فلسفه

( Anaxamender )
انکسامينډر
د لرغوني يونان فلسفی

دا فلسفي په ۶۱۰ ق.م شاوخوا په مايليټس ښار کښې زيږون شوې ؤ . د پيدائش کال يې حتمي نه دې خو ويلې شي چه په ۵۴۶ ق.م کښې د څلور شپيتو کالو ؤ . دا  ښار د ايونيا په سيمه کښې ؤ . د ده تړون د مايليټس د مکتب فلسفيان تالېس او اناکساګوراس سره کيږي .

تالېس چې  ړومبے فلسفي منل کيږي د دې ښار اوسيدونکے  ؤ چې  يې ويلي ؤ چې  د نړۍ ھر څه د اوبو نه جوړ دي . اناکسامينډر دا نظريه لرله چې هر څه د يو خاص عنصر نه  جور دي خو دا اوبه نه دي کوم چې  د تالېس خيال ؤ . دے د تالېس شاګرد ؤ خو د خپل فکر په بنياد يې د خپل استاز تقليد ونکړو .  دے وائي د کائنات اصلي ماده ” اپيرون ” ده چې دابې ‌حده، لامحدوده او ابدي  ماده ده چې ټول شيان ترې پيدا کيږي اوبيرته ورځي . دا اوبه ،اور ، خاوره يا هوا نه ده څنګه چې د ده په وخت کښې نورو فلسفيانو ګڼل . دې د تاليس دا نظريه هم رد کوي چې زمکه د اوبو د پاسه ګرځي او وائي چې زمکه بغير د څه سهارې نه د کائنات په مينځ کښې ده .دے وائي دا هر څه د د اپيرون نه جوړ دي . په نتيجه کښې يې متضاد پيدا کيږي او  د تضاد خبره کوي او وائي تضاد د لارې دا دنيا جوړه شوي .تضاد د اپيرون د تقسيم نتيجه ده او د هم دغه  مخالف قوتونو توازن او ژوند ته تسلسل ورکوي . تضاد بدلون ځيګوي د ھغه فکر  سره سمون خوري چې ھيراکلايټس وړاندې کړې ؤ . د کائنات نظم او تسلسل   د ظلم او انصاف  په څېر کار کوي لکه هر څه چې له اپیرون څخه پيدا شي، باید بېرته ورته لاړ شي چې نظم ورسره هم پيدا کيږي . د اپيرون چې کوم صفات دا فلسفي بيانوي زهن د يو خداے د وجود تصور ته لاړ شي . زيوس ،اپالو او ھرا يوناني خدايان ؤ او د يونان خلق دې سوچ سره بلد ؤ چې  د ھغوي خدايان لافاني دي . خو انکسامينډر مزھبي خدايان نه يادوي بلکه د طبيعي اصولو او فلسفې له لارې يو داسې ماده لټولو هڅه کوي چې کائنات د جوړيدو سوال ترې تشريع کړې شي .

دا فلسفي د ارتقا نظريه هم وړاندې کوي اګرچه ابتدائي تصور دے . دے وائي  ژوند د اوبو نه پيدا شوی، او انسان  د ھغه ځناؤره نه چې ژوند لري  ښائي  د کبانو نه پیدا شوی دی . ده په نزد انسانان نشي کولای چې له پېدايش سره سم  له خپلې مور نه بغير ژوند وکړي . روستو بيا ډارون  سائنسي اصولو ترمخه ثابته کړه چې انسان ارتقائي منزلونه نه پسته د انسان نما ځناؤر نه موجوده شکل کښې راغلې .د انکسامينډر نظر  په دې اړه د ارتقا د نظريې د پاره بنسټ ګرځيدلې .

انکسا مینډر ړومبے يونانی فلسفي ؤ چې د زمکې نقشه يې جوړه کړه. انکسا مېنډر کوشش وکړه چې د انسان لپاره د نړۍ يو علمي تصوير وړاندې کړي.دا نقشه  د مشاهدو، منطق، او فلسفې له مخې جوړه شوې وه. په دې وجه دا فلسفي ړومبې جغرافيه پوھه ھم ګڼل شي . په دغه نقشه  د زمکې شکل يې فليټ ښودلی ؤ. ھغه زمکه د يو سلينډر پشان ګڼلي وه چې په ھيڅ شي نه ده ولاړه .په فضا کښې پرته ده . دا نقشه ګو چې مکمله نقشه نه ده خو په دغه وځت د موجود علم مطابق وه . دا نقشه په اصلي شکل کښې نشته خو تاريخ پوھانو  په خپلو کتابونو کښې د ھغې شکل جوړ کړے . انکسامينډر په غور سره به د دنيا مشاھده او مطالعه کوله او خپل توجيعات به يې وراندې کول .دے وائي فطرت په قوانينو چليږي . ده دا اندازه هم لګولي وه چې  نمر ډير لوئے وجود لري او د زمکې نه ډير لرې  او دومره لرې چې عکس يې مونږ ته ورکوټے ښکاري .

د دغه وخت فلسفيانو خپل ليکونه په مکمله توګه محفوظ نه دي پاتې شوي . د انکسامينډر په حقله زيات تر معلومات د ده شاګرد  تيوفاټس او ارسطو له مخې راغلي .  دے فلسفي، فزیکس، جغرافیې او حیاتي علومو لپاره  نوې لارې پرانیستې .

2 thoughts on “فلسفه

  1. ډير اعلا او بشپړ معلوماتو ډک ګټه ور مضمون. داد او ډاډ

  2. بشر نوید صیب سلامونہ
    د کمنٹس او تبصرو د پاره مو خانه پکښې ورزیاته کړه یقینا چې دا ښه کار وشو ..ملګري لوستونکي خپلې پوښتنې مطرح کولی شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!