخالف ؤ او دوي کار يې ښه نه ګڼلو ځکه چې دوي به د خپل کار اجرت اخستو .
| د ښار چارواکو پريکړه وکړه چې د هغه کتابونه وسوزوی د افواګانو له مخې د هغه د نيولو امر هم وشو خو پروټاګوراس چې پوهه شو نو د ايتهنز ښار ې پريښودو |
پروټاګوراس دا باور لرلو چې ھيڅ مطلق حقيقت نشته . مشھور قول يې دے، انسان د هر شي پيمانه ده، د هغه څه لپاره دا چې شته او د هغه څه لپاره چې نشته، دا چې نشته . دا داسې خبره ده چې يو تن ووائي چې دا چائے خوږې دي او بل ووائي پيکه دي . دا دواړه رښتيا ځکه وائي چې دوی څنګه محسوس کړه هغسې يې بيان کړو . یعنې څه چې زه احساس کوم هغه زما لپاره رښتيا دي. سقراط او د پروټاګوراس د دې جملې په حقله چې انسان د هر شي پيمانه ده ترمنځ بحث افلاطون په خپل کتاب Theaetetus کښې کوي . سقراط پوښتنه کوي که دا جمله رښتيا وي نو معنا يې دا ده چې هر څوک په خپله پوهه او احساس کښې خطا کيدے نشي ځکه چې هر څوک خپله د حقيقت معيار دی . بيا وائي که هر څوک په خپله پوهه کښې سم وي نو دا به معنا ولري چې که زه فکر کوم ته خطا يې زه هم سم يم . نو که زه (سقراط) ووایم چې پروټاګوراس غلط دی زما خبره هم رښتيا ده. سقراط وائي که هر څوک خپله د حقيقت معيار وي نو د ماشوم، د لېوني او د عاقل سړی فرق هم نشته . وايي که زما د نن ورځې احساس معيار وي سبا کېدای شي بدل شي. نو حقيقت به هره لحظه بدلېږي، ځکه چې زمونږ احساسات او افکار بدلېږي.دا ثبات نلري او علم نشي جوړېدے . سقراط نتيجه اخلي چې د پروټاګوراس دا جمله که مطلقه واخلو ځان ته متنازعه ده. خو امکان لري چې پروټاګوراس يوازې د حسي تجربو نسبيت به ياد کړے وي نه د ټولو حقايقو بيا هم که د ټولو شيانو معيار يوازې د انسان احساس او فيصله وټاکو، نو علم، حقيقت، او منطق به بېمعياره پاتې شي .

په يونان کښې که يو طرف ته فلسفه مخ په وړاندې روانه وه او د عقل له لارې د کائناتو او د ژوند مختلف اړخونه تشريح کيدل خو خلقو د مذھب له لارې په خپلو خدايانو هم کلکه عقيده لرله او مذھب سره ې کلک تړون لرلو . پروټاګوراس دغه وخت په ايتھنز کښې ؤ ده يو کتاب اوليکو د کتاب په شروع کښې د خدایانو په اړه ده وويل زه نه پوهېږم چې شته که نه، او که شته څنګه دي ځکه چې ډېر خنډونه شته . د موضوع ژورتیا لري او د انسان ژوند لنډ دے . هغه نه رد کول او نه یې منل، بلکې وویل چې د پوهېدو لپاره کافي وسایل او وخت نه لري . ھغه په ښکاره د خدایانو د نه منلو خبره ونکړه بلکې ده ووې چې زه نه پوهېږم .خو د هغه وخت د خلکو لپاره یوازې دا ، نه پوهېدل هم د دین پر ضدوګڼلې شول . هغه وخت یو بل مشهور مفکر اناکساګوراس هم د داسې تور له امله ستونزو کښې ؤ نو د خلکو حساسیت زیات ؤ . د ښار چارواکو پرېکړه وکړه چې د هغه کتابونه دې وسوزوي.د افواګانو له مخې د هغه نیولو امر هم وشو خو پروټاګوراس چې پوھ شو نو د اېتھنز ښار يې پريښودو . د سیسیلي پر لور د سمندر په سفر کې بېړۍ ډوبه شوه او دے د دغې حادثې ښکار شو . دې فلسفي نورې ځنې خبرې دا دي چې ھغه به وئيل زه د وینا د هنر ښوونکی یم چې د خلکو په سترګو کښې د ښې وینا له لارې د هغوی په چارو کښې کامياب شي .زه د هرې موضوع دواړه اړخونه ښايم چې زده کوونکي د هر حالت لپاره تيار وي .دا طریقه وروستو که اوکتې شي نو وکیلانو، سیاستدانانو او مناظرو کوونکو ځان له پاره يو معیار جوړ کړو يعني که موضوع په هر اړخ ځي خو دوي به داسې دلائل لري چې په مخالف حاوي شي . او دا چې فضیلت د ښوونې له لارې زده کېدلی شي لکه څنګه چې د نورو مهارتونو زده کول کېږي . يعني د ښه ژوند په ښو خبرو او کارونو کښې مهارت د تعلیم له لارې ترلاسه کېږي .
| په يونان کښې که يو طرفته فلسفه مخ په وړاندې روانه وه او د عقل د لارې د کائناتو د ژوند مختلف اړخونه تشريح کېدل خو خلقو د مزهب د لارې په خپلو خدايانو کلکه عقيده لرله |

